Málaga, Gibraltar, Cádiz and back to Seville (03.11.2019)


راشه ولوله ښکلا زما له سترګو!

د اندلس یونلیک څلورمه برخه

ملاقه، جبل الطارق، قادیس او اېشبیلیه
۱۳۹۸ کال د لړم دولسمه نېټه

د یونلیک د تېرو برخو لوستلو لپاره لاندې تړوني کېکاږئ:

سهار پنځه نيمې بجې مبارک د کوټې ور ټک ټک کړ. هم مهاله د تحسين موبايل هم زنګ وکړ را ويښ شولو. مخکې له شپږ بجو ټولو اودسونه وکړل خو د سهار لمونځ لا نه وو پیل شوی. ما د هګيو په پخولو پیل وکړ تحسین د چای لپاره اوبه په اور بار کړې. چای مو وچيښ، لمنځونه مو وکړل پوره په شپږ نيمې بجې مو د جبل الطارق پر لور حرکت وکړ.


د پابلو پيکاسو نوم خو به مو اورېدلی وي، نوموړی د شلمې پېړۍ يو له نوموتو نقاشانو څخه ګڼل کېږي. ملاګا د ده د زېږېدلو ځای دی. په دې ښار کې د پيکاسو د هنري آثارو ميوزيم هم شته، خو د وخت د کمښت له امله ونه توانېدو چې نندارې ته يې ورشو. نن سهار د پيکاسو له ښاره د طارق بن زياد د ښار پر لور ور روان شوو.

دوه ورځې وړاندې په کوردوبه کې تحسين په موبایل کې لږيا وو. زما نوم يې واخيست ويل يې يو بد خبر درته لرم: ٬جبل الطارق د انګلستان خاوره ده او موږ شايد د ورتګ اجازه ونه لرو.٬ لمړی خو مې ويل چې حتماً کومه غلط فهمي ورته شوې. خو چې کله مې انټرنېټ پسې وڅېړه پوه شوم چې خبره سمه ده. خو زړه مې نه منله! هر ځل چې به مو په راتلونکي پلان خبرې کولې انګرېزان به مو وښکنځل چې دوی ولې د دنیا له هغه سره راغلي دلته زموږ پلان را خرابوي. ټول د ته هيله من وو چې شاید وتوانېږو دننه ورشو.

لاره د سمندر په غاړه کې کږه وږه پرته وه، ډېری لاره مو په تياره کې ووهله پس له څه مودې رڼا راښکاره شوه او وروسته د افریقا له لوري د لمر وړانګې د غرو په سرونو ولږېدې. دا لاره هم ډېره مزه داره او هم ډېره سخته وه. مزه داره ځکه وه چې زما لمړی ځل وو په تياره کې مې ډرېوري کوله، بل دا چې په سهار کې مو د ميشاري العفاصي په غږ د الرحمن او الکهف سورې په موټر کې واورېدلې. منظرې ډېرې ښايسته وې، کله چې رڼا شوه په غرونو کې به روان وو ، ځای ځای به د سمندر لور ته يوه لنډه دريڅه خلاصه شوه. په ځينو ځايونو کې خو آن هغه بل لور ته د افريقا مراکش ترې ښکارېدا. دا ميزل سخت ځکه وو چې تياره وه، زما لمړی ځل وو نابلده وم. د تېرېدونکو موټرو د روښانه ګروپونو رڼا ګانو زما سترګې برېښولې. سرک ښکته، پورته، تاو، را تاو وو او هر ځای د حد الاکثر سرعت لپاره مختلف حدونه ټاکل شوي وو، کله ۱۲۰، کله ۱۰۰، کله ۹۰ او په تونلونو کې خو بايد ۸۰ تللی وای. له دې حدونو سره په داسې يوه سرک کې بلدېدل لږ وخت غواړي. کله چې رڼا شوه زه هم ورو ورو له سرک سره بلد شوم. او په خیر سره جبل الطارق ته را ورسېدو.


کله چې د ساحل غاړې ته رانيږدې شوو، د جبل الطارق غر مو مخته اېښی وو. لږ وړاندې مې موټر پارک کړ، ساحل ته ورغلو عکسونه مو واخيستل، شېوال د سپينو ډولي ګاټو او سي شېل په را ټولولو بوخته شوه.


پخوا په کويليا کې د تحسين سره په مجلس لږيا وم ده وويل چې ما خپلې بېړۍ پخوا سوزولې دي. ما ورنه وپوښتل: پوهېږې دا څه مانا او دا خبره له کومه ځایه پیل شوې؟ ويل يې نه. وعده مې ورسره کېښوده چې کله جبل الطارق ته ورسېدو زه به دې پوه کړم. اوس چې په دې ساحل کې ولاړ وو او څو متره وړاندې د جبل الطارق غر ولاړ وو، نو کيسه مې ورته وکړه چې څنګه په ۷۱۱ زېږدیز کال کې طارق بن زياد له خپل ۷۰۰۰ لښکر سره له مراکش نه اروپا ته راغی، لمړی یې په د غره کې واړول او خپل لښکر ته یې امر وکړ چې بېړۍ وسوځوئ، زر تر زره یې امر عملي شو. دا کار یې ځکه وکړ تر څو دوی د شا ته تګ لپاره څه ونه لري، یوازینۍ موخه یې مخته تګ وو. هغه وو چې د لويو لښکرو سره وجنګېدل او اندلس يې فتح کړ. عجيبه دا وه چې په دوی ټولو کې يو زه وم چې له دې کيسې خبر وم، نور ټول اصلاً نه پوهېدل چې دا ولې جبل الطارق نومېږي.

هغه وړاندې چې ښکاري د طارق غر دی

بېرته په موټر کې کېناستو وړاندې ولاړو هلته مو د مک‌ډونلنډ په پارکېنګ کې موټر ودراوه په پښو د جبل الطارق په لور ور روان شوو، په دروازه کې دېخوا د هسپانيي بيرغ رپېدا او څو متره وړاندې هغې خوا ته د انګلستان او جبل الطارق بيرغونه ښکارېدل. له نور وړاندې ورتلو څخه مو ډډه وکړه ځکه پوهېدو نه مو پرېږدي بس د خپل موټر خوا ته راغلو. دلته مو لمړی د موټر کمپنۍ ته زنګ وکړ چې نن زموږ تړون پای ته رسي. تر څو بجو وخت لرو ځکه موږ شايد ناوخته ورسېږو. ويل يې د شپې تر نه يا لس بجو چې ځان را ورسوی هم کېږي.

له دې دروازې هغه خوا د انګلستان خاوره ګڼل کېږي

يوه ورځ مخکې په ملاګا کې ما او تحسين فيصله وکړه چې کاديز (قاديس) د جبل الطارق او سېويلا په لاره کې دی که وخت وي دا به هم وګورو. کله چې خبر شوو چې تر بېګا پورې وخت لرو نو د قاديس په لور مو حرکت وکړ.


پرتګال او هسپانیا له هغه هېوادونو نه دي چې ډېری برښنا له باده جوړوي!

کاديز ته نارسیده ما موټر له لويي لارې لرې کړ زه شا سيټ ته لاړم موټر مې تحسين ته ورکړ. کاديز نو ټول ساحل دی، هر لوري ته اوبه ښکاري. او د لېزبون په تناسب دلته د سمندر اوبه ډېرې پاکې ښکارېږي. د کاديز پوهنتون مو وليد،  لويي لويي ونې مو وليدې، تر سيوري لاندې يې کېناستو او د بحر د تروشو اوبو خوند مې په لمړي ځل د اودس کولو په مهال حس کړ. غوښتل مو ولامبو خو وروسته مو پلان تغير کړ. تقريباً دوه بجې شاوخوا بېرته د سېويلا پر لور را روان شوو.

په قادیس کې د سمندر غاړه

د قادیس سمندر

د سمندر څنګ ته تاریخي کلا

له ښي اړخه تحسین، مبارک او زه پخپله بریمن

سېويلا کې زموږ نوی اپارتمان د يوه کور دوهم پوړ دی، چې لاندې دوی خپله اوسېږي، پاسنی پوړ موږ ترې نيول او په څنګ کې بله کورنۍ هم د څو شپو کرايي مېلمانه دي. کور له ښاره ډېر لرې دی. خو ډېر ښايسته دی. يو صالون لري چې مبارک نيولی په يوه د خوب کوټه کې زه او تحسين ويدېږو په بله کوټه کې پېغلې. ښه مجهز پخلنځی له ښايسته حمام سره لري. تحسين او مبارک سوپر مارکېټ ته په سودا پسې لاړل، زه لږ تلوېزيون ته کېناستم بيا لاړم حمام مې وکړ ورپسې مې د مازیګر لمونځ وکړ په د وخت کې دوی را رسېدلي او شېوال ډوډۍ پخوله. د کور په بالکون کې مو ډوډۍ وخوړله.

د کور برنډې ته را ووتلو تنګه وه خو بیرون یې ښه منظره لرله

پس له ډوډۍ خوړلو مو د ماښام لمونځ وکړ او د موټر د تسليم کولو لپاره د سانتا جوستا ټرېن سټېشن خوا ته ورروان شوو. زموږ د کور نه دا ځای تقريباً ۱۷ دقيقې په موټر کې لرې وو. هلته مو موټر ورکړ او د ښار په منځ کې د رود خوا ته په پښو را روان شوو. د سېويلا په ښايسته کوڅو کې د ډول ډول ونو لاندې را تېر شوو. د سېويلا پوهنتون ته مو هم سر ورښکاره کړ. رود ته په را رسېدو سره مو د سرو زرو په منار (ګولډ ټاور) باندې سترګې ولږېدې.

د دې اوږده یون له لاروي سره مو مخه ښه کوله، بغیر له ده دا یون ناشونی وو!

د سرو زرو منار - ګولډ ټاور - برج الذهب

ګولډ ټاور د وادي الکبير رود په غاړه په ۱۳مه پېړۍ کې مسلمانانو په ۱۲ ضلعي شکل کې جوړ کړی دی، وروسته بيا لمړي پېدرو له پاسه پرې يو بل وړوکی شپږ ضلعي رغولی او له هغه د پاسه پرې په ۱۸ مه پېړۍ کې یو دایروي ګنبد پرې ور جوړ شوی. دا منار د سېويلا تر ټولو ډېر عکاسي شوی ځای بلل کېږي. دې ته ځکه د سرو زرو ټاور وايي چې سور بخونی رنګ منعکسوي په هغه وختونو کې يې نوم برج الذهب وو. د وادي الکبير له لارې په سېويلا د تېريو د مخنیوي لپاره رغول شوی دی او په ورستيو کې د زندان کار هم ترې اخيستل شوی. اوس سيلانيان د دې برج سر ته پورته کېږي او د وادي الکبير شاوخوا د ښار ننداره ترې کوي.

د وادي الکبیر رود په غاړه د سېویلا ښار

د رود په غاړه وړاندې د پله په لور وخوځېدو، له پله تېر شوو يوې کوڅې ته دننه شوو چې پکې ټول د خوږو، آیسکريمو، ډاليو، خوړو او څښو ځايونه وو. سبا ورځ د مبارک د زېږېدو له نېټې سره برابره وه، موږ هم ورته د کېک يوه وړوکې برخه واخيسته او لږ مو ونازاوه او موږ خپله آیسکريم وخوړل. له هغه ځايه په پښو د کور خوا ته راغلو. وادي الکبير سېويلا ته څېرمه تېرېږي خو دلته يوه لويه برخه ترې د ښار خواته تللې او د ښار ښکلا او اهمیت يې لوړ کړی. موږ چې د وادي الکبير له هغه برخې را تېر شوو اصل وادي الکبير رود ته چې را ورسېدو دلته ډېر ستړي وو نور مو نشوای کولای چې کور ته راشو تقريباً يو ساعت نوره د پښو لار لا پاتې وه. يو لوی اوبر مو راوغښت تر کوره يې په ۱۳ يورو را ورسولو.


کور ته چې را ورسېدلو ټول ډېر سخت ستړي وو نو خپلو خپلو کوټو ته لاړو او ویده شوو. سبا ورځ همدلته په سېویلا کې را ګرځو او ماښام خوا ته بېرته د کوېلیا په لور درومو. هغه ورځ په راتلونکي پوسټ کې ولولئ.

Comments