کاذب غرور

وردګ د غازي محمدجان خان وطن، میدان د غازي کریم خان غوندې زمریان لري، غزنی د ملا مشک عالم ټاټوبی، ننګرهار د علم زانګو، لشکرګاه وړوکی عصري مسکو، کابل د څراغونو ښار، بلخ د ښارونو مور ( ام البلاد)........
د تاریخ په زیړو لمر وهلو پاڼو کې د ژمي د لټۍ او کاذب غرور پیتاوي ته پراته یوو. د اوس خبره کوئ.
د غازي محمدجان خان په جغتو کې طالبان د خلکو ناموس په سمڅو کې ساتي، څو لغړزني ورته شاته مخ ته کېږي. په غزني کې ملا په افت بدل شوی، ددیوبند هم سویه مدرسې اندړ سیمې زلمیان اوس د دیني د عالمانو د روزنې په ځای د پنجابي ټرینرانو او جاسوسانو په لاس د ماینونو روزنه زده کوي، ننګرهار کې پلار خپل ماشوم حلالوي او چاړه څټي، زلمیان پکې په یوه شپه دوه خویندې نکاح کوي،‌ داعش په ده کې طالب په ده کې القاعده په ده کې. له علمي مرکزونو یې د القاعده، طالب، او داعش دبیرغونو لکڼې راوتلې دي.په لشکرګاه کې د تریاکو خیټور سوداګر پنځه پنځه ښځې کوي، او چې مازیګر شي، خپل ټپټپی موټرسایکل څوک په سودا پسې بیرون نشي راایستلی، په کابل کې څراغونه نشته، یا د میرمنو په مخونو تیزاب شیندل کیږي، یا دفرخندې غوندې د اوباشانو له خوا په لغتو وژل کېږي. بلخ اوس د ښارونو مور نده، په بلخ کې انسان له مزاره د باندې د تودې شپې تیرولو تلتک پسې کابل ته ګدایۍ ته راځي.
د خان بابا خبره په ستن کې تار نشو اچولی، د پرتوګاښ مرۍ دار ځوندی مو د ژوند لویه هستي ده او لویه بوختیا په وړه قیچي د پوزې د ویښتانو غوڅول. نه پایزار تولیدوی شو، نه پاپړ. په ګلان شامپو خپلې خیرنې څڼې ووینځو او وړیا لمر ته یې د جیب په پردۍ تولید شوې هنداره کې ګورو. غیبت کوو، دروغ وايو، تاریاک کرو، د تاریاکو په پیسو څلور تنکۍ نجونې شپیته کلن ته نکاح کوو خو د کعبې زیارت نه قضا کوو، په جومات کې په لومړي صف کې ولاړ وو او په اقامت مو له نورو سره جنګ وي. موږ نو څنګه مسلمانان یوو؟ زموږ د عظیم کلتور ډمامه بل څوک راته غږوي که دا موږ خپله یوو؟
ځوانان مو د وطن لویه هستي ده، خو دومره بیوزلي، کمترۍ ځپلي او اروا وږي دي، چې مافیا په صفت یې خوله تڼاکې شي. حق څنګه ووایو؟ موږ خو د مافیا د بوتانو په عبادت روږدي شوو، موږ ته خو ویل شوي، دنیا هغوی خوري، چې پیسې لري. د نورو خلکو بنډلونه حسابوو، د نورو خلکو په هستیو کې خپله ځوانه تنده سړوو. نه په نصاب کې تر جنګ او فتوحاتو ورهاخوا بل څه شته نه په اجتماعیاتو کې د اخلاقو په نوم کوم څرک. طالب مو د ټولګي د پیل انظمام دی، نه مو بیرغ ته سلامۍ ته پریږدي، نه مو ملي سرود ته درېدو ته.
دا حالات بدلول غواړي خو د چا په لاس؟ مافیا دا کار نه کوي، شتمن خیټور داکار نه کوي، د فکر خاوندان، دا ځوان نسل، دا شرایطو ژرنده کړي او پارچه کړي زلمیان به داحالات بدلوي. له خلکو شکایت زموږ د هیڅ درد دوا نده که غواړئ هرڅه بدل کړی، راپاڅئ او ترملاوو پټکي وتړئ، په ځان کې هغه خاموش ځوان احساس وپاروئ، د خلکو د زړونو درد احساس کړئ، د خلکو له غربت، بیوسۍ او ناچارۍ درس واخلئ او ددې زمانې له دې معاصرو ارتباطي وسایلو کار واخلئ. اوس هغه زمانه نده، چې خطونه به کوترو په خوله کې وړل، یا به یې له ایران نه په پیته کې خپلې بوډۍ مور او زهیر پلار ته د خپل حیات اطمنان ورکاوه، اوس ستاسو هر یو په ګرځنده مبایل کې څو ام بي انټرنیټ او له لکونو خلکو، له ټولې نړۍ او ټولې بشري جامعې سره ستاسو رابطه ده. د رواجي بتانو د عبادت پرځای د خپل وطن اینده جوړه کړئ، د تقلبي مشرۍ دا خیرن تابو مات کړئ، تاسو هرڅوک یاست خو که ځان او خپله انرژي وپیژنی او مثبت یې مصرف کړئ.
یاهو
#افغانستان_وژغورئ. هر یو خپل کلی، خپل ښار، خپل ولایت وژغورئ. د لښتیو او ویالو دا خورې ورې ناوې یوخای یوځای کیږي، او په لوی دریاب بدلیږي.

__ اباسین بریال

Comments

Popular Posts