د امارتي پوهنتون استادي

انځورګر: ښاغلی حمدالله ارباب

له ډېر پخوا مې دا آرمان وو چې د پوهنتون استاد شم. له لسانس وروسته مې لومړی څو پوهتنونو ته خپله سېوي او اسناد ور وړل. هغه وخت تازه د ولسمشر له لوري پرېکړه اعلان شوې وه چې ټول استادان باید لږ تر لږه ماسټري ولري. د یو پوهنتون مشر را ته کړل چې ته یو ځل ماسټري را واخله د اقتصاد پوهنځۍ مشري درکوم. په ماسټرۍ پسې ووتلم، له ډېرو خواریو، لګښتونو، او مساپریو وروسته مې وکولای شول چې په لوړو نومرو په پراختیايي اقتصاد کې ماسټري تر لاسه کړم. همدا چې ډېګري مې واخیسته کابل ته ولاړم ما ویل اوس خو نو استادي پیدا کېږي. د دعوت، سلام، او کاردان په شمول څو نورو خصوصي پوهنتونونو ته مې خپل اسناد ورکړل ورغلم ورسره وغږېدلم. څه نتیجه مې ترې وانخیستله. د کابل پوهنتون د استادۍ لپاره مې ډېر کوښښ وکړ چا یې بیخي لار نه راښودله چې څه باید وکړم.

په همدې کې حکومت تغیر وکړ، ډېری استادان له هېواده بهر شول. د اسلامیک پوهنتون یو ځوان د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو مسئول شو. څنګ ته یې ورغلم، کیسه مې ورته وکړه چې زده کړې مې کړې دي، غواړم استاد شم، تاسې نوي استادان کله او په څه طرزالعمل سره نیسئ؟ هغه وخت لا پوهنتونونه روخصت وو. ویل یې امارت د لوړو زده کړو په چوکاټ کې خپل یو تشکیل له پخوا درلود. شیخ صیب حقاني (چې هغه مهال د لوړو زده کړو سرپرست ټاکل شوی وو) یې مشري کوله. ویل یې په دې اداره کې موږ ډېر مخلص مجاهدین استادان روزلي دي. داسې کسان چې هم زده کړې لري او هم یې جهاد کړی په دوی به دا تشې ډکېږي. څه موده وروسته بیا یو بل ځوان چې په وزارت کې یې نوی کار پیدا کړی وو، احوال راکړ چې اسناد او غوښتنلیک د راوړه چې د استادۍ لپاره آزموینه اخیستل کېږي. اسناد او غوښتنلیک مې ورکړل او په تمه شوم.

ډېره موده وروسته زنګ راغی چې همدا اوس آزموینه پیلېږي، زر ځان را ورسوه. ما ویل همدا نن زه نور پلانونه لرم، په دومره کم وخت کې نه شم در رسېدلای، نو ویل یې سبا بله دوره آزموینه اخلو هغې ته راشه. سبا ورغلم، په لیکلې آزموینه کې د ماليې او مدیریت اړوند پنځه پوښتنې وې. زما تخصص بیخي بېل دی خو بیا هم وتوانېدم چې ټولې پوښتنې يې ور ځواب کړم. ورپسې یې موږ ټول کسان کېنولو چې اوس انټرویو ده. له دېرشو کسانو ډېر په انتظار خونه کې ناست وو. یو یو به یې دفتر ته ور غوښت او انټرویو به یې ځنې اخیسته. د مازیګر او ماښام لمونځونه مو هملته وکړل، نیږدې آخري کس زه وم چې نوبت راغی. دفتر ته ور دننه شوم، د دفتر په یوه کونج کې لونګۍ په سر، پټو تر ځان تاو کړی، پښه په پښه اړولې، څو پاڼې او یو قلم په لاس مشر کس ناست وو. له سلام وروسته ده ته مخامخ په خالي څوکۍ باندې کېناستم.

لومړی پوښتنه یې دا وه چې د کوم ځای یې؟ ما ویل د وردګو یم. ویل یې وردګ که میدان وردګ ما ورته کړل چې د وردګو د چک یم. هغه مهال د دوی له لوري لا د نوم د تغیر اړوند څه نه وو خپاره شوي. او زما سره انټرویو کوونکی د وردګو له نرخ ولسوالۍ څخه وو. ویل یې ښه دا دومره وخت چېرې بوخت وې ما ویل تر اوسه مې ټول عمر په زده کړو کې تېر کړی دی. نوره انټرویو په دغه ډول وړاندې لاړه:

-          ښوونځی د کله خلاص کړی؟

-          په ۲۰۱۳ کال کې له افغان ترک لېسې څخه (خبرې پوره کېدلو ته یې پرېنښودلم)

-          نو له هغه وروسته چېرې وې؟

-          په لسانس باندې بوخت وم، په ۲۰۱۷ کال کې د اسلام آباد له نړیوال پوهنتون څخه فارغ شوم.

-          نو دا خو تقریباً څلور کاله کېږي، دا موده کې د څه کړي؟

-          د ماسټرۍ لپاره ترکیې ته لاړم ماسټري مې وکړله.

-          ښه سېکولرېزم څه ته وايي؟

انټرویو همداسې دوام درلود، راتلونکې پوښتنې یې دا ډول وې:

-          دیموکراسي څه شی ده؟

-          د اسلامي حکومت او جمهوریت تر منځ څه توپیر دی؟

-          ته خو په ترکیه کې اوسېدلی یې او هلته سېکولرېزم دی، د سېکولرېزم او اسلامي نظام تر منځ کوم یو غوره دی؟

-          تا کومه پوهنځۍ لوستې ده؟ (د انټرویو آخرو کې را نه د پوهنځۍ پوښتنه کوي او مخکې یې زه خبرو تکمیلولو ته نه پرېښودلم چې خپله ورته ووایم)

-          ښه نو چې اقتصاد د لوستی دا را ته ووایه چې آی اېم اېف څه شی دی او څه کارونه کوي؟

-          د نجیب، کرزي، او اشرف غني اړوند څه فکر لرې؟ دوی ښه کسان وو که بد؟

په ټوله انټرویو کې ده یو نوټ هم ونه نیو. زما نه یې پوره معرفي ونه غوښتله. د اقتصاد اړوند او زما د تخصص اړوند یوه پوښتنه یې هم را نه ونه کړله. د استادۍ اړوند هېڅ ذکر ونه شو. ټول انټرویو پنل یو کس وو. وروسته له همغې بیا ما له دوی څه ځواب ونه لید. ځکه، ډېری پوښتنې مې د ده د توقوع خلاف ور ځواب کړې. دا کیسه مې ځکه ولیکله چې اوس ځینې تکړه استادانو د نجونو د زده کړو بندیز په پار استعفاوې وړاندې کړې. د دې وزارت له اوسنیو سرپرستانو چې څومره زه خبر لرم. په دې استعفاګانو سره به ډېر خوښ شوي وي، ځکه دوی خپل وړ کسان ورته لري چې له پخوا یې ټرېن کړي دي. داسې کسان چې دېموکراسي، سېکولرېزم، او جمهوریت د دوی په خوښه تعریفوي. داسې څوک یې نه دي په کار چې ماسټري یا دوکتورا ولري.

نو که څوک زما غوندې د استادۍ شوق لری، درسونه مه وایئ! له هېواده بهر خو بیخي پسې ونه وځئ! د وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره یاري جوړه کړئ او د پورته پوښتنو ځوابونه را زده کړئ. نه مو لوړې زده کړې مهمې دي او نه کاري تجربې!

Comments