شوق

پرون ماښام قضا،  د سړک تر غاړې یوې هټۍ ته پورته شوم. شیبه وروسته یو ماشوم راغی؛ له پلاستیکي چپلکو یې ګوتې راوتلې وې. د زړو خړو کالیو لپاسه یې اسماني رنګ لیلامي جاکټ اغوستی و او شاته یې بیک اچولی و.
د ماشوم موټی له کلدارو ډک وو. لسګوني او شلګوني یې داسې کلوله کړي وو لکه د افغانیو انتقام چې ترې اخلي.
دوکاندار ته یې وړاندې کړل، ویل یې افغانۍ راکړه.
ټولې شل کم پنځه سوه روپۍ وې، خدای خبر په څه مشقت یې لاس ته راوړې وې.
ترې ومې پوښتل، ویل یې: کابل ته مسابقې ته روان یم. د کانګفو تمرین کوم. د لارې کرایه مې کلب ورکوي او دا پیسې مې ساتلې وې چې په کار نشي.

زموږ ماشومان او زموږ تنکی نسل خپل شوقونه په څومره مشکلاتو کې پالي؟   یواځې په دې ارمان چې خپل مقدس ملي بیرغ په نورو میدانونو ورپوي.
زما سپیڅلیه بیرغه!
که د ټیټیدو لپاره دې هڅې روانې دي، نو د لوړیدو لپاره دې هم خلک شته.
وطنه!
رب دې دا ښایسته بیرغ رپانده لره او  اهل اولادونه دې د همدې بیرغ تر سیوري لاندې خوشحاله او نیکمرغه اوسه.

__ نعمان دوست

Comments

Popular Posts