سېلاب وړی وردګ: هغه ولایت چې له هر څه کړېږي! څه باید وشي؟

له بده مرغه په وردګ ولايت کې سیلابونو ډېر مالي تاوانونه واړول، دا لومړی ځل نه دی هر ځل څو کاله پس همداسې خطرناک سېلابونه په مالومو ځايونو کې راځي او په تکراري ډول کليوالو ته تاوانونه اړوي.




د چک په بمبايي کلي کې له غره نه څو واړه واړه خوړونه سره يو ځای شي او يو لوی سېل ترې جوړ شي، لمړی په خوړ کې جوړ کورونه تخريب کړي. د ډېری کورونو مېلمستونونه، ګاراجونه، ګودامونه او مالځايونه د خوړ په غاړه دي، چې په سبب يې لوی مالي تاوان پېښېږي. ورپسې لاندې بازار د همدې اوبو په مخه کې جوړ دی هغه ته ښه ډېر مالي تاوانونه واړوي، تر بازار لاندې بيا په جرېبونو د مڼو، کچاليو، او نورو باغونو او پټیو حاصل له ځانه سره واخلي او رود ته يې يوسي په رود کې نو بيا د کبانو ژوند هم ناشونی کوي او په لاره کې ډېر پلونه او د رودغاړې پټي له منځه وړي.



نړيوال د هوا حالات ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي، دا حالت به خدای ج مکړه په راتلونکو کلونو کې نور هم ورانونکی وي.  خو که خلک په خپله وغواړي او لاس په کار شي مخه يې نيولی شي. لمړی او لنډمهاله حل يې دا دی چې اوسنيو سېلونو ته د لار خوشې شي، هغه کورونه او باغونه چې د سېل په عمومي مسیر کې پراته دي بايد له منځه یوړل شي او اوبو ته لار ورکړل شي.

اوږدمهاله او اساسي لار يې دا ده چې پورته په غره کې چېرې چې وړوکي خوړونه دي، هلته بايد واړه واړه خو ډېر بندونه جوړ شي. د دې بندونو جوړولو ته اړتيا نشته چې د يوې موئسسې پروژې او يا دولتي مرستو ته په تمه شو. دا بندونه لکه ډاکتر صیب ناکامورا چی جوړول له ډبرو او جال څخه ښه آسانه جوړېږي، يوازې د ډېرو خلکو ګډون او يو څو اېسکواټرونو ته اړتيا ده، چې دا په هر کلي کې شته.


د دې بندونو په شاوخوا بايد ونې وکرل شي، په ځانګړې توګه هغه ونې چې د لږو اوبو سره مقاومت کوي لکه زموږ د غرونو غوړشتي چې تيار ځايي تخم پیدا کېدلی او ډېرېدلی شي. په قوريو کرلو کې هم وردګ ښه مهارت لري، آن خواږه بادام کرلی شو.

د ونو نيالګي د کرنې او مالدارۍ له وزارت نه هم اخيستل کېږي خو لږ مکتوبونه او اداري کارونه بايد مخته يوړل شي. او شاید هغه نيالګي ونشي کولای چې د څو میاشتو وچکاليو او بيا داسې لويو سېلابونو ته تم شي. خو زموږ غوړشتي دا توانايي لري.

په دې ډول به مو هم وطن ښکلی کړی وي، هم به مو ځنګلونه جوړ کړي وي او هم به مو د لويو آفتونو مخه ډب کړي وي. په د ډنډونو کې د ژمي د واورو اوبه هم را غونډېږي، د پسرلي د بارانونو اوبه هم پکې راغونډېږي او دغسې د بې وخته سېلابونه مخه هم ډب کوي. هغه ذخیره شوې اوبه بيا په اونيو او مياشتو شاوخوا ونې خړوبوي او د ونو سيوري د اوبو د بخارکېدلو مخه نیسي. همدا ډنډونه د ځمکې لاندې د اوبو له ذخیرو سره هم مرسته کوي او په څاګانو کې مو اوبه ډېرېږي.








Comments

Popular Posts