Interview with Seyri Samet


سیري سمېت یا ٬ګرځنده صمد٬ دلته په پرتګال کې زما د ملګري تحسین صمد ګووېنچ د یوټیوب چېنل دی، نوموړی د خپلو چکرو ویډیوګانې پکې خپروي او هغه کسانو سره چې نوي ور سره پېژني مرکې کوي. د مرکو په لړۍ کې یې نن زما سره مرکه وکړه، دلته په پرتګال کې د ژوند په اړه یې وپوښتلم، د زده ژبو په اړه وغږېدو او د ترکي ژبې زده کړه او سویه باندې هم غږېدلي یو. لنډه پنځه دقیقې ویډیو ده، ویې ګورئ. په پښتو او ترکي ژبو سبټایټل هم لري.



بله دا چې د نوموړي په چېنل کې دا لمړۍ ویډیو ده چې په 4K کوالیټي کې خپرېږي! که تېز انټرنېټ او ښه کمپیوټر لری په هغه لوړه کوالیټي کې یې وګورئ، که ني نې په ۱۰۸۰ کې خو یې کتلای شی!

په د هیله چې ویډیو مو خوښه شي او د نوموړي چېنل سبسکرایب او نورې ویډیوګانې یې وګورئ!

Comments

Post a Comment