ښځه او زموږ ټولنه!

پلار مې له اوښي سره بازار ته روان وو ترڅو ترکي بخارۍ وپیري نو يې را ته کړه چې ته هم راسره لاړ شه له هغه ځايه به ته بخارۍ راوړې موږ به نوره سودا وکړو ما هم ورسره هو کړه. خور مې ويل موږ به هم تر بازاره درسره لاړ شو له هغه ځايه تاسې نوي ښار ته لاړ شی موږ په ميرويس ميدان کې سودا اخلو ټولو سره ومنله پلار مې بهر شو تر څو له اوښي سره مې موټر له ګاراج نه وباسي خو ژر بېرته راغی او ويل يې چې «ولې ښځې په يوازې ځان بازار ته وزي؟ احمدالله د له هغوی سره ولاړ شي زموږ سره ځای نشته! بخاري موږ خپله راوړو»
دوی زموږ مخکې په موټر کې روان شول زه له درۍ ښځو مېرمن مې عابده، او خويندو فاطمې او سارا سره په پښو پسې روان شو. کله چې کمپنۍ ته ورسېدو نو مې دوی ته کړه چې لاره مو ليدلې خپله سودا اخلی نو ما ته اړتيا نشته دوی مې روخصت کړې خپلې ترې راوګرځېدم تر څو ګلانو باندې پلاستيک وغوړوم چې له يخنۍ نه په امان وي.
نو داسې خلک يو! په ۲۰۱۹ کال کې هغه ښځې چې واده يې کړی وي، دری کاله پوهنتون يې لوستی وي، دوه يا دری بچيان ولري خو بيا هم يوازې بازار ته نشي وتلای بايد يو غيرتي نر ورسره وي. هغه هم بيا د ارباب لالا خبره لکه قاچاق يې چې روان کړی وي شل متره وړاندې به ترې روان وي. ځينې خو يې آن هغه وخت هم په نورو ښځو پسې ګوري او سکن کوي يي.

Comments

Popular Posts