د جنګ د باروتو ګرد

د کابل کندهار په لاره اته کاله جګړه وه، طالبانو، بهرنیو ځواکونو، د امنیتي کمپنیو بدماشانو هلته داسې وسلې استعمال کړې، چې تاثیر به یې پدې ژوندي نسل تر اخرې ساه پروت وي.
دا جګړه بیا هم یوازې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې کېده، دې ځای ته به طالبانو فلوجه ویله. دلته جګړه امریکایانو او ناټو ته د شکست په مانا نه وه، دلته جګړه کاروبار وو، د څو غټانو، څو قراردادیانو او څو  طالب نما شوکمارو.
بهرنیو ځواکونو ددوی مینځ ته یوه چټله مټايي ور رغړولې وه، دوی یو بل ترویښتو نیول. ددې ځای د جنګ اصلي لوبغاړي که د هر لوري دي، د ټولنې اشراف، شتمن او مصًون دي، خو ددې جنګ رواني او فزیکي تاثیرات اوس هم د سیمې په خلکو پراته دي.
د باروتو او وسلو استعمال او د سوځېدلو تیلو په دود ککړ اکسیجن ددې سیمې د خلکو ژوند ته ناپایه ګواښ پیښ کړی دی.
په سیمه کې ډاکتران وايي، په وژل شوو او ټپیانو شوو ملکي وګړو سربیره اوس دلته هره ورځ داسې ماشومان زیږي، چې یا فلج وي، یا موټیشن - نیمګړي وي. دډاکترانو په باور په سیمه کې سرطاني ناروغۍ په بې ساري ډول زیاتې شوې دي. دغه راز ډاکتران وايي، چې جلدي تکلیفونه زیات شوي او اکثره وخت له کلیو داسې خلک ورته راځي چې پوستکي یې شړېدلي وي.
په رواني او ذهني حالاتو خو به یې هیڅ نه وايوو، هره ورځ د جنګ په لومړۍ کرښه کې د انسانانو ژوند به څنګه وي؟
ګټې چا وکړې، قیمت یې څوک پرې کوي؟
هغوی چې له دې فاجعې چاغ شول، اوس په همدې خلکو حاکم دي.
د تېلو مافیا، دلوژستیکي کمپنیو  مالکان، او ایرکنډیشنونو ته ناست خیټور طالبان.
#وردګ_وژغورئ.

Comments

Popular Posts