يو سړی او موټر سايکل

يو وخت د اروزګان مرکز ترينکوټ ته څېرمه د جان محمد خان کلي کې مې د پلار له يو شاګرد کره شپه وه، پلار يې کيسه کوله ويل يې په ۲۰۰۱ کال کې کرزي زما سره په همدې کوټه کې دوې شپې وکړلې مخامخ يو غره ته يې ګوته ونيوله ويل يې په هاغه غره کې مو هم څو شپې وکړلې هلته امریکايانو راته د هليکوپترو نه وسلې را ښکته کړلې اوس د يو سړی او موټر سايکل کتاب پښتو ژباړه لولم هماغه صحنې يې پکې يادې کړې دي، ډېری ځايونه چې په د کتاب کې ياد شوي دي په خپلو سترګو مې ليدلي دي لکه: ترينکوټ، دهراوود، کندهار، تالانه، ارغنداب، شاولي کوټ، کابل، اسلام آباد او داسې نور.

Comments

Popular Posts