د چک تاریخي کلا: د ورکېدو په درشل کې

 


د چک بند تر څېرمه تاريخي کلا (چهل دختران) ته مو پام را اړوم، هيله ده چې تر مسئولينو يې ورسوئ. دا کلا چې دقيق تاريخ يې نه دی را مالوم. خو ډېر امکان لري چې د ورېښمو لارې يا آن د بودايي تمدن د وخت کلا وي. دا کلا چې د بند نه پورته د جوهري کلي په منځ کې د پوښتې پر سر پرته ده. پر دې کلا بايد تر اوسه ډېرې څېړنې ترسره شوې وای، دقيق تاريخ او کيسه يې ليکل شوې وای، ساتنه يې شوې وای، خو له بده مرغه، دا کلا ورځ تر بلې خرابېږي او د ورکېدو په لور روانه ده. د طبيعي تاثیراتو سربېره د کلي خلک له دې تاريخي اثر سره لويه جفا کوي. د کلا له دېوالونو خاوره کورونو ته راوړي، د کلا په شاوخوا کې کيندنې کوي، کندې جوړوي او د کورونو د پسخو او کګلونو لپاره خاوره ترې راوړي.

له ټولو په درنښت سره غوښتنه کوم چې، دا کلا بايد وساتو. که څوک په اړونده اداره کې دنده لري، لاس په کار د شي. که څوک کليوالو او خلکو ته عامه پوهاوی ورکولی شي، ودې يې کړي. که څو د نورو مسئولينو پام ورته را اړولی شي، ودې يې کړي. هسې نه چې خدای مه کړه، بيا فرصت له لاسه وتلی وي! په دې هيله چې د هغه کلي اوسېدونکي له ما خپه نشي. زما مطلب يوازې د وطن او سيمې ښېرازي ده. د تاريخ او طبيعي ښکلا ساتل دي. دا کلا که خوندي شي، نقشه يې جوړه او وساتل شي، تاريخ يې وليکل شي، مرمت يې وشي او په سمه توګه ګټه ترې پورته شي. د دې کلي د پرمختګ او هوساينې سبب ګرځېدلای شي. دا څو کراچۍ خاوره د دې ارزښت نه لري چې د وطن اړين تاريخي اثر د له منځه یوړل شي!

Comments