موږك شېر
د لوى ښار څخه دباندي يو دره وه
جوړه كړې يوه شيخ پكښي دېره وه
پر سجدو به خداى ته پروت وو په خواستونو
ټولي شپې يې تېرولې په نفلونو
كه هر څو د ښار پر خلكو باندي گران وو
دى له خلكو راگوښه په غم د ځان وو
دوولس مياشتي به يې تل روژې نيولې
يوه ورځ يې چا ډوډۍ نه وه ليدلې
يا په ذكر يا په فكر به مشغول وو
پير پر هر چا باندي گران ورته مقبول وو
نه يې وړلې شكرانې نه خيراتونه
نه يې چا ته ورليكله تعويذونه
د دعا دپاره خلك چي ورتلله
پير به يو گړى حضور ته وربلله
نور نه شيخ د دنيا كار لره وزگار وو
نه له ښو نه يې له بدو سره كار وو
يوه ورځ يوه موږك په حجره كي
شل او سل ځله آزار كړ په سجده كي
چي به شيخ كله ورټيټ سو و سجدې ته
د موږك لكۍ به ورغله و خولې ته
شيخ كرار ورڅخه وكړله پوښتنه
ما پر څه آزاروې په بخت پمنه
موږك وويله شيخه ستا قربان سم
د مرگي مخته دي سپر بلاگردان سم
د پيشو له لاسه ډېر يم كړېدلى
شوم نهر يم وږى تږى ژړ زبېښلى
د ظالمو پيشوگانو له ناتاره
يو گړى وتلاى نه سمه له غاره
ته دُعا وكه چي زه غټه پيشو سم
نور به هر گړى بېغمه له حملو سم
شيخ دُعا وكړه موږك توره پيشو سوه
هغه دم خداى ته د شكر په سجدو سوه
سمدستي يې كړه حمله پر موږكانو
مرگ يې گډ كړ په خپل كور كي په خپلوانو
نه يې مخ وكوت د خپلو گاونډيانو
نه د وروڼو، د زامنو، اكاگانو
خپله مور او پلار يې څيري په منگول كړل
مېلمانه يې خويندي وروڼه د اجل كړل
راوتلاى موږكان نه سواى له غاره
سپوڼ په كور كي هيچا نه واهه له ډاره
يو څو ورځي يې پر خپل كلي مېله وه
د پيشو برېتونه غوړ منگول يې سره وه
بيا خلوت ته سو دننه ويل پيره
ستا قربان سم د خوارانو دستگيره
د ښار سپيو مي تريخ كړى خوږ ژوندون دئ
ښكار له بېري نه سم كړاى وچ مي لړمون دئ
راته غاپي په كورو كي پر بامونو
گرځېداى نه سم پر جگو دېوالونو
په دُعا دي يو لوى سپى راڅخه جوړ كه
په دې سپيو په كوتريانو مي زړه سوړ كه
شيخ پر چوف كړه پيشو ځاى پر ځاى خډل سو
هغه دم د پيشوگانو په تكل سو
په ځغستا به يې ايستې له كلي كوره
نه يې خړه پيشو پرېښوده نه توره
كه پيشو به پيدا نه سوه د كورونو
واړه سپي به يې داړله په غاښونو
لاروي يې ډاروله په گواښونو
ماشومان يې ځغلول تر خپلو خونو
و هر چا ته يې ښودلې خپلي داړي
څوك ترې خلاص نه وه په ناستي په ولاړي
خو څو ورځي وروسته بيا ولاړى حجرې ته
شيخ يې نه خوشي كاوه خپلي سجدې ته
ويل شيخه زه په كومه خوله گويان سم
ستا تر پښو دي صدقه سمه قربان سم
په عذاب كړم په كوڅو كي ماشومانو
كاڼي وينم په لاسو كي د لويانو
نه كورو كي مي پرېږدي ډلي د سپيانو
نه په ښار كي پر دوكان د قصابانو
دا يو زه په ټوله ښار كي خوار و زار يم
ته وا زه دښمن د هر سړي د پلار يم
شيخه ما ته دعا وكړه چي لېوه سم
كوڅې پرېږدم اوسېدونكى د ځنگله سم
شيخ پر چوف كړه سپى هغه گړى لېوه سو
پر سجده سو او روان پر لور د غره سو
يو څو ورځي يې كړې تېري په ښكارونو
گرځېدى پر لويو غرونو پر دښتونو
دواړي زامي به يې سرې وې تر غوږونو
په څيرلو د اوزگړو د پسونو
انگولا يې خوب حرام كړ د كوچيانو
سرگردانه يې كړې ورځي د شپونيانو
ډار يې واچاوه د دښت پر ماشومانو
تر گودر پوري په لار كي د پېغلانو
يوه شپه په نيمه شپه كي را روان سو
بيا د پير دېرې ته ورغى نالان سو
ويل شيخه په دې غرونو كي پړانگان دي
د ځنگله په هغه بل سر كي زمريان دي
له هيبته يې په ښكار وتلاى نه سم
له ستمه يې خپل ښكار خوړلاى نه سم
ځغلوي راڅخه زما كړي ښكارونه
كه څه وايم راته وښيي غاښونه
ته دعا و ما ته وكه چي زمرى سم
هم په ځغاسته هم څيرلو گړندى سم
چي د چا نه وي تر ما تېره غاښونه
تر مرگي پوري ونه وينم ظلمونه
بيا به نه راځمه پيره ستا تر كوره
له لمونځونو به دي نه باسم په زوره
پير پر چوف كړه لېوه ځاى پر ځاى زمرى سو
انگولا ورڅخه هېره سوه غړومبى سو
شور يې گډ كړ د ځنگله په حيواناتو
سمه، غر، ځنگل يې اور كړ د هوسيانو
چا ليداى نه سواى ټولۍ د گيدړانو
په غارو كي آرام نه وو د خوارانو
كه به وږى وو كه نه وو ده وژل كړل
له سهاره تر ماښامه يې داړل كړل
له ځنگله څخه كوچ وكړ چغالانو
تخم ورك سو د هوسيانو د سويانو
گوره څرنگه دا فكر ور پيدا سو
چي د شپې روان د شيخ د كور پر خوا سو
شيخ چي وليدى زمرى، ويل يې وايه
څه مشكل يې راوستلى تر دې ځايه
اوس به چا يې پر دې سيمه كړولى
په ځنگله كي خو تر تا نسته ښاغلى
زمري وويل دا نن ځكه غړومبېږم
چي يو بل موږك زمرى نه كې ډارېږم
بل مي ښكار ميندلى نه دئ په ځنگله كي
گوندي ستا غوښي د زړه سوده را وكي
چي زمري كړې شيخ ته سپيني خپلي داړي
شيخ يې تو كړلې له قهره پر مخ ناړي
ويل ځغله زما له كوره څخه ورك سه
نه لېوه يې نه زمرى بيرته موږك سه
زمري وكتل و ځانته چي موږك سو
پښېمانۍ څه گټه نه كول هك پك سو
د خپل غار پر لور يې پورته كړل گامونه
رېږدېدله يې لكۍ، اوربوز، غوږونه
خو په غار كي نه ملگري نه خپلوان وه
ده وژلي وه كه وروڼه كه سيالان وه
چي په شاوخوا كي پاته موږكان وه
ټول د ده د وينو تږي دښمنان وه
په هر پوست كي يې وژلي حيوانان وه
موږكان وه كه پسونه كه لېوان وه
- - - -
چي د بل په مټو غټ سي يا زمرى سي
په هغه گړي له قام څخه پردى سي
اول غوښي خوري د خپلو قريبانو
ښخوي داړي په خپلو په يارانو
دا يې هېره وي چي نن ته تېرېدل سته
چي هسكېږي يوه ورځ كښته كېدل سته
چي يې عقل خداى موږك غوندي كوچنى كي
يوه ورځ پر خپل بادار باندي غورځى كي.
2000/2/6
عبدالباري جهاني
Comments
Post a Comment