Lisboa and back to Covilhã (20.10.2019)

لېزبون او کوېلیا ته بېرته راتګ (۲۰.۱۰.۲۰۱۹)

که مو له دې مخکې د دوه ورځو یونلیک نه وي لوستی لمړی هغه ولولئ، د لوستلو لپاره لاندې تړوني کېکاږئ:
۱. لېزبون - لمړۍ برخه
۲. سینترا او لېزبون - دوهمه برخه



سهار مو ځانونه تیار کړل ور پسې مو نهاری وکړ په مجلس مجلس او سامان را ټولولو کې را باندې ۱۱ بجې شولې. له کوره د بېګونو او کڅوړو سره را بهر شولو. لومړی د سیند لوري ته لاړو. هلته د آرکو دا رووا ګوستا دروازې سره د مراتون لوبې روانې وې، لږه ننداره مو يې وکړله ورپسې مو د اوبو څنګ ته لږ دمه وکړه او بيا بېرته ترې را روان شولو.



زموږ د اپارتمان شا ته د سانتا ژوستا لېفټ وو. دا لېفټ تقریبا یوه نیمه پېړۍ وړاندې له پولادو جوړ شوی دی چې ۴۵ متره لوړوالی لري. د لېزبون ښار ډېری سیلانیان ترې لیدنه کوي. موږ هم ښار ته په را ننوتلو سره د لېفټ ليدلو ته ورغلو ما غوښتل پکې وخېژم خو له درنو بارونو سره مو زړه ورته ښه نه کړ بس له څو متری مو ولید او ترې را روان شوو. په راتلونکې کې که نصیب وو شاید پکې پورته شم.



له هغه ځایه د ښار مرکزي میدان ته لاړو هلته مو د مک‌ډونلډ نه چپس او آيسکريم راوړل هغه مو وخوړل تر ناوخته هلته کښیناستو او مجلس مو وکړ. پس له لږ بحث د نتيجې ته ورسېدلو چې په بس کې نه په ټرېن کې به کويلا ته ځو. تر ټرېن سټېشن پورې ګوګل‌مپ را ته ۲۰ دقيقې د پښو لار ښودله. نو موږ هم د اوبو غاړه کې ور روان شوو.


په لاره کې د فادو له موزیم، د هنرونو له موزیم او ځينو نورو ښکلو رنګارنګ کورونو او اپارتمانونو نه تېر شوو. په ساحل کې د نارویژین پیرل په نامه يوه لويه کروز بېړۍ هم ولاړه وه. اول ځل وو ما دومره لویه بېړۍ له نیږدې ولیده، پخوا مې په ویډیوګانو کې آن لدې لویي لیدلې وې خو له نېږدې بېخي د سړي باور نه راځي. له بېړۍ چې ور تېر شولو ټرېن سټېشن ته ننوتو او ټیکېټونه مو واخیستل.



دلته په اروپا کې تر ۲۵ کلنۍ پورې په ډېری شیانو کې ځوانانو ته تخفيف لري. نو په د حساب زما ټیکېټ پنځه يورو له نورو قيمته پرېوت. په ۴:۱۵ د ماسپښين ټرېن را روان شو. په ۷:۴۵ کاستېلو برانکو ته را ورسېد او له دوې دقيقو وروسته يې کوېلیا ته حرکت وکړ. د نیمې لارې ننداره مو وکړله ورسته بيا تياره شوه او بهر څه نه ښکارېدل. په ډاډ سره ویلای شم چې ما تر اوسه داسې ښکلې لاره نه وه ليدلې. ډېره اوږده لاره مو د تاګوس له سیند سره په څنګ کې طی کړه. توپیر دا وو چې سیند ښکته روان وو او موږ پورته روان مو. دا سیند د آیبېریا لویې وچې تر ټولو لوی سیند دی، له هسپانیي راوتلی ټول پرتګال په دوه برخو وېشي او د لېزبون ښار په منځ کې په سمندر ور ګډېږي. د سیند دواړه خواوې په شنو ځنګلونو زرغونې وې. ځای ځای يو يو وړوکی کلی هم ودان وو. دا سیند ډېر ښايسته وو يو ځای کې پرې بند هم تړل شوی وو. چې له بند نه پورته ښکلا نوره هم ډېرېده ځکه دلته اوبه ډېرې وې او پراخه وې. سیند له رڼو اوبو ډک، دروند خو آرام روان وو.


د شپې تقریباْ ۹ بجې کویلیا ته را ورسېدو هلته را ته اېلیو منتظر وو. کله چې زه میاشت مخکې لومړی کوېلیا ته راغلم له بس سټېشن نه د اېلیو سره خپلې لیلیي ته راغلم. دی یو سپین رنګ مېرسیډېس بېنز موټر د ټېکسي په ډول کاروي. مبارک هم لومړی له ده سره مخامخ شوی وو. پس له هماغه ورځې هر کله چې مو پکار شي را غواړو یې. ډېر ګل سړی دی. ویل یې له خپلې دنده سره مینه لرم له تېرو څو ویشت کلونو همدلته ټکسي چلوم. په لیلیه کې مو له یو بل سره د بیا لیدو په هیله خدای په اماني وکړه او په د ډول زموږ د لېزبون یا لېژبووا یون پای ته ورسېد!

Comments

Popular Posts