Sintra and Lisbon (19.10.2019)

سینترا او لېزبون (۱۹.۱۰.۲۰۱۹)
د لمړی ورځې د یونلیک لوستلو لپاره په لاندې تړوني کلېک وکړئ:
۱. لېزبون - لمړۍ برخه

سهار وختي پاڅېدو نهاری مو تیار کړ. بهر باران ورېدلو او نن مو په اپارتمان کې آخري ورځ وه. نو مجبور وو مخکې له غرمې کور خالي کړو. د کور په پاکولو او د کاليو په ټولولو مو پیل وکړ تقريباً يولس بجې شاوخوا د ليزبون مرکز کې يوه بل اپارتمان ته را کډه شوو.

دا اپارتمان روسيو میدان ته ډېر نېږدې پروت دی په دوهم پوړ کې دوې د خوب کوټې، دوه تشنابونه او د صالون سره شریک يو پخلنځی لري. له کړکيو يې بهر کوڅه کې ډول ډول رستورانتونه ښکاري. قیمت يې ډېر لوړ دی خو ښه عصري په هر ډول وسائلو سمبال اپارتمان دی او د لېزبون په تر ټولو مهمه کوڅه کې شتون لري. موږ د يوې شپې لپاره څه کم ۱۲۰ يورو کرایه کړی.



غرمه مو د سينترا پر لور حرکت وکړ دا ځای له روسيو مېټرو سټېشن نه په مېټرو کې څلوېښت دقيقې لرې دی. د سینترا ښار د سينترا غره په لمنه کې پروت دی. د زرغون ځنګل په منځ کې د اسلامي اندلس نه په راپاتې هنر ډيزاين شوو سراميکو او کاشيو پوښل شوې ماڼۍ او کورونه ښکاري. د غره پر سر د ۱۹مې پېړۍ يوه لويه کلا ښکاري. د ښار له منځه تر سینترا ماڼۍ پورې د غره په لمنه کې یو سرک تاو را تاو ورغلی وو. د سرک په ښي اړخ کې ډول ډول هنري مجسمې اېښودل شوې وې. که هر څو موسم ښه نه وو خو بیا هم دا سرک، ماڼۍ او د غره په لمنه کې کوڅې او دکانونه له سیلانیانو ډک وو.




زموږ پلان دا وو چې کابو دا روکا ته لاړ شو. دا ځای د اروپا آخري لوېديځه برخه ده. پخوا يې (مخکې له د چې کرېسټوف کولومب امريکا کشف کړي) دې ځای ته د نړۍ پای ویلو. ويل کېږي چې ډېرې ښې منظرې لري. خو د باران په خاطر مو فیصله وکړه چې هلته نه ځو ځکه د بحر غاړه ده په داسې موسم کې به ډېر یخ او باد وي. نو د سینترا غره په لمنه کې لږ را وګرځېدو او څه باندې يوه بجه مو بېرته لېزبون ته حرکت وکړ. د باران له امله موږ ونشوای کولای چې د سينترا غره پر سر کلا ته وخيژو. خو که کوم وخت تاسې راغلی یا زه خپله بيا را برابر شوم حتماً به ور پورته کېږم.





په لېزبون کې اوريېنټو ته راغلو دلته د واسکو دې ګاما مال دی. واسکو دې ګاما لمړنی پرتګالی وو چې د سمندر له لارې هند ته ولاړ. نوموړی د پرتګال یو له مهمو سمندر مزلیو څخه ګڼل کېږي. په دې مال کې وګرځېدو له زارا څخه مو عطر وپيرل او له مک ډونلډ مو د غرمې ډوډۍ واخيسته. د مال مخ ته تقريباً د نړۍ د ټولو هېوادونو بيرغونه رپېدل. خو زموږ بيرغ پکې نه وو، سخت يې وځورلوم! بل لوري ته د پلاستيکي کثافاتو څخه جوړه شوې وحشي پشۍ ده. دا پشۍ د هغه مجسمو څخه يوه ده چې د چاپېريال ساتنې په خاطر يې د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې جوړې کړې دي.


څو متره وړاندې ترې د اوبو په غاړه کېبل کار دي. د لويانو لپاره يو لوری چکر څلور يورو او تګ راتګ يې بيا شپږ يورو دی. موږ څلور يو طرفه ټيکټونه وپيرل.






دا يو له هغه شيانو دی چې بايد تجربه شي. له پاسه يو لوري ته د لېزبون ښار او بل لوري ته د سيند ښکلې ننداره کېږي. موږ له شمالي لوري پکې پورته شوو سوېلي لوري ته لاړو. له هر لوري چې وغواړی پکې ختلی شی. د شمالي سټېشن نه لږ وړاندې د اروپا تر ټولو اوږد پول ښکاري. د دې پله ښه ننداره په کېبل کار کې له پاسه کېږي. او سوېلي سټېشن ته څېرمه د بحري ژويو اکواريوم دی. تر ناوخته همغلته وګرځېدو ځانونه مو ښه ستړي کړل او ډېر عکسونه مو هم واخيستل. په اوبر کې له يوه هندي سره د خپل اپارتمان په لوري راغلو. دلته ډېری هندیان او پاکستانیان ما ولیدل چې اوبر چلوي یا دکانداري کوي او یا هم رستورانتونه چلوي.





د واسکو دې ګاما مال په لاندېني پوړ کې د کانټېنېنټ په نامه زنځيري سوپر مارکېټ دی. له هغه مو وريجې، سالمون کبان، جوس او شيدې وپيرلې. اپارتمان کې ما وريجې پخې کړې او مبارک کبان را پاخه کړل. مبارک نایجیریایی الاصله برتانوی دی. له پولنډ څخه په اېراسموس دلته راغلی زما سره په یوه کوټه کې اوسېږي. پس له ډوډۍ خوړلو د شپې ۱۰:۳۰ بجې په ښار کې د ګرځېدو په نيت بهر ووتلو. په خپله کوڅه کې د آرکو دا رووا ګوستا دروازې لوري ته لاړو. کوڅه د رسټورانټونو نه ډکه ده يو خوا او بله خوا ټول هوټلونه دي او ځای ځای پکې هنرمندان ولاړ وي او ډول ډول نندارې وړاندې کوي. د آرکو دا رووا ګوستا دروازه په ۱۹مه پېړۍ کې د ۱۷۵۵ زېږديز کال د زلزلې څخه وروسته د لېزبون ښار د بيا رغولو په ياد جوړه شوې ده‌.




يو څو دقيقې مو د اوبو په غاړه تېرې کړې، د اوبو د څپو غږ ته مو غوږ ونيو، د ماهي خور مرغه سره مو له نېږدې ليدنه وکړه ورپسې بیرته د ښار په لوري راغلو. خبر شوو چې زموږ له اپارتمان نه يوه کوڅه وړاندې د کریستیانو رونالدو هوټل ٬پاستا سي‌آر‌٬7 پروت دی. د هغې خوا ته ورغلو. له هغه وروسته سيده د کور خوا ته راغلو او له چای څښلو وروسته ويده کېږو.

سبانۍ ورځ په بل پوسټ کې!

د دریمې برخې د لوستلو لپاره په لاندې تړوني کلېک وکړئ:
۳. لېزبون او بېرته کوېلیا ته راتګ - دریمه برخه

Comments

Popular Posts