غزل

 زما د زړه درد ستا په سترګو کې ښکارېږي ولې ؟
 پاڼه چې وچه شي د ونې نه رالوېږي ولې ؟
خفه په دې نه يم چې ستا هجر بدرنګ کړمه زه
 خفه په دې يم ماشومان رانه ويرېږي ولې ؟
زه خو په خپله په غنمو پسې سر ماتوم
 خدايه! مرغان زمونږ په غولي کې وسېږې ولې ؟
د ښار په هر يوه دېوال سوله او امن ليکو
 خو په وطن کې مو د جنګ لوبه تودېږي ولې ؟
د سمندر تل ته لا کاڼی راسيدلی نه دی
باقره! دومره ژر د چا نه څوک هېرېږي ولې ؟؟
#باقر

Comments