موږ له خپله خدايه څومره لرې راغلو؟!

موږ خو وايو چې روان يو د رب لور ته
خو تېر شوي يو پخوا د رب له دره
آن لا هغه وخت چې موږه انسانان وو
په سکون او په رڼا کې به روان وو
نو ملګرو شا ته وګورئ چې موږه
څومره لرې يو راغلي له خپل خدايه
ګمراهي کې، په غرور او په نفرت کې
فاصلې مو څومره طی دي تر دې ځايه؟!
ترکستان ته چې وه تللې هغه لار هم
موده کېږي چې له موږه ورکه شوې
اوس نو شاته يو ځل وګورئ چې موږه
څومره لرې يو راغلي له خپل خدايه
فاصلې مو څومره طی دي تر دې ځايه؟!
زه پوهېږمه چې لاره نوره نشته
او چې موږه يو راغلي تر کوم ځايه
ګمان نه شي چې ترې لاړ شو بيا تر خدايه
دا چې موږه پکې ځو داسې وطن دی
چې هر شی يې زموږ ذهن کې دوښمن دی
آن لا خپل ملګري هم له موږه هېر دي
ډېر مو دلته د نفرت له تېغه تېر دي
دې وطن کې را خوره ابدي شپه ده
دلته مسخه جهالت هره څېره ده
ګمان نه کېږي چې لاړ شو تر خپل خدايه
موږ راغلي يو تر داسې يوه ځايه

- اسمعيل لاروی

Comments

Popular Posts