The Struggling Life of Afghan Farmers



دا مڼې به پیسې شي!





په افغانستان کې ډېری کورنۍ یوازې په کرنه او مالدارۍ باندې ژوند چلوي، وردګ یو له هغه ولایتونو څخه دی چې ډېری وګړي یې کر کېله کوي او عمده تولیدات یې مڼې، کچالو، غنم، رومي، لوبیا او زردآلو دي. د ټولې کورنۍ یوازینی عاید په کال کې یو ځل له باغ او پټي څخه راځي. ډېری خلک ټول کال لږیا وي په باغونو او پټیو کې خوارۍ کوي، ځانونه یې ستړي کړي وي. په مني کې خپل حاصلات ورېبي، غنم نیم خرڅ کړي او نیم اوړه کړي. مڼې او کچالو ټول خرڅ کړي. په پیسو یې لمړی د تېر کال ټول پورونه پرې کړي بیا د کورنۍ لپاره د ضرورت توکي را نیسي او د ژمي لپاره کندو ګان ډک کړي. په همدې ډول تر بل فصل پورې خپل لګښتونه او خوارۍ کوي، ځینې یې بیا پوروړي شي او راتلونکي حاصل ته هیله من وي. زما چې څومره هم یادېږي ډېر کم کالونه داسې تېر شوي دي چې خلک د له حاصله خوښ وي. څو دلایل لري، لمړی هر کله مناسبه هوا نه برابرېږي، دوهم اوبه ډېرې ستونزې جوړوي، دریم او تر ټولو لوی علت یې ناامني ده.
پسرلی چې کله ونې ګلان وغوړوي او یا وړې وړې مېوې ونیسي، داسې یخ پرې راجوړ شي چې ډېری ګلان له منځه یوسي او مېوې وچې کړي. که له یخ را ووځي یوه ږلۍ پرې را نازله شي نیم فصل له منځه یوسي. په پټیو باندې بیا ډېری وخت په مني کې باران او ږلۍ وورېږي او رسېدلي یا نیمه رسېدلی فصلونه خراب کړي. په اوړي کې کله کله هوا داسې ګرمه شي چې ځینې مېوې لکه زردالو او توت ډېر زر پاخه شي او تر څو یې چې باغوان په نشت امکاناتو حاصل را ټولوي او خرڅوي، ترې خراب شي. همدا علت دی چې ډېری خلکو خصوصا په چک ولسوالۍ کې د زردالیو رسېدلي باغونه له منځه یو وړل او په ځای یې مڼې، ګیلاس او ناک کېنول.
دوهمه ستونزه اوبه دي، په پسرلي کې اوبه دومره ډېرې شي، چې د رودغاړې ډېری پټي له منځه یوسي، او باغونه زیانمن کړي، سېلونه راشي، پوله او پټی نه ګوري هر څه ورسره په مخه کړي. خو په اوړي کې بیا دومره کمې شي چې خلک پرې نوبت کوي، شپې په ویښه تېروي تر څو اوبه ضایع نه شي شپه او ورځ پرې نوبت وي. ځینې کلونه داسې وچکالي راشي چې بېخي لږ اوبه پیدا کېږي، باغونه او پټي په میاشت کې یو ځل هم نه اوبېږي. د ۱۳۹۷ کال اوړی یو له همدغه کلونو څخه وو. ډېری رسېدلي باغونه او پټي د اوبو له کمښت سره مخ شول او حاصلات یې زیانمن شول. پخوا به اوبه ښې وې، زما یادېږي خلکو به شولې (وریژې) کرلې چې ټول کال به پکې اوبه بهېدلې خو اوس کلونه کږي چې هېڅ شولې نه لیدل کېږي.
دریمه او تر ټولو لویه ستونزه پکې نا امني ده. دا چې کرکېله ډېره خواري غواړي. یو باغوان باید ټوله ورځ په بیرون کې تېره کړي خو د ناامنۍ په له وجې نشي کولای چې له کوره را ووځي. ژمی ټول وطن نسبي آرام وي، پسرلی خلک کرنه پیل کړي، همدا چې هوا را ګرمه شي او باغونه پاڼې وکړي. طالب ترې سنګر جوړ کړي. پس له مازیګره څوک له کوره بهر نشي راوتلی، د کار وخت پرې څو ساعتونو ته را تنګ کړي. طالب له یو باغ نه په پوسته یو ډز وکړي، پوسته بیا ټول باغونه له اور لاندې ونېسي. هېڅ باغ به پیدا نه کړی چې مرمۍ یې نه وي خوړلې، له نظامي مرکزونو هاوان مرمۍ په چوټ وتوغوي ځینې یې د خلکو په کورونو کې ولوېږي، کوټې ړنګې کړي او خلک ژوبل کړي. ځینې یې بیا په باغونو او پټیو کې ولږي، ونې وسوزوي او حیوانات ووژني. الوتکې د چاپو په وخت په باغونو بمبارد وکړي په یو ځل نیم باغ له منځه یوسي. طالبان ټول کال باغونه د سنګر په توګه وکاروي، خېټې یې له همدې باغونو مړې وي، شپې پکې کوي. چې د کال آخر شي له غریب بزګر نه د خپلې جګړې د تمویل لپاره عشر غواړي.
څو ځله د اوبو د تنظیم لپاره پروژې پیل شوې دي، ځینې یې طالب بندې کړي. او ځینې یې بیا ځایي ټیکه دار داسې جوړې کړي چې خلک وایي هغه پخوانی حالت یې ښه وو. پلازمېنې کابل ته په دېرش کیلو مېترۍ کې پروت وردګ ولایت له ډېرو ستونزو سره مخ دی. ولسوالیو ته پاخه سرکونه نه دي جوړ شوي. کوم چې پس له کلونو جوړ شول هغه طالب یا په بم والوزول او یا یې په اسکواټر او ټراکټور واړول. د چک سرک سږ کال د څو میاشتو لپاره په داسې وخت کې بند شو چې مېوې په حاصل راغلې. خلکو به په پښو په ساعتونو، ساعتونو میزل کاوا تر څو داسې یو ځای ته ورسي چې له هغه ځایه موټر پیدا کړي او کابل ته راشي. سږ کال په تېرو څو کلونو کې د مڼو حاصل ښه وو، خو د بندې لارې او نورو نا امنیو له امله خلک ونه توانېدل چې ښه ګټه ترې پورته کړي. نرخ را ولوېد، رومي په تاوان خرڅ شول او یا په پټیو کې پاتې شول، او ډېری بزګران زیانمن شول.
په ټول هېواد کې څه کم او زیاد دا ۱۵ کاله کېږي چې یوه بدرنګه جګړه روانه ده. ټول تاوان یې یوازې ملت پرې کوي، له پرمختګه پاتې شول، له زده کړې پاتې شول، فکرونه یې بیخي تغیر شول. که لوی رب ج د دې جګړې ټولو لورو ته هدایت وکړي او سوله وشي. ایله به دا وطن لږ په آرام شي!



له ښاغلي عصمت الله ترهان څخه مننه چې وردګ ولایت ته تللی او دا ویډیو ګانې یې جوړې کړې دي، د داسې نورو غوره ویډیو ګانو د ننداره کولو لپاره د نوموړي چېنل سبسکرایب کړی.

Comments