"د شهید پتیال د زوي په لیدو خپل ځان را یاد شو...

زما پلار هم ډیر شهرت درلوده، ملګري او دوستان یې درلودل، شاګردان او استادان یې درلودل او خپل ټول ژوند یې خپلې ژبې او خپل وطن ته وقف کړی و.

د پلار له مرګ وروسته مې له ډيري غریبی نه پاکستان کې مېوې خرڅولې، خو د مېوو د اخیستو پیسې هم راسره نه وې هغه هم بل چا راکړې...کله چې دې کار هم زما د کورنۍ خېټه مړه نه کړه پیسې مې پور کړې او ایران ته لاړم. هلته مې مزدوري پیل کړه...

کله چې موقت حکومت جوړ شو او نسبی امن شو نو چیرته چې به تلم ډیری شاعران او لیکوالان به مې لیدلو ته راتلل( هله چې د ننګیال صیب مشر زوی راغلی) که به غونډې ته لاړم نو اول او دوهم کس به یې زه ستیج ته بللم خو دوی زما له حاله خبر نه ول چې د اسحاق ننګیال زوی نه شاعر دی، نه لیکوال دی او نه لوستی دی. زه خټګر او کشر ورو مې په دارالیتام کي و.

دوی زما د وږې نس پوښتنه نه کوله، ټولو له ما نه زما د پلار په شانتې شعرونه غوښتل، چې واه واه او بیا یې ووایه راته ووایی.

دوی د خپلې ژبې غنا غوښته زما له پولیو لاسونو او لوږې خېټې نه نا خبره ول.

یوه ورځ عزت الله ځواب اړ کړم چې د پلار تر ټولو نژدې ملګري نه مرسته وغواړم. دا ملګری یې بهر کې اوسېده او ژوند یې ډیر عالي وو. شمېره یې ځواب صیب را پیدا کړه او له خپل مبایل نه یې ورته زنګ ووهلو. په خواره خوله مې ورته وویل...( کاکا، زمکه مې ټوله په ناچیزه پیسو ګروه شوې ده، که راسره مرسته وکړې چې خپله زمکه خلاصه کړم نو لږ تر لږه په غنمو او وریجو به ماړه یو. خو هغه په قهر راته وویل ( ته باید خپلې ستونزې په خپله حل کړې، زه نه بانګ لرم او نه تجارت....

هغه شېبه زه په ننګرهار کې وم ګنې زړه مې غوښتل چې د پلار ټولو کتابونو او شعرونو ته اور ورته کړم...

نو د ګران پیتال زویه! څو چې خپله له ځانه سره مرسته ونه کړې بل څوک به هیڅ کله پیدا نه شي چې له تاسره مرسته وکړي.

خداې دې مل او ملګری شه."

ـ آرش ننگيال

Comments