Cordoba, Granada & Malaga (01.11.2019)


راشه ولوله ښکلا زما له سترګو!

د اندلس یونلیک دوهمه برخه

قرطبه، غرناطه او ملاقه
۱۳۹۸ کال د لړم لسمه نېټه

د لمړۍ ورځې یونلیک لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

سهار وختي مبارک کوټه ټک ټک کړه او ټول يې را ويښ کړلو. لمنځونه مو وکړل او دری ګيلاسه قهوه مو په ګډه وڅښله او له کوره را بهر شوو. لمړی په کوردوبه کې د ٬مدينة الزهرا٬ په نامه د پخواني ښار پاتې شوني دي د هغه ليدو ته ور روان شو. چې تقريباً ۲۵ دقيقې زموږ له کوره فاصله لري.



په ۹۳۶ زېږديز کال کې څو کاله وروسته له دې چې دریم عبدالرحمن خپل خلافت اعلان کړ نو کوردوبې ښار ته څېرمه يې د ٬جبل العروس٬ يا د ناوې غر په لمنه کې د يو ښارګوټي په جوړولو پيل وکړ. دا ښار په دری پوړونو کې جوړ شوی دی. تر ټولو لوړ پوړ چې مخې ته يې لاندې د ښار دوه نور پوړونه او ټول وادي الکبير ايښی دی د لوړ پوړو چارواکو ځای وو. دلته د خليفه د ماڼۍ سره د وزير کور، د لويو چارواکو کورونه او پوځي دفترونه رغول شوي وو. تر ټولو لوړه پکې ماڼۍ ده چې له دې ځايه آن د کوردوبې ښار هم مالومېږي. د دې ماڼۍ د مخې چې له مرمرو جوړه وه دومره پالش شوې وه چې د اوبو غوندې برېښېده. دا ځای يې هسې جوړ کړی وو لکه څرنګه چې سليمان ع د شيبا ملکې بېلقيس ته جوړ کړی وو چې دې فکر وکړ چې لوند دی خپلې پښې يې لوڅې کړې خو ګوري چې مځکه وچه ده. لږ را لاندې په بل پوړ کې يو مسجد شتون درلود. دلته د ښايسته باغچو په منځ کې يو حوض او د اوبو څو فوارې او لښتي بهېدل. د ډول ډول زينتي مرغانو او حيواناتو قفسونه هم پکې اېښودل شوي وو. تر دې را لاندې په آخري پوړ کې د سپرو او پياده عسکرو لپاره ځايونه جوړ شوي وو. د دې ښار په لارو او کوڅو کې د زمريو او ماهيانو مجسمې وې چې له خولو به يې اوبه را تويېدلې او د ښار په شاوخوا کونجونو او دروازو کې خاص هنرمندان ګمارل شوي وو چې په ښار کې د موسيقۍ آرامې وږمې خورې کړي.



کله چې په ۱۰۱۰زېږديز یا ۴۰۰ قمري کال کې مسلمانان د عیسویانو له حملو سره مخ وو. د مسلمانانو د مرستې لپاره له افريقا تازه دمي عسکر راغلل. هغوی چې د ښایسته ښار ته ننوتل په غوسه شول. موسيقي يې بنده کړه او ډېرې مجسمې يې ورانې کړې. آسونه يې په باغچو کې وڅرول او په فوارو يې اوبه کړل. د دوی او ځايي ګاردانو سره واوښته، کله چې دوی له کوردوبې د غنيمتونو د تر لاسه کولو لپاره راغلل نو دلته يې خپلمنځي جګړه پيل کړه. د اور د لږېدو لپاره يوازې يوه بڅرکي ته اړتيا وي. دلته سمه جګړه روانه شوه چې په نتيجه کې يې ښار اور واخيست او ښار له هغومره شان او شوکت سره ټول وسوزېد. دا ښار دریم عبدالرحمن په ۲۵ کلونو کې ورغاوه خو يوازې ۶۵ کاله په هغې حال پاتې شو. له اور وروسته بارانونو وران کړ او ورپسې ورو ورو له خوارو لاندې شو، تر دې چې بېخي له خلکو هېر شو. ځينو به چې د هغه وخت کيسې لوستې يا اورېدلې ويل به يې چې دا افسانې دي ځکه دا ښار هېڅ نشته که وا هم دومره به نه وو ښايسته. کله چې په ۱۹۱۰ زېږديز کال کې دلته څېړنې پیل شوې یوازې يو څو تيږې ښکارېدې خو ښکته په راکيندلو مالومه شوه چې څومره ښايسته ښار ايرې شوی او تر خاورو لاندې پروت دی. دا هېر شوی ښار نهه پېړۍ تر سختو خاورو لاندې ويده وو، پس له يوې پېړۍ څېړنو لا هم پوره نه دی را ويښ شوی، ويل کېږي چې له لسو يې یوازې يوه برخه له خاورو را ايستل شوې ده.


نوټ: د دې په خاطر چې زما سره خپل سم عکس نه وو، نو د ښار د ښه پېژندلو لپاره مې دا عکس له ګوګل نه را واخیست
دا عکس د (میوزیم وېت نو فرنټیرز) وېب سایټ د (ډېسکور اسلامیک آرټ) پاڼې څخه را کاپي شوی دی

د مدينة الزهرا ښارګوټي نه پورته په جبل العروس غره کې يوه ماڼۍ ښکارېده موږ چې کله د غره لمنې ته ورسېدو لمړی مو وغوښتل چې د ماڼۍ ته ورشو په غره کې ور روان شوو سرک پورته تاوېدو را تاوېدو که ګورو چې له ماڼۍ تېر شو او د غره بلې خوا ته واوښتو. هلته مو موټر را تاو کړ له ماڼۍ تېر شوو سيده د مدينة الزهرا په لوري لاړو. هلته چې ورغلو ښار بند وو، لمړی مو فکر وکړ چې څېړنې پکې روانې دي نو ځکه به هر څوک دننه نه ورځي خو وروسته خبر شوو چې دا ځای لس بجې خلاصېږي او موږ تقريباً آته نيمې يا نه بجې هلته وو. بس له پورتني پوړ نه مو لاندې ور وکتل او بېرته ترې را روان شوو.



د الحمرأ په لور مو حرکت را وکړ. الحمرأ د مدينة الزهرا ښارګوټي له سوزېدلو دری پېړۍ وروسته تقريباً ۲۰۰ کيلومتره لرې د غرناطې ښار ته څېرمه جوړه شوې ده. پس له تقريباً ۱۵۰ کيلومترو ټول وږي شوو ځکه د سهار چای مو نه وو څښلی او غرمه را نيږدې وه. هلته په لاره کې د ٬باريو دې سان انتونيو٬ په نامه يوه واړه ښار ته ور وګرځېدو. د نومبر اوله ورځ په هسپانیا او پرتګال کې د مړو او شهيدانو په نامه روخصتي وي. پدې خاطر چې کله مونږ ښار ته راغلو ټول مارکېټونه بند وو، رستورانتونه تړلي وو يوازې ځای ځای بار ښکارېدو. پس له ډېرو پوښتنو او ګرځېدلو مو دوې هټۍ پيدا کړلې له هغې مو ډوډۍ واخيسته، پينير مو له سېويلا را سره راوړی وو په ډوډۍ کې مو ښخ کړ او جوس مو پسې وڅښل. پس له دې ښاره تحسين موټر واخيست او تقريباً ۵۵ کيلومتره يې وچلاوه تر څو چې الحمرأ ته رانيږدې شوو. دلته بيا ما ترې واخيست الحمرأ ماڼۍ ته لاړو موټر مو پارک کړ او ښکته د ماڼۍ په لور ور روان شوو. هلته خبر شوو چې موږ بايد ټيکټ واخلو پاسپورټونه مو تيار کړل چې مربوطه کسانو ته ورغلو ويل يې چې د نن ورځې ټول ټيکټونه پلورل شوي، د سبا او يا نورو راتلونکو ورځو لپاره له وېب پاڼې نه ټيکټونه واخلی. اوس تاسې کولای شی چې يوازې په يو څو محدودو عامه ځايونو کې وګرځېږی. موږ خو نه پوهېدو خو که تاسې که کوم وخت ورته راتلی مخکې له مخکې پلان جوړ کړئ او ټیکټونه واخلئ.


د دغه لوړې ونې څنګ ته د الحمرأ ماڼۍ ښکاري او کیڼ اړخ ته لاندې د غرناطې ښار پروت دی

الحمرا د عربي ژبې له احمر نه اخیستل شوې چې سور رنګ ته وایې د دې کلا دېوالونه په ورځ کې لمر ته سور بخن رنګ اخلي نو ځکه یې پرې الحمرا یا سره کلا نوم اېښی دی. دلته د یوې کلا په منځ کې الکزار (القصر) یا ماڼۍ، الکزبه (القصبه) او  المدینه یا یو وړوکی ښارګوټی ټول یوځای را ټول شوي وو. دا هم ښار وو، هم ماڼۍ وه او هم نظامي کلا وه.



غرناطې ښار ته څېرمه د لوړو غونډیو پر سر په نهمه پېړۍ کې یوه نظامي کلا جوړه شوه. چې بیا وروسته د ۱۳ مې زېږدیزې پېړۍ په منځ کې ماڼۍ پکې جوړې شوې او امیرانو پکې ژوند کول پیل کړل. دا کلا د شا لخوا په لوړو غرونو ساتل شوې. مخه او څنګونه یې په ځنګلونو پټ دي. ویل کېږي چې د دې ماڼۍ د جوړولو کار ناصري کورنۍ په ۱۲۳۸ زېږدیز کال کې پیل کړ، دا کلا تر ډېره وخته رغول کېدله او نوي نوي ځایونه پکې جوړېدل.



په ۱۴۹۲ زېږدیز کال کې کله چې فردیناند او ایزابېلا ونیوله دلته یې عیسوي محکمه جوړه کړه. دا محکمې په هغه وختونو کې په اروپا کې ډېرې زورورې وې په دیني مسائېلو به یې فیصلې کولې او ډېر واک او اختیار یې درلود.  وروسته پکې نورې ودانۍ هم جوړې شوې، امپراطور پنځم چارلس چې په الحمرا کې څو میاشتې تېرې کړې یوه ماڼۍ یې پکې جوړه کړه چې تر اوسه د ده په نامه ده. له ۱۸۰۸ کاله تر ۱۸۱۲ کال پورې دا کلا د ناپیلیون عسکرو کاروله چې په یوه حمله کې یې دوه برجونه هم لږ څه وران شول.

په ۱۸ مه او لږ څه ۱۹ مه زېږدیزه پېړۍ  کې د دې کلا په چتونو کې آسمان څکلیو (خفاشانو) ځالې جوړې کړې او په ماڼیو کې یې غلو او بې کوره وګړو واړول. تر هغې چې په ۱۸۷۰ زېږدیز کال کې دا کلا د یو ملي تاریخي آبدې په نوم ونومول شوه او له هر لوري د سیلانیانو او هنرمندانو را تګ ورته را پیل شو. پس له هغه وخته الحمرا ساتل شوې، رغول شوې او پام پرې شوی دی. دا کلا په ۱۹۸۴ زېږدیز کال کې د یونېسکو سره ثبت شوه. له هغه مهاله تر اوسه په میلیونونو سیلانیان یې سیل ته ورغلي دي.



په الحمرأ ماڼۍ کې له را ګرځېدو وروسته د غرناطې يا ګرانادا ښار مرکز ته راغلو لږ او ډېر د ښار په مرکزي سرکونو او کوڅو کې تېر را بېر شولو او د ملاګا يا ملاقة پر لور مو حرکت را وکړ. ملاګا له ګرانادا څخه ۱۲۵ کيلومتره لرې ده. په لاره کې مو موټر ته شل لېتره پيټرول واچول، لېتر په ۱.۳۰ يورو وو. ملاګا ته په را رسېدو سره مو د اپارتمان په لور حرکت راوکړ. د اپارتمان شاوخوا ټول پارکېنګونه ډک وو، ډېر په سختی مو يو ځای پیدا کړ چې موټر پکې پارک کړو. کور ته راغلو، لکه په راولپنډۍ کې چې يوه پخواني کور ته ننوځې داسې يو ځای دی. د زاړه کور د نوي کولو کوښښ يې کړی، چندان ښه بوی هم نه پکې حس کېدو خو وروسته ورسره عادت شوو. دا اپارتمان په دوهم پوړ کې دی، دوه کوټې يو صالون، يو تشناب او يوه آشپزخانه لري. يوه کوټه مو پېغلو ملګرو ته ورکړه په يوه کې زه او تحسین ويده کېږو صالون مو په زور په مبارک ومانه.

سبا پخیر همدلته په ملاګا یا ملاقه کې د ګرځېدو نیت لرو، هغه ورځ په بل پوسټ کې را سره ولولئ!


د دریمې ورځې یونلیک لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

Comments

Popular Posts