د الفت په ژوند او افکارو کې مسوول سیاست

لیکوال: ډاکتر محمد اشرف غني
مونږه ګل پاچا غوندې ښاغلی خوش خصلت ولید
اسم مسمی و چې بشر مو د الفت ولید
مونږ په دې سید کې د اخلاقو ښه رفعت ولید
ګویا چې حاصل مو د سفر او سیاحت ولید
 – حمزه شینواری
هر چاته چوپ او غلی شانته معلومیږمه زه
څوک نه پوهیږی چې په سر کې څه شورونه لرم
– ګل پاچا الفت
 --
د یوې ټولنې ټول غړی د هغې د کلتور په تولید او وده کې برخه لری، مګر د لیکوالو برخه له دې وجهې نه د خاص اهمیت وړ ده، چې دوی نه یوازې د کلتور په دوام کې ونډه لری، بلکې د هغه په تغیر کې هم اساسی نقش لری. سیاست او کلتور مشترکه وجهه لری، ځکه چې کلتوری بدلون هم په سیاست پورې تړاو او هم پر سیاست اغیزه لری. تخلیقی لیکنې په خپل ذات کې یو مهم سیاسی بعد لری.
د افغانستان سیاسی تاریخ کې لیکوالو ډېر اهم رول لوبولی دی. له اولې مشروطې نه نیولې تر د داوود خان جمهوریت پورې د سیاسی نظام د تغیر نظریات اول د لیکوالو له خوا مطرح او بیا د چارواکو له خوا ورباندې عمل وشو. د شلمې پیړۍ په ټوله موده کې غیر له درې دورو نه، چې د امان الله خان دوره، د شاه محمود خان د صدارت یوه برخه او د اعلی حضرت د دموکراسۍ لسیزه وه، ټولې لیکنې تر سیاسی سانسور لاندې وې. د چاپ او نشر وسایل د دولت لاس لاندې وو او دومره لوستونکی موجود نه وو، چې لیکوالانو ته د بازار د شرایطو لاندې د ژوند او ګټې- وټې ذریعه برابره شی. اکثریت لیکوال په دولتی کارونو بوخت وو او خپلې لیکنې یې د سانسور په چوکاټ کې خپرولې. نو ځکه د معنا له نظره همیشه دوه بعده مطرح وو، چې یو یې سطحی بعد یا هغه چې عام خلک پرې پوهیدای شو، او بل یې رمزی بعد، چې یوازې لیکوال او اهل سیاست پرې پوهیدل او هم به له سانسوره وتلای شول.
د الفت صاحب د لیکنو یو ځانګړی خصوصیت دا دی، چې عمیقې معنا ګانې یې په ډېر عام فهم طرز بیان کړې دی. د ده تقوا ډیره خاصه وه، ځکه چې هیڅ وخت ده له شعر یا نثر نه د شخصی ګټې یا مقام د اخیستلو لپاره استفاده ونه کړه. د دې لپاره چې د الفت صاحب په خاص صفت باندې پوه شو، نو ضروری ده، چې اول هغه چاپیریال ته وګورو، چې ده په کې لیکنې وکړلې او بیا د ده د افکارو ځینو برخو ته نظر واچوو او په اخره کې دده د ژوند او لیکنو پیغام اوسنی حالاتو ته په کتو وڅېړو.
۱٫ چاپیریال
۱٫۱٫ پراختیایی چاپیریال: په معاصرو لیکوالو کې بینوا صاحب د ۲۲۹۹ پښتنی لیکوالو د اشعارو او نثرونو نمونې او د ژوند لیک خلاصه، د اوسنی لیکوال په نامه په څو جلده کتابونو کې، ترتیب کړې ده. سره له دې چې دغه کتابونه په ۱۳۳۹ کال کې چاپ شوی دی، خو اصلی معلومات په ۱۳۳۰م کال کې ټول شوی او د ۱۳۰۹ – ۱۳۳۰ کلونو تصویر راکوی. د ۲۲۹ لیکوالو له جملې، چې په دغه تذکره کې یاد شوی، څخه ۷۳ د پیښور او کوټې په سیمو پورې تړلی وو، ۷۲ په مشرقی، ۶۱ د کندهار سیمې او پاتې د افغانستان په نورو ولایاتو پورې تړلی وو. ۹۰ نفره په اسلامی بنسټونو پورې تړلی وو او یوازې ۵ یې ښځې وې. ۱۴۹ په دولتی ادارو کې په کار بوخت وو، ۷ په اردو کې وو او د پاتې اشخاصو مصروفیتونه دا وو: زمیندار (۱) ، دوکانداران (۸)، تاجران (۴)، د طب ډاکټر (۱)، شخصی معلم (۱)، محلی شاعران (۳)، د کلی ملک (۱)، د رادیو تخنیکر (۱)، او ملاصاحبان (۲).
د تحصیلی سابقې له نظره دا انځور ښکاری: ۸۴ یې په دینی مدارسو کې یا خصوصی زده کړې کړې وې، ۲۶ یې ابتدایی مکتب لوستی و، ۷۳ نفرو ثانوی مکتبونه لوستی وو، چې له هغې جملې ۱۵ نفره د دینی مدارسو فارغ التحصیلان وو، ۳ نفرو حربی ښوونځی لوستی و، او ۲ نفرو تخنیکی مکتبونه لوستی وو، ۳۴ نفرو لیسانس او یا له هغې پورته شهادتنامې ترلاسه کړې وې. خاصتا له دې نه ۲۷ نفرو له کابل پوهنتون نه لیسانس تر لاسه کړی و ( د ادبیاتو پوهنځی په کال ۱۳۳۲ کې تأسیس شوی و)، چې له هغې جملې ۵ نفرو د امریکې له بیلابیلو پوهنتونونو نه ماستری، ۱ له مصر نه ماستری او ۱ د مسکو له پوهنتون نه دکتورا ترلاسه کړې وه.
هغو لیکوالو، چې خصوصی تحصیل کړی و، اکثره په هغه نسل پورې تړلی دی، چې د امان الله خان له سلطنت نه مخکې زېږیدلی وو، په داسې حال کې چې هغه لیکوال، چې د پوهنتونونو شهادت نامه لری، له ۳ نفرو پرته د نادر خان له دورې وروسته زېږېدلی دی. که لاندې احصایو ته لږ څه ځیر شو دلیل ددې توپیر، چې ولې د عصری مکاتبو او پوهنتونونو د فارغینو شمیر نسب هغو ته چې خصوصی زده کړې یې کړی لږ و، واضح کیږی، دغه احصایه له ۱۳۰۹ ام تر ۱۳۱۹ ام پورې وه.
کال د مکتبونو شمیر معلمین شاګردان
۱۳۰۹ ۱۳ ۵۳ ۱۵۹۰
۱۳۱۱ ۲۲ ۱۰۵ ۱۳۵۰
۱۳۱۳ ۳۹ ۲۰۶ ۶۱۵۷
۱۳۱۵ ۹۳ ۳۰۹ ۹۲۷۹
۱۳۱۷ ۲۲۸ ۸۳۳ ۱۸۸۷۷
۱۳۱۹ ۳۲۴ ۱۹۹۰  ۶۰۰۰۰
له بلې خوا له بنسټی لحاظه د پښتو ټولنې ایجاد د پښتو ژبې د ترویج او پرمختګ لپاره اساس کښېښود. انجمن ادبی او پښتو انجمن هغه بنسټونه وو، چې په کابل او کندهار کې پرانیستل شول او بیا په ۱۳۱۶ ام کې د پښتو ټولنې په نامه اداره د یوې معینې لایحې په چوکاټ کې جوړه شوه. تر ۱۳۳۶ م کاله پورې پښتو ټولنه په دې وتوانیده، چې ۱۳۶ کتابونه نشر کړی او همدارنګه د کابل مجله چې په میاشت کې دوه وارې خپرېده ددې ټولنې له خوا په نشرېدله.
د پښتو ټولنې ارتباط له الفت صاحب سره البته مستقیم و، ځکه چې له ۱۳۱۶ ام نه تر ۱۳۲۰ ام پورې الفت صاحب د زېری مجلې چلوونکی او د پښتو ټولنې د صحافت د مدیر مرستیال و او بیا له ۱۳۳۵م نه تر ۱۳۴۲م پورې د پښتو ټولنې رییس و.
۱٫۲٫ فکری چاپیریال: الفت صاحب، چې په ۱۲۸۸ ام کال کې زېږیدلی دی، د صرف، نحو، فقه، اصول فقه، معانی، بدیع، بیان، حکمت، ریاضی، فلسفی، علم کلام، حدیث، اصول حدیث او تفاسیرو کتابونه یې د ننګرهار او لغمان له مشهورو علماوو څخه ویلی وو. د ده ابتدایی فکری جوړښت د افغانستان درې نورو نامتو لیکوالو سره ورته والی لری: ۱) استاد عبدالله قاری (۱۲۵۰ – ۱۳۲۲ هـ)، چې په یوې علمی کورنۍ پورې تړلی و خپل ابتدایی درسونه یې له پلاره زده کړل، له هغه نه وروسته ده له حافظ جی وردک سره چې یو ډېر لوی ګرامر پوه و درس ووایه او بیا یې عربی ژبه او اسلامی ادبیات زده کړل. ۲) ملا فیض محمد هزاره، چې د سراج التواریخ کاتب او لیکونکی و، ابتدایی تحصیلات یې په کلی کې کړی وو، او له هغې وروسته د ملا محمد سرور اسحاقزی شاګرد شو، چې اسحاقزی صاحب د عبدالرحمن خان په دربار کې وظیفه درلوده او ملا فیض محمد ته یې هم کار پیدا کړ. ۳) محمود طرزی، چې د ډېرو لیکوالو له نظره د افغانستان د عصری ژورنالزم موسس دی هم خپلې اولې زده کړې له پلاره، چې لوی شاعر او خطاط و، وکړې. له هغه وروسته د ده تدریس ملا اکرم هوتک ته وسپارل شو او هغه وخت، چې دی د امیر عبدالرحمن خان له راتګ سره له افغانستان څخه تبعید ته مجبور شو، دی د عربی ګرامر په مطالعې او د مولانا جلال الدین د اشعارو په زده کړه بوخت شو. ددې څلورو مهمو افغانی شخصیتو د زده کړې نه څو مطالب څرګندېږی:
لومړی: اسلامی ادبیاتو په افغانستان کې ټینګ بنسټ درلود او سره له دې چې زده کړې په مکتبونو کې تنظیم شوې نه وې، خپل خاص قواعد درلودل.
دویم: په دې اصولو کې د افغانستان ټولو قومونو او ژبو ګډون درلود، لکه چې قاری او کاتب استادان پښتانه وو همدارنګه کیدای شو، چې د پښتنی لیکوالو استادان له نورو اقوامو څخه وی.
دریم: د دینی/اسلامی تعلیم عملی برخې پراخې وې، ځکه نه یوازې دینی علما ترې روزل کېدل، بلکې لیکوالان، تاریخپوهان، د دولت کارمندان او سیاستمداران هم د دې محصول وو.
ددې کلماتو ویل ځکه ضرور دی، چې اکثره لیکوالو د افغانستان د معارف او پوهنې تاریخ یوازې د حبیبیې مکتب له پرانیستلو څخه وروسته نیولی دی. که موږ غواړو د تېرو پیړیو، له خوشالخان څخه تر اوسه، د پښتو تاریخ په خصوصیاتو باندې پوه شو، نو لازمه ده، چې د اسلامی ادبیاتو بنسټونو باندې خپلې څېړنې ډېرې کړو. یو ټکی باید واضح وی، چې پرته له دغو اشخاصو نه، له الفت صاحب نه نیولې تر نورو ځلاندو څېرو پورې، چې په مدارسو کې یې درس ویلی و، نن به د افغانستان ادبیات او ملی افکار له شتمنۍ نه خالی وای. په عین حال کې دا هم باید څرګنده وی، چې سره له دې چې د مکاتبو او پوهنتونونو فارغینو له تخنیکی لحاظه د افغانستان په جوړولو کې ښه رولونه ادا کړی، د دوی برخه د ادبیاتو په تخلیق کې د هغو شخصیتونو په پرتله چې په اسلامی بنسټونو کې یې درس ویلی و، کمتره ده. د شلمې عیسوی پیړۍ او یویشتمې عیسوی پیړۍ د پښتو ادب په تخلیق کې یو لوی توپیر دا دی، چې نن د پښتو ادب په تخلیق کې د ښوونځیو او پوهنتونونو فارغ التحصیلان په ډېره لویه پیمانه داخل شوی دی.
۲٫ متعهد ژوند:
 د الفت صاحب ادبی ژوند د یو متعهد سیاسی شخصیت هنداره ده، چې څلور برخې یې د خاص اهمیت وړ دی: د ژبې وده، اسلامی ارزښتونه، ملی هویت او یووالی او ولسواکی/دیموکراسی.
۲٫۱٫ د ژبې وده: د الفت صاحب یوه ډېره برخه اثار د پښتو ژبې په اساساتو باندی دی، لکه لغوی څېړنه، املا او انشا، لیکوالی او داسې نور، په اوسنی شرایطو کې به دا لږ څه عجیبه ښکاری، چې داسې یو ستر لیکوال به خپل وخت د داسې بنیادی کتابونو په لیکلو لګولی وی. مګر که د هغه وخت شرایطو ته وګورو ژر به پوه شو، چې دا بنیادی کتابونه موجود نه وو، د مثال په توګه د امان الله خان په دوران کې مولوی عبدالواسع له ډېرو لږو لیکوالو نه و، چې په پښتو کې یې لیکنې کولې او د پښتو د زده کړې لپاره یې کتاب لیکلی و. پخپله الفت صاحب د پښتو نثرونو په سریزه کې، چې په ۱۳۳۵ ام کال کې چاپ شوه، لیکلی، چې “له موږ سره دا فکر شته، چې په دغه اوس وخت کې له نظم نه نثر ته زیاته توجه په کار ده او د پښتو ادب دغه برخه زیاته پالنه غواړی که اوس د پښتو د پخو لیکوالو نثرونه د نمونو په ډول چاپ شی د نوو لیکوالو لپاره به یوه ښه لارښوونه وی او د ژبې اصلی طرز او رنګ به څه نه څه وساتل شی.”
د الفت صاحب خپلې لیکنې همیشه سلیسی او روانې دی، د رمز له لحاظه البته دده په هر نظم او نثر کې لویې معناګانې پرتې دی، مګر د جملو په جوړښت او ادا کې دده ژبه همیشه روانه ده. د الفت صاحب لیکنې سهل ممتنع دی، هدف د لیکوال د لوستونکی پوهول دی، نه د خپلې پوهې نمایش. نو د الفت د سیاسی تعهد د اولې برخې اظهار له لوستونکی سره دی.
مخکې له الفت صاحب نه او پس له الفت صاحب نه که نظر واچوو، دا به ښکاره شی، چې ده موږ ته لوی کلتوری میراث پرېښی دی او دغه میراث باندی نوی نسلونه نور اوچت منزلونه آابادولی شی، په دې شرط چې د الفت صاحب اول اصل، چې د لوستونکی پوهول دی له موږ نه هیر نه شی.
۲٫۲٫ اسلامی ارزښتونه: د الفت صاحب په لیکنو کې د اسلام د ځلاند تمدن تاثیرات په ډېره روښانه توګه موجود دی. دده په افکارو کې عدالت ټول بشریت ته د اسلام لوی میراث دی، نو ځکه د کربلا په الهام کې دی حسین او یزید ته د حق او باطل د دوامدارې مجادلې په حیث ګوری: “که یزید په کربلا کې ظلم کړی له حده تیر – شهامت به د حسین څوک تر قیامته نه کړی هیر ٭ یزید نوم د استبداد دی د سمبول په حیث جهان ته – حسین ډېر اعلی مثال دی د ایمان اهل ایمان ته ٭ ظالمان د یوه کور دی که عرب وی که عجم – وی ابو لؤ لؤ که شمر که رحمان ابن ملجم ٭ یو ظالم دی چې په یو نوم او په بل نوم مسمی شی – سکندر وی بیا چنګیز شی بیا تیمور یا تیلا شی.”
د اسلام سپیڅلی ارزښتونه هغه سرچینه وه، چې د هغه په اساس باندې الفت صاحب نه یوازې خپل ژوند ته انسجام ورکاوه، بلکې دده د انتقادی دریځ معیار یا بنسټ و: “عابده! هغه څه چې ته یې په ډېرو وظایفو او نوافلو کې لټوې، د خدای د مخلوق په خدمت کې ډېر ښه موندل کیږی. زاهده! څه شی چې ته یې د ځان په وږی کولو او نفلی روژو نیولو کې غواړې د مساکینو او فقیرانو په مړولو هم لاس ته درځی. عارفه! چوپ کښېناستل او د خدای په فکر او ذکر مشغولېدل عبادت دی، مګر زورورو ته حق ویل او حق بیانول ډېر لوی او ستر عبادت دی. مسلمانه! د قرآن تلاوت ثواب لری مګر په قرآن باندې عمل کول فرض دی. ای د تقوا او ریاضت خاوندانو تاسې له خپلو کوټنیو سرونه راوباسئ، له دې سپینو څادرونو مخونه راښکاره کړئ او په عالم کې سترګې وغړوئ چې د خدای د مخلوق څه حال دی؟”
د الفت صاحب ژوند دا ثابتوی، چې د بدلون غوښتل د اسلامی ارزښتونو په چوکاټ کې په ښه توګه تر سره کېدای شی. خو ددې مسلې د لا ښه ثابتولو لپاره باید موږ د الفت صاحب د وطن تعریف ته مخ واړوو:
۲٫۳٫ ملی هویت او یووالی: په ۱۳۳۰ ام کال کې الفت صاحب د وطن یو تعریف وړاندې کړ، چې نه یوازې نن بلکې د راتلونکی پیړیو لپاره هم مناسب دی. ده وویل: “ددغه وطن نوم افغانستان دی، چې په ټولو یو شان حق او ټول په کې یو شان حق لری، د وطن په سیوری کې ټول ځاییږی او د وطن په اوبو د ټولو تنده ماتېږی وطن د ټولو دی، په ټولو حق لری او ټول په کې حق لری.” او د شعر په جامه کې یې دغه مطلب داسې اظهار کړی دی: “لکه باغ یو مملکت وګڼه وروره – په کې هر قسم ګلونه بوټی ګوره * ونې ډېرې خو باغ یو دی که پوهیږې – که کوې بل رنګه فکر ډېر غولېږی.”
الفت صاحب وایی، چې دی ډېر داسې ورونه پیژنی، چې په یو کور کې اوسېږی، خو یو پښتو وایی او بل دری. په عین حال کې د ښځو او نارینه وو حقوقو او وجایبو ته دده توجه ده، دی لیکی: “تر څو د ښځو مخونه پټ وی خبرې به هم په پرده کې وی، ځکه چې په پښتو کې خبره هم مونثه ده.” د الفت صاحب ټینګار په کیفیت باندې ځکه و، چې رښتیا پوهه د مثبت تغیر عامل دی او د وطن مینه د پوهې له لارې تر لاسه کېږی.
د وطن او ملت انځور چې الفت صاحب ځان د هغې د عملی کولو لپاره وقف کړی و، هغه ارمان دی، چې موږ باید بیا ورته ټینګه توجه وکړو او ژوندی یې کړو.
۲٫۴٫ ولسواکی: الفت صاحب ویلی: “زه د فکر ازادی له هر څه پورته ګڼم، هر څوک له ځانه خوابدی کوم مګر خپل ځان او خپل وجدان خوشحاله ساتم.” ددې په مبنا و، چې ده انتقاد د اصلاحاتو نیکه ګاڼه او ویې لیکل: “که زندانونه هر څومره لوی او پراخ شی، مملکت په زندان شی مګر ودان به نه شی ځکه چې ودانی بې له حق ویلو او انتقاد کولو هیڅ امکان نه لری. تر څو چې فکر ازاد نه شی او انتقاد آزادی پیدا نه کړی ددې خلکو ښه کېدل او په سمه لاره روانېیدل محال معلومیږی.”
سره له دې دده خپله سیاسی تقوا ډېره اوچته وه، دده اصلی اعتبار پر ولس و، نه پر وچه پوهه. “مونږ ظلم بد ګڼو او عدالت خوښوو، مګر ځینې مظالم راته د عدالت په څېر ښودل شویدی او ډېرو بدو خلکو راته ځانونه ښه ښکاره کړی دی، یعنی منطق او استدلال، ریا او تذویر، شعر او ادب، عقل او فلسفې، عرف او عادت، سیاست او تمدن کله له سمې لارې نه اړولی یو او زمونږ په شعور او احساس یې هر راز لوبې کړی دی.”
په دې مبنا ده، چې الفت صاحب ملی اقتدار په دیموکراسۍ کې لیده. او په خپل دغه شعر کې یې دغه په واضح توګه څرګنده کړې ده: “په رښتیا هغه ملت وی بختور – چې لری ملی رهبر ٭ وی اصلی حاکمیت د خلکو لاس کې – حکومت وی د ملی قدرت مظهر ٭ جامعه پخپله وی په ځان حاکمه – د عامه افکارو وی قوی اثر ٭ نه تبعیض نه امتیاز وی نه تیری – په حقوقو کې وی خلک برابر ٭ د هر چا اعتماد وی په عدالت – قوانین وی له هر چا نه معتبر ٭ا دیموکراسی وی واقعی – خطر نه وی کرامت ته د بشر ٭ مخور مسلط نه وی په نظام – اهلیت او لیاقت وی مخور ٭ سر او مال وی په امان فکر او نظر هم – زورور چې په کې نه وی پخپل سر.”
 الفت صاحب همیشه د ولس خادم و، نه د “خان ناظر”. هر مهال، چې ده ته دا زمینه برابره شوه، چې د ولس نماینده ګی وکړی، یا په حکومتی چوکۍ کښېنی، ده ولس ته ترجیح ورکړه. د ملی شورا د ۷مې او ۸مې او هم ۱۳مې او ۱۴مې دورې ته په کتو دا څرګندېږی، چې الفت صاحب د شورا له تګلارو او فعالیتونو ډېر راضی نه و، ځکه په مختلفو اشعارو او نثرونو کې یې خپل انتقادونه څرګند کړی دی. مګر په عین وخت کې ده د ملی شورا موجودیت لازمی ګاڼه او له هغه تالار نه یې د ولس غوښتنې څرګندولې.
 د الفت صاحب ژوند او افکار زموږ اوسنی حالاتو ته عمده پیغامونه لری. هغه څلور ابعاد، چې دده سیاسی او ټولنیز تعهد په کې څرګند شوی موږ ته لا هم حیاتی ارزښتونه لری، او د دغو اهمیت نه یوازې لږ شوی نه دی، بلکې ډېر شوی دی. که زموږ هدف د افغانستان د بشپړ ملی حاکمیت بیا رغول وی، د الفت صاحب له افکارو او ژوند نه موږ ډېر درسونه اخیستی شو. دده په ژوند کې یو لوی راز پروت دی او هغه دا دی، چې:
عبادت نه دی ګناه ده ډېره لویه
که طاعت حقیقی نه وی د ریا وی
چوکۍ نه ده شخصیت دی د ساتلو
که چا خپل ځان پیژندلی په رښتیا وی
-
http://insan.af/…/responsible-politics-in-ustad-life-and-th…
 یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په دویمه ګڼه کې خپره شوې ده.

Comments

Popular Posts