Seville and Cordoba (31.10.2019)


راشه ولوله ښکلا زما له سترګو!

د اندلس یونلیک لمړۍ برخه

اېشبیلیه او قرطبه
۱۳۹۸ کال د لړم نهمه نېټه


بېګا مو له لېزبون څخه سېويلا ته پرواز وکړ د شپې ناوخته را ورسېدو په اوبر کې له وړاندې کرايه کړي کور ته راغلو. سېويلا يا اېشبيلية ښايسته ښار دی. د ښار په منځ کې زموږ کور وو. دری کوټې او يو صالون يې درلود ښه آرامه شپه مو پکې تېره کړه.



زما سره په دغه سفر کې څلور نور ملګري دي، لمړی زما د کوټې ملګری نايجريايي الاصله انګرېز حنفي ادېمولا مبارک دی. نوموړی په پولنډ کې نړيوالې اړيکې زده کوي، دوه کاله يې په ترکيه کې تېر کړي او څلور کاله يې په سعودي کې تېر کړي دي، روانه انګلېسي او عربي وايي او لږ لږ ترکي هم غږوي. زموږ د مجلس مالګه دی دی! بل را سره تحسین صمد ګووېنچ دی. دی د ترکيې د انقرې دی او په کوتاهيا کې زما سره په يوه پوهنتون کې ماسټري اخلي دی د سفر پلانونه جوړوي، څه وخت؟ چېرې لاړ شو؟. دریمه راسره شېوال (شوال) ده. شېوال د ترکيې په قونيه کې آرکيټېکچر وايي. د ترکيې په سويه که ورته وګورو ډېره دينداره پېغله ده، نېک اخلاق لري او په درسونو کې ډېر کوښښ کوي. موږ ټول ورته ٬ما٬ يا ٬انې٬ (مور) وايو. پنځمه راسره بريره ده. دا هم د ترکيې ده په استانبول کې آرکيټېچر زده کوي. دا نو ډېره عصري ده. بريره له هغه ښځو څخه ده چې برابر حقوق غواړي خو کله چې برابر حقوق ورکړې بيا هم غوسه وي او نور غواړي. ځان ورته تر ټولو لوړ ښکاري. په بل حساب زموږ د ډلې نازدانه ده.


له ښي اړخه زه احمدالله بریمن، حنفي ادېموالله مبارک، تحسین صمد ګووېنچ، شېوال طیان او بریره جیناس

د سېويلا کوڅې د نارنج له ونو ډکې وې. په دې وخت کې چې موږ راغلي يو لا سم نه دي پاخه شوي. تر اوسه شنه دي. سهار مو چې ناشته وکړه ځانونه مو تيار کړل او د سانتا جوستا ټرېن سټېشن په لور ورغلو. دا ټرېن سټېشن ډېر لوی او ډېر ښايسته دی. هلته نيږدې کرايي موټر وو له مخکې مو ريزېروېشن کړی وو خو کله چې ورغلو ويل يې باید کرېډيټ کارډ ولری خو زموږ سره ډېبېټ کارډ وا نو له هغه تېر شوو او له مجبورې مو بل موټر تقريباً په دوه چنده قيمت کرايه کړ. لومړی موټر سپين رنګ مرسيډېس بېنز کلاس بي وو، خو وروسته مو تور رنګ سيتروين سي۳ موټر کرایه کړ. پلان مو دا وو چې په سېويلا کې لږ را وګرځو بيا وروسته قرطبې (کوردوبه) ته راشو خو پلان مو تغير کړ او سيده د کوردوبې په لور روان شوو.



کوردوبه له سېويلا تقريباً ۱۴۰ کيلومتره فاصله لري. سفر مو ښه آرام وو په لار کې تقريباً لس کيلومتره بريرې ډرېوري وکړه نور ټول زه وم. دلته نو هغه د ړندو په ښار کې د يو سترګي پاچا کيسه وه. بس نو په دوی ټولو کې زه تکړه ډرېور وم. موټر ته کېناستم او څه کم ۱۵۰ کيلومتره مې وچلاوه.



په کوردوبه کې سیده د کرايه کړي کور خوا ته راغلو. دا کور د کوردوبې زاړه ښار ته څېرمه د وادي الکبیر سیند په دا بله خوا کې دی. دلته هم شاوخوا ټولې کوڅې د نارنجو په ونو زرغونې دي، نيمه زېړ او شنه نارنج پکې را ځوړند دي. کور د يوې زړې ښځې دی لاندې پوړ کې دا اوسي پاس موږ يو. په يوه کوټه کې شېوال او بريره دي، په بله کې زه او تحسین يو، دریمه يو نفري کوټه مو مبارک ته ورکړه. آشپزخانه لري خو داش يا د پخلي امکانات نه لري نو مجبور شوو چې په بهر کې څه وخورو.
د خوړو په نيت ووتلو، ګوګل مپ را ته د زاړه ښار خوا ته رستورانتونه ښودل هغې خوا ته ور روان شوو، کله چې د رود غاړې ته ورسېدلو د قرطبې په زاړه ښار مو سترګې ولګېدې. ډېره ښايسته منظره وه. لمړی په مخه کې د اندلس ميوزيم دی، دلته د اسلامي اندلس تاريخ نندارې ته اېښودل شوی. ور پسې د کوردوبې د روميانو پول مخې ته راځي. دا ۲۴۷ متره اوږد پول په لومړۍ زېږديزه سليزه کې د روم امپراتورۍ جوړ کړی دی چې په دې حساب تقريباً ۲۰۰۰ کاله قدامت لري. له هغې وخت تر اوسه څو ځل ترميم شوی چې تر ټولو مهمه بيا رغونه يې د اسلامي نظام په وخت کې شوې ده.



دا پل د وادي الکبير رود باندې جوړ شوی دی. وادي الکبير رود د قرطبې زاړه ښار ته څېرمه په پراخه ساحه کې آرام روان دی. په هسپانیا کې دا دوهم تر ټولو اوږد رود دی. ځای ځای پکې ونې او نيال (نهال يا بمبو) زرغون دي او مرغابۍ هم پکې لمبېدلې.



د روميانو پول نه چې تېر شی په مخه کې د قرطبې مسجد مخې ته راځي. دا د اندلس يو له لويو مسجدونو څخه وو. لمړی په دې ځای کې کليسا وه کله چې مسلمانان راغلل په ۷۸۴ زېږديز کال کې لمړي عبدالرحمن دلته دې لوی مسجد په جوړولو پیل وکړ. چې وروسته نورو حکمرانانو پراخه کړ. دا مسجد يې د اسلامي معمارۍ په اساس جوړ کړ، ډېر ښايسته هنري کارونه پکې شوي دي. لوی مسجد دی چې ممبر يې د وادي الکبير خوا ته دی او شاته د زاړه ښار لور ته لويه باغچه لري چې په منځ کې يې د اوبو فوارې او د نارنجو ونې دي. دریم عبدالرحمن د دروازې پر سر يو لوی منار جوړ کړ تر څو د آذان غږ ترې پورته شو او مسلمانان لمانځه ته راوبولي. دا منار هم لکه مسجد په مختلفو وختونو کې پراخه شوی، لوړ شوی او بيا رغول شوی.





له ۱۲۳۶ زېږديز کال را په دېخوا دا مسجد په کاتوليک کليسا بدل شوی. اوس ورته «مېزکيتا کتېدرال دې کوردوبا» وايي. ځای ځای پکې د صليب نښې او ځينې مجسمې ښکاري خو په ټوله کې همغه پخوانۍ معماري يې ساتل شوې ده. د څنګونو دروازې يې ډیرې په هنر جوړې شوې دي او ډېری ځایونو کې د قرآن کريم آيتونه هم ليکل شوي دي. خو منار ډېر تغير شوی دی اوس ورته «بېل ټاور» يا د ګړوګي منار وايي. په لوړو پوړونو کې يې غټ غټ ګړونګي بند کړي دي. په ۲ يورو باندې کولای شی منار ته وخېژی او د ښار ننداره وکړی. د مسجد يا اوسنۍ کليسا منځ ته ورتګ بيا په ۱۰ يورو دی.





له دې ځايه چې ور تېر شوو د زاړه ښار منځ ته ننوتو. تنګې کوڅې په تيږو پوښل شوې. يو خوا او بله خوا يو پر بل پسې سرېښ ښايسته دوه پوړيز او دری پوړيز کورونه دي. هره کوڅه دوه او دريو نورو کوڅو ته لار خلاصوي. هره کوڅه تر بلې ښايسته وه. رنګارنګ ګلان پکې غوړېدلي وو. دا ځای نو د سیلانیانو مرکز دی. کوڅې ټولې له رستورانتونو، هوټلونو، بارونو، د ډاليو هټيو او داسې نورو شيانو ډکې وې. دا ښار له ۱۹۹۴ کال راهيسې د يونسکو سره ثبت دی. په دې زاړه ښار کې د روميانو، مسلمانانو او عیسویانو ټولو آثار ښکارېږي. د کوردوبې پوهنتون د فلسفې پوهنځۍ هم په همدې زاړه ښار کې د لوی مسجد شاته پرته ده.



له زاړه ښاره په حلال رستورانت پسې را ووتلو، د را وتلو په وخت کې له يوې لويې دروازې را ووتلو چې څنګ ته يې لوی ديوال هم وو او په مخه کې يې د اوبو ښايسته حوضونه شتون لري. تقريباً نيم ساعت ميزل مو وکړ ټول ښه ستړي وو خو کله چې رستورانت ته ورغلو تړلی وو. ومو ليد چې په اوو بجو خلاصېږي. نو بېرته د مسجد په لور په همغه ښايسته کوڅو کې را روان شولو. دلته مو لږ وخت تېر کړ ما او مبارک مسجد ته څېرمه په برګر کېنګ کې لږ چپس وخوړل. شپږ نيمې بجې بيا پرې ور روان شوو. دا ځل سيده او ښه تېز ورغلو کله چې ور ورسېدو لا وختي وو. بس په چوکيو ورته کېناستو او په تمه شوو. وروسته مو ډوډۍ وخوړله. دا رستورانت پاکستانيانو چلاوه. دونېر کباب يې اصلي منيو وه خو نور څه يې هم لرل.



له دې خوا مو وغوښتل چې په نوې لار لاړ شو نو له هغه پخوانۍ دروازې لږ وړاندې راغلو دلته مو يوه بله لويه دروازه وليده چې هره خوا ترې لوړ او پلن ديوالونه تللي وو له دې مالومېده چې ټول زوړ ښار د يوې کلا په منځ کې پروت دی. د دروازې په مخ کې ښايسته باغچه غوندې ځای وو او يو خوا ته د ابن حزم مجسمه ولاړه وه. ابن حزم چې په اندلسي الظاهري باندې هم مشهور دی په کال ۹۹۴ کې په قرطبه کې زېږدلی دی. نومړی د ظاهري مکتب له سر لارو څخه وو. له دروازې چې ور دننه شوو بيا ښايسته کوڅې وې خو اوس لږ آرامه شوې وې، د شاوخوا ګلانو ښايسته وږم پکې خور کړی وو. لږ وړاندې الکزار ته ورغلو.



الکزار چې د‌عربي له القصر نه را اخيستل شوی دی یوه لویه ماڼۍ ده. دا ماڼۍ د وادي الکبير په غاړه لوی مسجد ته په څو مترۍ کې پرته ده. ويل کېږي چې ډېره ښايسته جوړه ده په منځ کې يې ښې معمارۍ شوې دي او يوه لويه باغچه هم لري خو موږ ناوخته راغلو منځ يې بند وو بس له څنګ سره يې تېر شوو. دنګو منارونو ته مو يې وکتل او د روميانو د پله پر لور ولاړو.




پول د شپې ښه منظره ورکوي. که مو «ګېم آف ترونز» سیریال لیدلی وي د هغه سریال یوه برخه د همدې پله پر سر عکاسي شوې ده خو د ګرافیکي پروګرامونو په مرسته یې لږ تغیر ورکړی په سر یې یو لوی بازار ور حوړ کړی دی. له پله را تېر شوو، لږ وړاندې مو له يوه کافي شاپ نه قهوه واخيسته او د پله لاندې د رود په غاړه ورته کېناستو په مجلس مجلس مو وڅښله. له هغه ځايه بېرته کور ته راغلو، ځانونه مو راحت کړل، لمنځونه مو وکړل مبارک او بريره بيا د پله خوا ته په چکر ووتل ما او تحسین د خپلې ورځې په ليکلو پيل وکړ، شېوال هم خپل کالي اوتو کول. پس له څه مودې تحسين هم پسې ور ووت.

سبا پخير د ګرانادا (غرناطې) په لور حرکت دی، هغه په راتلونکي پوسټ کې ولولئ!


د دوهمې او دریمې ورځې یونلیک لوستلو لپاره لاندې تړوني کېکاږئ:

Comments

Popular Posts