ګئورګ کانټور

لیکوال: الفت الله وردګ

ګئورګ کانټور د 1845 کال د مارچ میاشتې په دریمه د روسیې په سن پټرزبورګ کې وزېږېد. کانتور په اصل کې  د جرمني وو خو لکه څرنګه چې پلار یې په روسیه کې سوداګري درلوده نو ټوله کورنۍ یې هملته اوسېده. کانتور په یوه هنرمنده کورنۍ کې وزېږېد چې له کبله یې ده هم د هنر په برخه کې ښه وړتیا درلوده او د وایلن غږولو کې بیا ډېر  تکړه وو. د ګئورګ پلار د مسیحیت د پروتستان او مور یې بیا د کاتولیک مذهب پیروان وو خو د کانتور ټولې کورنۍ ته رسمي دین اهمیت نه درلود. په 1856 کې ګئورګ پلار جورج والیدمر کانتور ناروغه شو او له کبله سن پترزبورګ نه یې المان ته کډه وکړه.
کانتور خپلې لومړنۍ زده کړې د کورني ښوونکي څخه وکړې او رسمي ښوونځی یې په 1860 کې پای ته ورساوه. په 1862 کې ګئورګ کانتور زوریخ پوهنتون ته ولاړ او په 1867 کې یې د ریاضي په برخه کې دوکتورا تر لاسه کړه. د دوکتورا تېزس یې د اعدادو د نظریې په هکله وو.  تر فراغته وروسته یې د څه مودې لپاره برلین کې د نجونو په یوه ښوونځي کې درس ورکړ او بیا په 1869 کې د هاله په پوهنتون کې د ریاضیاتو ښوونکی شو.
د شهرت لامل یې د سټونو نظریه ده چې په ریاضي کې له بنیادي نظریو شمېرل کېږي. کانتور د دوو سټونو تر منځ د تناظر مفهوم رامنځته کړ. د دې تر څنګ یې د بېنهایت مفهوم داسې تعریف وړاندې کړ چې له پخوانیو ټولو هغو یې توپیر درلود. کانتور د لومړي ځل لپاره وویل چې د حقیقي اعداو مجموعه د طبیعي هغو نه لوړه ده.
په 1874 کې ګئورګ کانتور د ریاضیاتو په برخه کې داسې نظریه وړاندې کړه چې د خپل وخت یو ریاضیپوه یې هم نه وو تیار چې ویې مني خو وروستیو د ریاضیاتو په برخه کې لوی شهکار وباله. کانتور وویل چې له بېنهایت نه هم لوړ عدد شته. دا په داسې حال کې وو چې تر دې مخکې یې بېنهایت ته د هغه څیز په حیث کتل کېدل چې تر هغه پورته څه نه وي. دغه نظر هېچا ته د منلو وړ نه وو، ریاضیپوهانو د دې له کبله کانتور د ریاضي لپاره مرض وباله. له بلې خوا کلیساوالو دغه نظریه د خدای د لویی د صفت د نفې سبب ګاڼه او له کبله یې کانتور ته په قهر وو.
د کانتور د ریاضي نظریې له ډېر سخت مخالفتونو سره مخ شوې او لویو پوهانو لکه لودوېګ وېتګنشتاین او انرې پوانکاره سختې رد کړې. پوانکاره به ویل چې د کانتور د ریاضي نظریات لکه د ساري ناروغیو په شان دي او ریاضیات مسموموي. د دې تر څنګ د مسیحي کلیسا پلویانو هم کانتور تر خپل نقد لاندې راوست او ویې ویل چې د کانتور نظریات د خدای د شتون اصل ته زیان رسوي.
کانتور غوښتل چې په یوه لوی پوهنتون کې تدریس وکړي خو د نظریاتو له کبله یې د داسې سختو مخالفتونو سره مخ شو چې له کبله یې ونه توانېد تر څو په کوم مشهور پوهنتون کې تدریس وکړي. 
په لومړیو کې د خپلو نظریو له کبله له سختو له مخالفتونو سره مخ شو چې ډېرۍ خلک یې له 1884 په ور ها خوا د کانتور د ډېرو رواني ناروغیو لامل ګڼي خو وروسته بیا ډېر وستایل شو داسې چې په 1904 کې د سلطنتي انجمن د سیلوستر مډال هم ورکړ.
کله چې کانتور د خپلو نظریو له کبله د نورو ملګرو له خوا ونه منل شو نو رواني تکالیف ورته پیدا شو. د دغو رواني کمزوریو لومړۍ څپه په 1884 کې پرې راغله چې له کبله یې ډېر وزورېد داسې چې په خپلو لیکنو کې به یې شکایت کاوه او ویل به یې چې هېڅ ډول اکاډیمیک کار ته یې زړه نه کېږي. دغو ډول یواځیتوبونو ډېر وځوراوه چې له کبله یې په 1913 کال کې له خپلو ټولو دندو تقاعد شو او په پای کې په کال 1918 د جنوري د میاشتې په شپږمه کې ومړ.


Comments

Popular Posts