د کابل کندهار مرګونې لویه لار

احمد اللّٰه بریمن

له کابل نه مې د کورنۍ سره يو ځای په فیلډر موټر کې سهار څلور نيمې بجې د کندهار په لور حرکت وکړ. د ماسپښین دوې نیمې بجې عینو مېنې ته ورسېدو. پوره لس ساعته مو سفر وکړ. دا لار يو وخت له شپږ ساعتونو هم لنډه وه خو اوس پوره څلور ساعته اوږده شوې. دليلونه يې څه دي؟ څه بايد وشي؟ لاندې يې ولولئ.

تر ټولو اساسي دليل يې نا امني ده. له کابل نه را پیل تر کندهاره يوازې يو څو پلونه جوړ دي، لکه په میدان کې سور پول، په سید اباد کې د شیخ آباد او سید آباد پلونه او يو دوه پلونه چې کندهار ښار ته نیږدې پراته دي. نور ټول په کراتو سره په ماینونو وران شوي دي. موټر حرکت وکړي تر څو سم سرعت اخلي وړاندې بل پول نه وي هغه ته برېک شي. واړه پولچکونه هر يو دوه يا دری ځلې په بمونو آلوتلي.

دوهم دليل يې د جوړونکو بېغوري ګڼل کېدای شي. وايي د کرزي اکا په لومړيو کلونو کې امریکا د کابل کندهار تر منځ د سرک جوړولو ته پلان جوړ کړ، په ډېره لنډه موده کې بايد ډېر اوږد سرک په لوړه بودیجه باندې جوړ شوی وای. همدې موخې ته د رسېدو لپاره څو کمپنيو په کار پیل وکړ، سرک يې په څو برخو تقسیم کړ او هرې کمپنۍ خپله برخه جوړه کړه. ځينو ښه کار کړی، سرک يې تر اوسه جوړ دی، خو ځینو کمپنیو پکې ناغېړي کړې چې برخه يې څو کاله وړاندې په جريو بدله شوه او يو مرګونی سرک ترې جوړ شو.

دریم دليل يې د باروړونکو موټرونو تر کچې درانه بارونه وړل دي. هر لوی موټر ته يې دوه يا دری چنده دروند بار ور اچولی وي او له هرات، نیمروز او کندهاره کابل ته را روان وي. لاره اوږده ده، هوا ګرمه وي، څه قیر ګرم شي او څه د موټرو ټیرونه په دې منځ کې سرک نرم کړي او پوله پوله شي. په لومړيو کې امريکايانو او دولت له کابل نه کندهار ته يوازې يوه توره ليکه غځول غوښتل. دې ته يې ونه کتل چې دا څومره اساسي لار ده، دلته ډېرو نورو تاسيساتو ته اړتيا ده، لکه دمه ځایونه، تشنابونه، مسجېدونه، د تیلو پمپونه او ټول پلازې. هر ځای لوی موټر ولاړ وي او لار يې په ساعتونو بنده کړې وي.

همدغه لار چې حکومت هم پکې پوره بېغوري کړې او طالبانو هم پکې پوره وراني کړې. نن دواړه ولاړ وي او له لويو موټرو پیسې اخلي. طالبان دری يا څلور ځایه تلاشي کوي او يو ځای رسمي ګمرک لري يوه پارچه ورکوي او يو ځل ماليه اخلي. خو حکومت په کراتو تلاشي هم کوي، لار يې هم بنده کړې وي او پیسې بيا هره پوسته اخلي. پرته له رسمي مالياتي دروازو مې خپله دری ځایه ولیدل چې اربکيانو او ملي اوردو لوی موټر درولي وو او په زور يې پیسې ترې غوښتې.

غله بيا بله بلا ده په د لاره، د شپې په تیاره کې وسله وال موټرو ته ودرېږي کله د طالب په جامه کې او کله د حکومتي نظامي ځواکونو په جامه کې ټول مساپر وشکوي، آن دا چې کله کله خلک هم شهیدانوي او ناموسونو ته داغ ور اړوي. ټول هغوی چې له موټرو ماليه اخلي هسې ورته ګوري، هېڅ يې تر وس نه دي پوره.

په دې ټوله لار يوازې يو څه وو چې لږ يې د خوښۍ احساس راکړ: له ټوپ نه رانیولې تر کندهاره پورې ځای ځای خلک لږیا وو هغه دښتې چې څو کاله وړاندې هېڅ پکې نه ښکارېدل زرغونولې. د لمریزو هندارو په کارولو سره په افغانستان کې کرنيزه ځمکه ډېره زیاده پراخه شوې او لا هم روانه ده پراخېږي. هر ځای ترکتورونه لږیا وو نوي پټي يې جوړول، برمو نوې څاګانې ایستلې او ډېرو بزګرانو بيا خپل حاصلات را ټولول.

که د لوی رب په فضل ټول لوري سره جوړ شي، سوله وکړي او يو ګډ دولت جوړ شي، نو بايد چې د خپلو کارونو په سر کې د لويو لارو رغولو ته خصوصاً کابل کندهار لويې لارې ته ځای ورکړل شي. دا لار هرې ډلې تر خپلې وسې نا امنه او ورانه کړې، بايد بېرته يې په ګډه ورغوي. تر کومه چې زه خبر يم که سوله وشي، د وطن د آبادۍ لپاره يو ځل بيا ښې ډیرې پيسې راځي. خدای ج د وکړي چې بيا د پخوا په څېر چور نه شي. او په اساسي پروژو ولږي. لکه همدا لويي لارې.

نړۍ لږيا ده دې شپږو ساعتونو میزل يې يوه ساعت ته را لنډ کړی خو دلته بيا لسو ساعتونو ته اوږد شوی دی. د دې باید اساسي غم وخوړل شي. د باربري لپاره غوره لار داده چې له هرات نه تر کابله د رېل پټلۍ جوړه شي. د رېل پټلۍ خلکو په ډېرو نا مناسبو ځايونو کې په لوړو لګښتونو سره جوړې کړې دي، دلته که امنیت او هوډ وي، په ډېر لنډ وخت کې په مناسب لګښت سره جوړېدای شي. ځکه ټوله هواره دښته ده، لوړې او ژورې تقریباً هېڅ نه لري، يوازې يو څو وړو پلونو او پلچکونو ته اړتيا ده.

دا اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو اساسي تاسيساتو کې لارې را ځي خصوصاً لويي لارې. دا بايد اساسي جوړې او امن وي. د کابل کندهار لويه لار په هېواد کې د نورو لاره يوه بېلګه ده. له بده مرغه ټولې لارې مو ورانې دي او رغول غواړي. په د هيله چې وروسته له جګړې په لومړیتوبونو کې وګڼل شي او په کلک هوډ سره کار ورته وشي. تر څو هم عام وګړي هوسا شي او هم مو اقتصاد څه نا څه پرمختګ وکړي.

ليکنه: احمداللّٰه بريمن

Comments