«د سیند تر غاړې د توتو د شنو ونو د ښاخونو څخه به د بېلابېلو مرغانو سندریز آوازونه تر غوږ کېدل چې د سیند فضا یې لا پسې رنګینوله؛ هغه ورځ هم د تل پشان ګڼ شمېر مرغانو شتون درلود، د یوې ونې لاندې یوه د خړو وزرونو لرونکې هیلۍ په داسې حال کې تر سترګو کېدله چې له اوبو سره لوبېدله، هیلۍ په اوبو کې ټوپونه وهل له ورایه یې له کرداره مالومېده چې ډېره خوشاله ده، خو ناببره درز شو، شور ماشور جوړ شو او ټول مرغان په هوا کې خواره شول، خو د خړو وزرونو هیلۍ هملته په ترپېدو شوه او خړې وزرې یې په سرو وینو ولمبېدې او د سیند تر غاړې په پرتو تېږو یې د خطر سره کرښه وکښله.»

ـــ سارا بریمن

Comments

Popular Posts