اشرف غني، اندېښنې، رواني فشارونه او د افغانستان خلک

"اشرف غني د متحده ایالاتو ولسمشر نه دی چې په اونیزه رخصتۍ کې نیومکزیکو ته ولاړ شي، هغه دتاجیکستان ولسمشر هم نه دی چې خپل ټول سیاسي مخالفان یې راچپه کړي او دساعت تیرۍ په منظور په خپل ځانګړي باغ  کې  له ښکلیو نجونو سره خندا او  نڅا وکړي.

اشرف غني پوتین هم نه دی چې هره ورځ ۳ تر۴ ساعتونوپه کرملین ماڼۍ کې  یوازې ورزش او تفریح وکړي، هغه حتی د شمالي کوریا ولسمشر هم نه دی چې په اونۍ کې یوځل ښکارته لاړشي او خپلې درنې اوږې له  روحي فشارونوسپکې کړي.

اشرف غني د نړۍ دیوه فاسد ترین نظام میراث دار دی. دیوه دوه سري نظام لارښود، دیوه وږي ملت ريیس ، دهغو سرتیرو اعلی سرقوماندان چې هره شېبه یې سرونه شیندل کیږي. دهغه حکومت سیاست جوړونکی چې ګاونډیان یې حتی یوه ورځ ارامي هم پر ملت نه لوروي.

یو داسې اعلی سرقوماندان چې څو جنګي محاذونه له  طالب، القاعده او داعش نه واخله تر جند الله، حزب اسلامي ازبیکستان اونور ټول غیرمسوول وسلوال دهغه پر وړاندې په ټول قوت جنګیږي.

غني دداسې یوه سیاسي نظام میراث دار دی چې پوره ۱۳ کاله یې کارکونکي په واسطه، زوراو پیسوددې لپاره مقرر شوي وو چې خپل ولس ته زیان او خساره واړوي.

د داسې یوه حکومت رييس چې هیڅ کس په کې دباور وړ نه دی ځکه هیڅ کس پر خپلو حقونو قانع نه دی. غني حتی مجبور دی چې په یوه کال کې د تداراکاتو ۷۰ ناستې رهبري کړي ترڅو ۲ میلیارده افغانۍ بچت شي او د جګړې دقربانیانو دزخمونو لپاره پرې مرهم او پټۍ وپيرل شي. اشرف غني دهغه پاشل شوي سیاسي نظام رهبر دی چې له حکومته بهر پښتانه یې کافر بولي، له حکومته بهر هزاره ګان یې په ولسمشرۍ نه مني، له حکومته بهر تاجیکان یې فاشیست او قوم ګرا بولي، اوزبیکان ترې د لازیات سهم غوښتنه کوي، پشه یان، نورستانیان او ترکمنان ورڅخه څو څو وزارتونه، سفارتونه او معینیتونه غواړي.

اشرف غني د داسې ولس رییس جمهور دی که په سوله فکر ونه کړي په بې توجهۍ تورنیږي. که له یوه پیاوړي جنګي حزب سره سوله وکړي نو قوم ګرا او طالب پال بلل کیږي.

د داسې یوه حکومت په رأس کې دی چې ډیرکم مامورین  یې دپاکستان د منزوي کولو له سیاست څخه خبر دي او پرې پوهیږي اما زیاتره ماموران  یې هغه وړه لفظي اشتباه هیڅکله نه هیروي چې د خدای ج دپیغمبر د لمسي پر ځای یې د (خدای ج لمسی) ویلی و.

هغه نه له ایرانه دپیسو خلتې راوړي او نه پاکستان ته جیګ جیګۍ کوي.

غني په هغه هیواد کې ولسمشري کوي چې که چیرې د ټاپي ستره پروژه پیل کړي، که دافغانستان په تاریخ کې د ملي عوایدو د ټولونې ریکارډ لرونکی شي، که خپل هیواد د نړیوال سوداګریز سازمان دغړیتوب وړ او غړی کړي، که دخپل هیواد دځمکنيو ذخایرو بیه له صفر څخه ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي، که د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په کار  پیل وکړي، که دسلما بند پرانیستنه وکړي، که دچا بهار بحري بندر د سوداګرو پر مخ خلاص کړي  هیڅ کوم ښه کار یې نه دی کړی خو که چیرې یې د دعا پروخت د لاسونو لپه کولو پرځای لاسونه دغوږنو پوڅکو ته ورسېدل نو دا بیا یو بې ثباته او بیمار ولسمشر دی.

د نفت او ګاز د تولید په برخه کې ترهرچا زیاته نګراني لري او تولیدات یې څلور برابره زیات کړي . په یوځلي یې په هیواد کې د ۲۰ بندونو کار پیل کړی دی، د جبل السراج د سمینټو دفابریکې داعمار کار یې پاې ته رسولی دی ، حتی د دارالامان ماڼۍ بیا رغونه یې همیشنۍ نګراني او اندېښنه وه، د غني د زمامدارۍ پرمهال د څومهمو سړکونو داعمارکار چورلټ پاې ته ورسیده، هغه حتی د کانکور ازموینو په کمېټه هم باور نه لري، ځکه دا ۱۳ کاله د پوهنتونونو لپاره دکانکور ازموینه هم له فساد او درغلۍ ډکه پروسه وه، اشرف غني مجبور دی چې دکانکور پروسه هم خپله مدیریت کړي خو مخالفان یې هغه یو یکه تاز او بیمار بولي.

غني دحکومت د نورو کارکونکو په شان نه دی، سهار ۵ بجې دخپل کار په دفتر کې حاظروي، دشپې تر ۱۱ او کله ۱۲ بجو پورې کار کوي، د ولسمشرۍ ماڼۍ زیاتره کارمندان له دې کبله چې غني ترې دوطن لپاره شدید کار اخلي تر سپېږمو را رسیدلي دي، اما غني اوس هم معتقد دی چې باید تر دې زیات کار وشي.

غني حتی له ځینو ارګانونو لکه امنیتي حوزې او نورو سره دشپې له خوا لیدنې کوي، مخکې له دې چې له کومې دولتي ادارې سره خبرې کوي دهغوی په اړه معلوماتي راپورونه او معلومات مطالعه کوي.

هر سهار داعلی سرقوماندانۍ جلسه رهبري کوي له ۳۴ ولایتونو څخه تازه راپورونه غواړي او دهرې ورځې په اوږدو کې دا راپورونه تحلیلوي.

دهغه په خپله وینا تر ټولو ناوړه شېبه ورته هغه وي چې په دغو راپورونو کې د سرتیرو له مرګ ژوبلې خبریږي او ساعتونه یې غمونه په مخه کړي.

د وارسااو بروکسل په څیر هر مهم کنفرانس ته باید پخپله منډه واخلي، هره ورځ دافغانستان د مهمو دریځ نیونو په موخه له خپلو سلاکارانو سره خبرې کوي، هیڅ موضوع یې له سترګو پټه نه شي تیریدلی، تر دې چې هر ه ورځ دسهار له ۵ بجو مخکې دتیرې ورځې موضوعات یو په بل پسې تحلیل کړي او ترڅنګه یې خبري بولیټنونه او ژورنالونه هم له زغلند نظره تیر کړي.

په کابل کې پنجشنبه او جمعه رخصتي وي، اما دغني دفتر نه یوازې رخصتي نه لري بلکې داچې پر دغو ورځو دنورو ادارو خلک فارغ وي دغني په دفتر تر ټولو زیات بیروبار وي چې د ولسمشر کار په کې دوه برابره زیات شي.

هغه مجبور دی چې دفساد دمخنیوي په خاطر ټولې سترې پروژې خپله مدیریت کړي. څرنګه چې هغه په خپل تېرټول ژوند کې یو پوهنتوني شخصیت و نه شي کولی د ستونزو دحل په موخه د مطالعې، مشاهدې او کتاب لارې پریږدي او د ځینو ولسمشرانو په څیر دخانۍ او ملکۍ تصامیم ونیسي .

هغه که چیرې دکابل ښار دکثافت دانیو دنسبولو او راټولولوپه منظور یو ۵۰۰ صفحه يي پیشنهاد ترلاسه کړي هماغه شپه دا ټولې پاڼې لولي او  یاداښتونه ترې اخلي چې دکثافت دسطلونو په پېرلو کې فساد ونه شي.

اشرف غني دهغه هیواد ولسمشر دی که یې د رهبري پلاوي کوم غړی د اجراییه رییس په څیر شیک پوش وي نو هم د نیوکې وړ دی او که کوم بل غړی دده په څیر خوارجامه وي نو هم د نیوکې وړ دی.

دافغانستان په سیاسي نظام کې غني کم شمېر داد ورکونکي لري خو په کابل ښار کې داسې ګڼ شمیر سیاسي نخبګان هم شته چې په ښکاره وايي غني ته په هیڅ توګه احترام نه لرو.

هغوی غني یو متکبر او ناپوه مدیر ګڼي او ادعا کوي چې نوموړی نه کوم نیږدې دوست لري اونه کوم سیاسي بصیرت او پوهه. دوی دا هم وايي چې غني دیوه خیالي هیواد رییس جمهور دی چې یوازې دده دخپل ذهن او تخیل محصول دی، دوی غني دافغانستان جیمي کارټر بولي.

اما غني د څو لسیزو فکر، مطالعې او لیکوالۍ وروسته مجبور شو چې دافغانستان د ټولو ستونزو حل ته په یوه ځل لاس ور اوږد کړي، هغه دهمدې مجبوریت پر بنسټ پر ټولو دولتي څانګو دخپلولرلیدونو دتحمیلولو پیل کړی دی. هغه تر سلو زیات هغه جنرالان وشړل چې دنظامي قوتونو په قراردادونو کې غلا او درغلي کوله. هغه دخپل حکومت په لومړي سر کې اعلان وکړ چې هیڅ وزیر او والي نه شي کولی خپل کار ته ادامه ورکړي اوټول باید مستعفي شي. همدا دلیل و چې هغه تر ۵۰  زیات زاړه مفسدان دځان دښمنان کړل ، هغه ۴۰ تنه هغه لوړرتبه څارنوالان هم په کورونو کېنول چې په کاري سوابقو کې یې جعل کړی و.

غني له خپلو نظامي قوماندانانو سره هره ورځ   له یوې زیرزمینۍ نه په منظم ډول  ویډیو کنفرا نسو نه  کوي او شېبه په شېبه د ټول هیواد له حالته ځان خبروي.

هغه هره ورځ  دټولو نړیوالو مرستندویه سازمانونو ونډې بررسي کوي ، یوازې غني په دې باور دی چې په ورځني ډول ددغو ټولو کارونو سرته رسول دافغانستان دمشکلاتو د حل بنسټي لاره ده .

غني یوخیالي ټیوریسن نه دی، نه یوازې له فیزیکي بلکې له ذهني اړخه هم ښاغلی غني په خپل حکومت کې یوازې دی.

تیر کال د متحده ایالاتو ځانګړي استازي دانیل فیلډمن هم دا نتیجه ګیري درلوده چې دغني خیالونه او ایډیالونه الهام بښونکي خو دمنلو وړ نه دي، هغه ویلي وو: «موږ له جلساتو ووځو او بیا وایو : ډاډه نه یو چې هغه دکوم هیواد په اړه خبرې کولې هغه دې افغانستان وي، مګردکوم ځای په اړه چې غني غږیده  د سویس له  یوه ولایت سره یې شباهت درلود.»

غني د افغانستان په حکومت کې نه زوی لري او نه ورور چې د زرو غلا وکړي، هغه  تر یوې افغانۍ پورې هرڅه چې لرل رامیدان ته یې کړل او ویې ویل چې زه او مېرمن مې دومره شتمني لرو. دغني ترلاس لاندې مامورانو کې هیڅ یو داسې نه شته چې له افغانستان څخه بهر یې د ویلايي کورونو او قصرونو قبالې اخیستې وي او یا یې سوداګریز شرکتونه جوړ کړي وي.

له دې ټولو سره سره بیا هم کوښښ روان دی چې د ولسمشرپرسپینه لمن تورداغ ولګیږي ترڅو دخلکو د نیوکو څپې تندې او دوی وکولی شي دیوه ښویدلي ولسمشر تصویر رسم کړي."

ـ د عبدالله پيکار ژباړه

Comments

Popular Posts