Lisboa: The Queen of Sea (18.10.2019)


لېزبون: د سمندر ملکه (۱۸.۱۰.۲۰۱۹)

پرون مازيګر لېزبون ته را ورسېدو. په اوبر کې له بس سټېشن نه کرايي کور ته راغلو. دا کور په اررويېس منطقه کې شتون لري. څلور د خوب کوټې، يو پخلنځی، يوه د ډوډۍ خوړلو کوټه او دوه تشنابونه لري. د کور شا ته ښايسته انګړ هم شته.

نن سهار پس له چايو المادا ته لاړو چېرې يې چې د عیسی ع سلام مجسمه درولې ده. د يوې لوړې غونډۍ پر سر يې څلور پايي لرونکی ۸۲ متره لوړ منار جوړ کړی چې په منځ کې يې کليسا ده. د دې دنګ منار پر سر يې د عیسی ع مجسمه جوړه کړې چې لږ تر لږه ۲۵ يا ۳۰ متره لوړوالی بيا هغه لري. په پنځه يورو کولای شی د دې څلي سر ته په لېفټ کې وخېژی او د لېزبون ښار ننداره وکړی. خو که زموږ غوندې کم‌خرڅه وی نو يوازې له تپې د ښار لوري ته وګوری هم بس دی.


له تپې د ښار لوري ته لومړی اوبه په مخه کې راځي چې دوه پلونه پرې جوړ دي يو د اپرېل ۲۵ پول چې د استانبول پله ته ورته شکل لري (په کېبلو تړل شوی پولادي پول) او بل د اروپا تر ټولو اوږد پول دی چې ډېر وړاندې لږ لږ ښکاري. تر پلونو چې ور تېر شی نو د لېزبون ښار ته ننوځی. د دې ښار ډېری برخه له دې تپې ښکاري.


پس له ځينې انځورونو مو د پیر او پلور مرکز ته ځان ورساوه هلته مو ډېر څه وپیرل او سیده کور ته راغلو.
د غرمې ډوډۍ له خوړلو وروسته مو لمونځ وکړ او چای مو وڅيښ ورپسې په مېټرو کې د بېلېم په لوري روان شوو. عامه ترانسپورت کارت مو په ۱۱ يورو د ۲۴ ساعتونو لپاره را واخيست. لومړی يوه پارک ته لاړو هلته مو برقي سکوټر تجربه کړ. بيا د پاستېل دې ناتا خوړلو ته د ناتا جوړولو لومړني رستورانت ته ورغلو کوم چې په کال ۱۸۵۵ کې جوړ شوی دی. هلته مو ناتا را واخيسته او لږ وړاندې د کليسا خوا ته ورغلو دا ډېره لويه کليسا ده. ډېره ښکلې يې جوړه کړې ده.


د پرتګالي سمندري مساپرو په ياد څلی کليسا ته مخامخ د اوبو په غاړه دی. دا يو دری ضلعي لوړ څلی دی چې د کليسا يا د ښار خوا ته يې صليب دی، يو څنګ او بل څنګ ته يې د پرتګالي سمندري نومياليو مجسمې جوړې کړي دی. دا مجسمې ټولې د اوبو خواته ګوري. لاندې ترې په میدان کې د نړۍ نخشه ليدل کېږي چې په کې ښيې پرتګالي سمندري نوميالي کله کومې خوا ته تللي دي.

له د څلي په پښو د بېلېم پر خوا روان شوه خو ډېره مو نا وخته کړه تر څو بېلم ته ور رسېدلو لمر را نه پنا شو. په ماښامي کې مو د بېلېم ليدنه وکړه تر ناوخته همالته د بېلېم شاته د اوبو پر غاړه ناست وو.


بيا بېرته د ناتا خوا ته راغلو او له هغه ځایه د ښار منځ ته په ټرام وای کې راغلو. هلته له لږ ګرځېدلو وروسته مو بېرته د کور ته تګ نيت وکړ کله چې راغلو ټول ستړي وو. دوی پرېوتل چې دمه وکړي ما وريجو او لوبيا باندې پیل وکړ تر څو دوی آرامېدل ما ډوډۍ تیاره کړه. ټولو په شریکه وخوړله، ښه مزه داره ډوډۍ وه. او ورپسې ټول خپلو خپلو کوټو ته راغلو.
سبا ورځ په بل پوسټ کې ولولی!

د دې یونلیک راتلونکې دوې برخې د لاندې تړونو له کېکاږلو وروسته لوستلای شی:
۲. سینترا او لېزبون - دوهمه برخه
۳. لېزبون او بېرته کوېلیا ته راتګ - دریمه برخه

Comments

Popular Posts