غزل

زه دومره لرې يم راغلى چې مې ځان هم نشته
له دې نه مخکې ځمكه پرېږده چې اسمان هم نشته

زما د کور په دېوالونو تکيه نه وهي څوک
زما د کور په دېوالونو کې ماران هم نشته

د تسلۍ په ټال کې هېڅوک جوټې نه را کوي
ستا جدايۍ ليونى کړى يم ياران هم نشته

زړه مې په دې ښه دى که جېب کې روپۍ نه لرمه
زړه مې په دې ښه دى په ښار کښې خو دوکان هم نشته

چې د وجود غوښې مې وخوري رانه ځي باقره!
په داسې ځاى کښې چا وژلى يم مرغان هم نشته ؟
#باقر

Comments