د تیر نه هیریدونکی ریښتینی اختر او تاریخی اوربند په یاد کی:


له کلونو وروسته (اوس را ته دهرڅه اندازه کوچنۍ ښکاري!)
اوربند..............(اور په کائناتو کي هغه خلق شوې ماده ده چي د هرڅه دذوب کولو توان لري).
داوربند له اوريدلو سره سم زړه نازړه دبيري تر پوستون لاندې دخپلو خاپوړو ځای دليدلو په لور روان شوم، چيرته چي زما دوجود لومړی خښته بنا شوې، چيرته چي زما دعمر درنګين پسرلي خوږې شيبې تیرې شوې، چيرته چي زما دعمر غوټۍ غوړېدلې، چيرته چي ماد انساني غوښتنو پوره تمثيلي دوره تيره کړي (هلته ما کورونه جوړکړي، ښارونه مي جوړ کړي، ودونه مي کړی، پاچاهۍ مي کړي، دلوبو ميدانونه مي کټلي،......) له کلونو راهيسې مي دديدن په زندانونو کي شپي ورځې سبا کولې، له کلونو راهيسې به هره لحظه راته دخپل وجود له داخل څخه دديدن دآزادی نارې وهل کيدلې خو مابه ورته په لاس او پښو کي دپرتو ولچکونو او زولنو يادونه کوله او خپله بې وسي به مي ورته ويله خو دانامرئې ولچکونه او زولني هيڅکله هم راسره زما زړه ندي منلي.
په کلي کي دکوچنوالي شيبې:
زه به چي کله دکلي مسجد ته لاړم دمسجد چت ته چي به مې کتل له سر څخه به مې خولی لويدله، دخپل کلي مسجد راته دومره لوی وو چي هيڅکله مې ئې دډکيدلو تصور نشو کولای، کله به مي چي غوا تر پړي ونيوه او دخپل پټي په لوربه روان شوم لاربه راته ډيره اوږده شوه، دخپل کلي نژدې غر به راته دهماليا غر ښکاره کيده، هره ونه به راته له خپل قد نه په لس هاوو چنده لوړه معلوميده، هر لښتی به راته لويه وياله او هره وياله به راته لوی سمندر معلوميده، په وياله کي به په لامبو وهلو پوره ستړی شوم او له يو طرف څخه بل طرف ته په پورې وتلو به مي ځان ته دلوی بهادر لقبونه ورکول، کله به چي په لامبو وهلو تر دری متره پورې لاړم مابه ويل چي په ساعتونو پلی مزل مي کړی او يا مي دښو لويو پهلوانانو څخه دغیږو ميدان ګتلی او کله به چي په اوبو کي غوټه شوم نو ترلس ثانيو وروسته به سا راپکې ختمه وه، کله به چي په توت کي ختلم دتوت تنه به راته دچينار ونه وه.
هره ادې زما ادې وه او هر کليوال راته دپلار حيثيت درلود، ټول کليوال مې لکه وروڼه او ديو فاميل غړي وه، مونږ به هر دخوشحالۍ محفل په کليوالي مينه او خوښيو لمانځل، هر غم به دټول کلي غم او هره خوشحالي به دټول کلي خوشحالي وه، په هره بي لاری او ناوړه عمل به دهر کليوال تندی تريو وو، هره ستونزه به دکلي په ګډ اشر او هڅو هواريدله، عالي اخلاق به دهر کليوال په ښکلو الفاظو ستايل کيدل، انسانی کرامت ته په سپکه کتل به دکرکي او نفرت په غشو ويشتل کيدل. دا هر څه داور لمبو وسوځول او په خپل ځان کي ئې ذوب کړل.
خو نن.... نن داهرڅه بدل وه... هو زه ريښتيا وايم دا هرڅه بدل وه نن زه نه پوهيږم چي هغه زما دلاس ولچک او دپښو زولنې په حقيقت کي مات شوي او که خوب ګورم. نه پوهيږم اي اي ملګريه ماته ووايه زه خو به ويده نه وم، که ويده وم نو دا زما دخوب تعبير به ته واڅه وي؟
نن مي دخپل خاپوړو دځاي دکلونو اوريدلي ريپوټونه بدل وه، نن زه دديدن دهغه تورو زندانونو څخه آزاد وم نن مي چي هرڅومره خپلو لاسونو او پښو ته کتل هغه زما زړه ته نامرئې ولچک او زولنې پکې نه ښکاره کيدل هو لکه چي زما زړه ريښتينی وو هغه ولچک او زولني چي ما به هره لحظه دخپل وجود داخلې ناري ورباندې آرامولي هغه لکه چي دروغ وو، نه نه دا نشي کيدای زه خو دومره کلونه بيده نشم پاتي کيدای هغه به ريښتيا وي، اوس شايد زه خوب ګورم که به ته وا داڅه وي ها، نه پوهيږم چي زه خوب ګورم او که بيدار يم دخپل ځان په بيدارۍ او خوب باندې شکي يم، ريښتيا وايم راپورې خانده مه ليونی راته مه وايه پوه مې کړه ددې خوبونو په تعبير او که زما په دې مجنونه او بې تعبيره زنده ګۍ.
نن زه داحساساتو او عواطفو په ژور سمندر کي لاهو شوم، عقل مي دحالاتو درک او فيصلې ته عاجز شو، عقل به مي کله ويل ستا سترګي دروغ وايي کله به ئې ويل صبر وکړه بيده يي کله چي سهار شي بيا به پوه شې کله به ئې ويل نه دا هرڅه حقيقت دی په سپارل شوي ژوندون کي دا سې څيزونه پيښيدای شي کله به څه او کله به څه وو...
نن دلته زما دزړه هغه خيالي حقيقي انځور چي دخپل ګران هيواد او خوږو کليوالو او هيوادوالو ته به مي هر وخت دجنون په شېبو کي جوړ کړی وو هغه ما په خپلو غړيدلو سترګو کتلو، دې انځور ته دهر چا له سترګواوښکې بهيدلې، په دې انځور کي دخپل کور اوسيدونکي او حقيقي وروڼه له کلونو جلاوالي څخه وروسته سره يو ځای شوې او دکوچنوالي خوږې قصي کوي، مرغان دميني او احساس سندرې وايي، شنه باغونه ، ونې او ګلونه لاس په نامه هرکلي ته ولاړ دي، دلته اوس هغه وروڼه چي دجلاوالي لپاره ئې درندې فلسفي جوړي شوي او سره جلاشوې دحقيقت پر ميدان ولاړ او يو بل ته دحيرت څخه په ډکو سترګو ګوري او يو له بل څخه بې جوابه پوښتنې کوي.
نن زما سر دخپل کلي دمسجد له چت سره لګيده، مسجد په ولاړو دوو دريو سفونو راته ډک او د کور ديو اطاق په اندازه کوچنۍ ښکاره کيده، په هغه لارو مي قدمونه واخيستل په کومو چي به زه غوا ترپړې نيولې روان وم اوس راته هغه لار څو قدمه معلوميده، او دهرې پولې شين چمن سره به غوا راياد شوه چي اوس مي دلته غوا مړه کړي وای، دهر څه له ليدلو سره به زه دخوب ټال همغه دکوچنوالي په شيبو کي وزنګولم خو داندازو تغير او دفکري دایرې وسعت به بيرته را هيښ کړم، هغه اوبه چي زه به پکي په لامبو وهلو پوره ستړی شوم اوس پکي په پريوتلو پوره نه پټيدم، نن په هديره کي زما څخه دخپل نيکه قبر ورک وو هلته دقبرونو ځای په هديره کي کم وو، دکلي ډيرې ادي ګاني، پلرونه، زما همځولي، کشران، او سپين ږيري هلته دهديرې په سپيرو خاورو کي دحقيقت په کور کي په چپرکټ پراته په هميشني خوب بيده وو، نن دډيرو خوږو کليوالو يوازي يادونه پاته وو او مايي روحونه لاسونه ددعا لپاره لپه کړل.

_ طارق غيرت

Comments