تورې دې لالا وهي، مړۍ دې عبدالله وهي

نن یوه پاکستاني ښوونکي په ټولګي کې وویل چې:“په ۱۹۷۰یمو کلونو کې غربي نړۍ درې اساسي اندېښنې لرلې یوه یې دا چې د هغوی په بانکونو کې د اسلامي هېوادونو پیسې پرتې وې او د دوی سره دا وېره وه، چې هسې نه یوه ورځ دوی دا پیسې وباسي نو زمونږ بانکونه به له منځه لاړ شي، دویمه دا چې هسې نه اسلامي نړۍ (عربي هېوادونه) خپل د تیلو صادرات په دوی ودروي لکه یو ځل چې شوي هم وو نو دوی ته به لویې ستونزې جوړې کړي او دریمه اندېښنه په نړۍکې د کمیونیزم پرمختګ و.

دوی د لومړۍ اندېښنې د له منځه وړلو لپاره په اسلامي نړۍ (ځانګړي توګه عراق) کې جنګونه جوړ کړل بیا یې د همدوی پیسې دوی ته په پور ورکړې او اوس هماغه اسلامي هېوادونه چې یو وخت یې د پیسو نه غربي بانکونه ډک وو نن په هماغه اندازه پوروړي دي او هر کال د خپلو پیسو سود هم ورکوي.

د دویمې اندېښنې لپاره یې څو کارونه وکړل لومړی دا چې په خپلو هېوادونو کې یې د تیلو د ذخیره کولو زېرمې جوړې کړې، دویم او تر ټولو مهم کار یې دا چې هغوی منځنيختیځ کې د تیلو د را ایستلو ټوله پروسه په خپل واک کې واخیستله او بله دا چې د تېلو د را ایستلو او صادرولو لپاره یې دOPEC  په نوم یو اورګانیزېشن جوړ کړ چې پوره د دوی تر کنټرول لاندې دی اوس نو عربي نړۍ هېڅکله نشي کولای چې خپل صادرات ودروي که یې دروي هم د هغوی په خوښه به وي.

او د کمیونېزم ستونزه خو یې بیا د پاکستان په مرسته له منځه یوړه!”

ولې داسې یو؟، قربانۍ چا ورکړې او کرېډېټ څوک اخلي؟ کمیونېزم په افغانستان کې مات شو خو نن کرېډېټ پاکستان ته ځي، پرون یې د طالبانو لاس نیولی وو سبا به بیا د دې حکومت کرېډېټ هم دوی اخلي؟

یو څو مهاجر مو راساتي د هغوی نه یې هم را ته د هېواد دښمنان جوړ کړي، پر سر یې د ټولې نړۍ نه په دې نامه کرېډېټ اخلي،چې د نړۍ تر ټولو ډېر بېځایه شوي کسان ساتي، هر کال یوازي د ملګرو ملتونو نه د هغوی د ساتلو په بهانه په ملیونونو ډالر اخلي او کله کله خو یې د پېغور او اخطار په ډول هم را ته کاروي.

نو راځئ ټول په ګډه د خپلو تېرو او راتلونکو لاسته راوړنو څخه دفاع وکړو، خپل هېواد خپل وبولو، خپل تاریخ خپل وبولو، خپل مشر خپل وبولو، خپل رهبر خپل وبولو، خپله خاوره، خپلې قربانۍ خپلې او خپل سرتېري خپل وبولو، راځئ خپل هېواد ته په ګډه چوپړ وکړو.

احمدالله بریمن
د اقتصادي چارو فعال

Comments

Popular Posts