غزل

آباد کړی په وجود کې چا د شګو بيابان دى
چې درياب ته په يوه لپه اوبو پسې روان دى

مات خوبونه زه په ماتو ماتو سترګو باندې ګورم
تږي څاڅكي راوريږي د پنځم موسم باران دى

ماته وايي چې کافر يې د چاړې لاندې يې پروت يم
راته کړی په غوږونو کې چې کوم ملا اذان دى

تير مې نه شي چرته ستوري زه په دې باندې ويريږم
د اوبو په ډک ګيلاس کې مې ليدلى نن اسمان دى

زه د خپل وجود په تاو کې لكه ونه سوزيدمه
زما سيورى په بل چا ٶ مګر لمر مې په خپل ځان دى

چا د پښو لاندې باقره وه ميږى چرته مړ کړى
لا تراوسه مې رنګ زيړ دى لا تراوسه مې زړه وران دى

__ شهنواز باقر

Comments

Popular Posts