Malaga (02.11.2019)


راشه ولوله ښکلا زما له سترګو!

د اندلس یونلیک دریمه برخه

ملاقه
۱۳۹۸ کال د لړم یوولسمه نېټه

د لمړۍ ورځې یونلیک لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

سهار ناوخته له خوبه را ويښ شوو، تر څو مو ځانونه تيارول، خواړه مو تيارول او پلان مو نيولو را باندې غرمه شوه. دری ځایه وو چې ورشو يو ژوبڼ وو چې ويل کېږي ډېر ښايسته دی او تقريباً ۴۰ دقيقې د موټر لاره وه. بل کامينیتو دېل روی وو. دلته يو جهیل دی له ښاره يو ساعت په موټر کې لار ورغلې او دریم پلان همدلته لنډ په ښار کې اخوا دېخوا ګرځېدل وو. پس له اوږده بحثه د کامينیتو دېل روی په لور ور روان شوو.


پس له يو ساعت میزله چې له لويي لارې ښي اړخ ته ورتاو شولو، کيڼ اړخ ته مو جهيل وليد. نرۍ لاره په غونډیو کې کږه وږه وړاندې غزېدلې وه. پس له څه مودې د يوې غونډۍ سره ودرېدو عکسونه مو واخيستل، د ماسپښین لمنځونه مو وکړل. مبارک ويل زه ښکته اوبو ته کوزېږم. تحسین او بريره هم ورسره شول. کله چې ما او شېوال لمونځ ختم کړ موږ په موټر کې ښکته ورغلو. ښايسته منظره وه! خو لاره لږ خطر ناکه وه، ډېره مخښکته وه، خاوره نرمه وه، یوه یوه لویه تیږه به هم تر ټیر لاندې شوه. په بېرته راختلو کې موټر لږ ځان وکریاوه خو دا ښه وه چې په خامه لارو کې ما له پخوا تجربه لرله.






کله چې بېرته سرک ته را پورته شوو، مخ پر وړاندې مو حرکت وکړ. څومره چې وړاندې تلو هغومره ښايسته ځايونه په مخ راتلل. هلته وړاندې مو يو ځای موټر پارک کړ، کوز شوو غوښتل مو چې لږ په پښو وګرځو او له طبيعت خوند واخلو. وړاندې لاړو هلته يې يو ښايسته بند جوړ کړی وو. مخکې له دې چې تر بند واوړو ما ته د عابدې (زما مېرمنې) زنګ راغی. زه له هغې سره په خبرو وم چې باران پیل وکړ. ټولو موټر ته را منډې کړې په دې خاطر چې زه په موبايل کې بوخت وم، مبارک وويل زه ډرېوري کوم، موټر ته کېناست له بند يې تېر کړلو خو ډېر په سختۍ. تقريباً دېرش يا څلوېښت متره ډرېوري يې وکړه نور يې ويل ٬مخکې له دې چې ټول مړه کړم، ته راشه!٬ دومره ښايسته ځايونه وو چې بېرته را ګرځېدو ته مو هېڅ زړه نه کېدو بس وړاندې روان وو. د زرغونو غرونو په منځ کې شنې اوبه ولاړې وې. وړاندې له بل پله هم تېر شوو. او لږ وړاندې را وګرځېدو.








ټولو ويل چې بېرته سیده ملاګا ښار ته ځو خو کله چې يوې څلور لارې ته راغلو ما ويل کيڼ اړخ ته اصل کامينیتو دېل رېی دی هغې خوا ته به لاړ شو، ټولو راسره ومنله هلته ور روان شوو. ډېره ښايسته لاره وه. له شنو ونو په ډکو غرونو کې تاو را تاو روان وو. له هر موړ نه مو يې خوند اخيست. پس له څه مودې خپل مقصد ته ورسېدو. دلته پخوا کوم هسپانوي پاچا غر کيندلی دی تر څو اوبه دې خوا ته راولي بيا يې په هغه اوبو يو بند جوړ کړی. زه نه پوهېږم چې دا بند څنګه کار کوي خو د غره پر سر يې يوه لويه زخيره ورته جوړه کړې. اوبه پورته خېژوي او بېرته ښکته را کوزېږي او تقريباً ۴۰۰۰۰۰ کورونو ته برېښنا ورکوي. زما د ښوونځي د وخت ملګري انجینر صیب عابد وردګ چې اوس په جرمني کې په میخانیکي انجینرۍ کې ماسټري اخلي یو ځل را ته د داسې بند په اړه یو وړوکی غوندې لېکچر راکړی وو خو نه هغه پرې پوه شوی وم او نه مې اوس سر پرې خلاص شو.


د غره هغه برخه چې غوڅه شوې ده هلته يې د ديوال غوندې يوه دنګ غره په نيمايي کې يوه نرۍ لاره جوړه کړې چې کوم وخت کوم پاچا پرې تېر شوی وو اوس سیلانیان په همغه لار تېرېدل. دا لار ډېره ډاروونکې خو ډېره ښايسته ښکارېده. موږ ور ونه ختلو ځکه ډېر وږي وو يوازې له لرې مو يې ننداره وکړه او زموږ د نه ورتګ بل علت دا هم وو چې هلته د ورتللو لپاره باید مخکې له مخکې ټيکټ واخیستل شي او يا رېزواسيون وشي چې موږ نه وو کړی. پس له لږ ګرځېدو بېرته په موټر کې کېناستو او د ملاګا په لور مو حرکت وکړ.




په لاره کې مو موټر ته د ۳۴ يورو پېټرول واچول، د همغه پمپ سټېشن په میدان کې مو د مازیګر لمنځونه هم وکړل او دوه واړه کېکونه چې په منځ کې يې ککو وو هغه مو وخوړل او د ښار په لور مو حرکت وکړ. کله چې ښار ته راغلو د موټر د پارک کولو ځای نه وو، شاوخوا ټولې کوڅې مو وکتلې ډکې وې. بلاخره په د خاطر چې ناوخته نه شي، زه او مبارک په موټر کې کېناستو تر څو پارکېنګ پیدا کړو دوی دری واړه مو مارکېټ ته ولېږل چې سودا واخلي. له لږ ځنډ وروسته يو موټر ووت موږ يې په ځای پارک کړ. دوی چې له مارکېټ نه راغلل ماهیان، ډوډۍ، جوس او بیسکېټ يې را اخيستي وو راغلل. موږ د ماښام لمونځ وکړ، مبارک ماهيان سره کړل او بريرې ورېجې را پخې کړې. دواړه نیم خام وو، خو موږ وږي وو ښه په خوند مو وخوړل. زموږ کور کليسا ته ډېر نيږدې دی، تر منځ مو يو کور او يي سرک دی. له کوم وخته چې موږ موټر پارک کړ تر څو موږ ډوډۍ خوړله دری که څلور وارې يې اووه که آته ځله ګړونګی وکړنګاوه. پس له ډوډۍ خوړلو د کاستېلو دې ګېبرالفارو پر لور ور روان شوو.


د ګېبرالفارو تپې پر سر د مسلمانانو په لاس جوړه شوې دا کلا د ملاګا يو له هغو ځايونو دی چې ډېر سيلانيان لري. له دې کلا يو خوا لوی سمندر ښکاري او بلې خوا ته يې د ملاګا ټول ښار اېښی دی. موږ ډېر ناوخته ور وختلو کلا بنده وه، خو له پاسه لاندې ښار ښايسته ښکاري. ټول ښار رڼا رڼا وو. د تپې له بل اړخ نه د ښار د مرکز په لور ور ښکته شولو. دا لوری ډېر سخت وو، که کوم وخت دلته را برابر شوی سیده د ښار د مرکز له خوا مه ورخېژی چې په نيمايي کې به سم ستړی شی. هغه بله خوا لږ اوږده ده خو ډېره آرامه راختلې وه. په اصل کې هغه د موټرو لاره ده او دا د پښو د ختلو. له مرکزه دا لار لنډه ورغلې خو زموږ د کور له خوا هغه د موټر لار نسبتاً لنډه ده.




ښار کې د ميوزيم له څنګه تېر شوو. موزیم له عمومي میدان نه يو پوړ لاندې جوړ شوی له پاسه داسې ښکاري چې هسې يو ميدان دی خلک يې په سر ګرځي را ګرځي. خو چې لږ لاندې راشې مالومېږي چې دا ميدان په اصل کې د موزيم بام دی. په د بام يې يوه لويه مربع درولې ده چې رنګارنګ ښيښې يې پکې نيښلولې دي. لږ وړاندې مو قهوه واخيسته او د سمندر غاړې ته ور روان شوو. لويي او وړې بېړۍ په رسیو تړلې وې.  وړاندې لاړو او بېرته را وګرځېدو په لاره کې شېوال دوه کوريايي نجونې وليدې ورسره ودرېده او په کوريايي يې خبرې ورسره پيل کړې موږ وړاندې ورته په تمه شوو. کله چې راغله ترې ومې پوښتل چې کوريايي د څنګه زده کړې ويل يې لږ لږ کوريايي، جاپاني، چينايي او هندي مې له فلمونو زده کړې ده. دا ښه استعداد لري! ټولو يې صفت وکړ او وړاندې روان شوو.


د ساحل په غاړه غاړه روان وو، يوه لويه کروز بېړۍ هم ولاړه وه له څنګه يې تېر شوو. په ټول ښار کې ځای ځای خلکو پيانو يا ګيتار غږاوه او پیسې يې ټولولې. هلته يو هلک هم ناست وو، ډېر خلک ترې را تاو وو. ده د رنګونو په سپرې بوتلونو باندې رسامي کوله. هملته يې په ژوندۍ بڼه نقاشي کوله. يو انځور يې په ۱۵ يورو او جوړه یې په ۲۵ يورو پلورل. او په مخ کې يې خولی اېښې وه تر څو نندارچيان سيکې پکې واچوي. د يوې رسامۍ ننداره مو يې وکړه. يوه ښايسته طبعي منظره يې جوړه کړه. د يوه اوبځړ په مخ کې يوه لويه ونه وه او هسک لوی سور بخونی لمر پکې ښکارېدو. يو کس ترې يوه نقاشي په ۱۵ يورو وپيرله او نورو بيا يوازې سيکې ورته واچولې. ما او شېوال هم يوه يوه يورو په خولۍ کې ورته کېښوده او ترې روان شوو.


وړاندې د کتيدرل دې ملاګا پر لور ورغلو. دا دې ملاګا پوهنتون ته څېرمه د ملاګا کليسا ده. ډېره لويه ده! ډېره په هنر جوړه شوې ده خو په يو څيز هېڅ پوه نه شوو چې د سمندر خوا ته يو منار يې ولې نيم بشپړ وو؟ يو منار يې پوره جوړ وو، ګړونګي پکې را ځوړند وو خو هغه بل يو يې نيمه رغول شوی. د کليسا له نندارې وروسته د کور په لور را وخوځېدو. دلته نو ټول ښه سم ستړي وو. مبارک بېګا د شپې آيسکريم راوړي وو او په يخچال کې يې اېښي وو. کور ته په راتګ سره مو هغه وخوړل، د ماسخوتن لمونځونه مو وکړل او د ويدېدلو تياري مو پيل کړه.

سبا په خير جبل الطارق، قاديس او بېرته ايشبيليي ته ځو. په راتلونکې برخه کې هغه هم ولولئ، د اوس له پاره ښه شپه! يا په هسپانوي ژبه کې: بوناس نويچېس!

Comments

Post a Comment