مسلمان

د روغتون په انتظار خونه کې ناست وو، مخامخ يوه ليکه څوکۍ د ښځو له پاره ځانګړې شوې وې، ټولو په لاسونو کې  د نوبت نومرې نيولې وې او ډاکټر ته د ورتګ انتظار يې کاوه.
د انتظار خونې دروازه خلاصه شوه، يو ځوانکى په ستړې ساه راننوت او ټول يې مخاطب کړل
د جاده ميوند نه له يوې خاله او دوو نجونو سره دربس راغلم، ويل يې روغتون ته ځو، بهر مې ښکته کړې، دغه سل اوغانۍ يې اضافه راکړې، زما دوه سوه حق کېږي.
دروازې ته له نږدې څوکۍ  يوه نجلۍ چې له دوو نورو سره تازه راغلې وه،  پاڅېده، د ټکسي چلوونکي له ګوتو يې سلګون واخيست او ځوانکى په يوه منډه بېرته روان شو.
د ناستو خلکو ترمنځ چوپتيا ماته شوه
افرين! د مسلمان بچى دى...
دې ته وايي مسلمان...
تر اوسه مې داسې ټکسي وان نه و ليدلى...
وايم د مور شيدي، انسانيت دې ته وايي...
د حرام خورو دې کور وران شي، له دې نه يې زده کړئ...
   بس ټول يې له يوې مخې  په ستايلو بوخت وو، نجلۍ سلګون خپل د ستکول ته کړ، خو څه ته يې پام شو،  بېرته يې را بهر کړ، د سلګون په څنډه يې د مبايل په ليکل شوي شمېرې ته وکتل، له ځان سره موسکۍ شوه، د څنګ ملګرې يې ته يې په مانا لرونکي انداز وکتل او د دواړو سترګې د انتظار خونې په تړلې دروازه کې مخ پاتې شوې.

لیکوال: گل رحمن رحماني

Comments

Popular Posts