په کانکور آزموینه کې وردګ زده کوونکو ته د لارښوونې او مرستې اړتیا


تر هر څه له مخه، د سږ کال په کانکور آزموینه کې بریالي شویو ټولو هغو ځوانانو ته مبارکي وایم، چې د خپلې خوښې په پوهنتون کې د خوښې پوهنځیو ته کامیاب شوي دي. د دوی کورنیو، ښوونکو او لارښوونکو ته دې دا لوی ویاړ نېکمرغه وي. خو له بده مرغه کانکور داسې یوه آزموینه ده چې د هر چا لپاره د پوهنتون لار نشي خلاصولای، ځکه چې د پوهنتونونو جذب محدود دی. له جګړو وړاندې د وردګو ولایت ځوانانو په کانکور کې تر ټولو لوړې نمرې اخیستلې او د هېواد په لوړو پوهنتونونو کې به ښو پوهنځیو ته بریالي کېدل. خو له جګړې سره سم په وردګو کې د زده کړو کچه ټیټه او د لویو ښارونو په پرتله د زده کوونکو د بري چانس مخ پر کمېدو شو. له دې سره د وردګو زده کوونکو تر منځ په لرې پرتو پوهنتونونو کې د نااشنا پوهنځیو ټاکل له دې امله دود شول چې بیخي ناکام نه شي او لږ تر لږه بریالي وشمېرل شي. د کلونو مودې په تېرېدو سره دا حالت نور هم بنیادي شو.
له فتحې وروسته، د بېلابېلو سببونو له امله په کانکور آزموینه کې د ګډونکوونکو شمېر له دوو لکو شاوخوا څخه پنځوسو زرو ته را ښکته شو. له دې کمښت سره پاتې ګډونکوونکو ته یو لوی فرصت په لاس ورغی، داسې چې په اوسط نمرو سره هم ښو پوهنځیو ته بریالي شي، ځکه چې اوس رقابت کم شو. ډېری وردګ زده کوونکي له اوسط لوړې نمرې اخلي چې په هغې سره کولای شي په کابل او نورو لویو ښارونو کې ښو پوهنځیو ته بریالي شي. خو له دوی سره اوس هم همغه پخوانی عادت، په ځان بې باوري او له ناکامۍ ډار پاتې دی! د سږ کال په کانکور کې ډېرو لوړې نمرې اخیستیې خو د بد عادت او ډار له امله لرې پرتو پوهنتونونو او ټیټو پوهنځیو ته بریالي شوي دي. د دې بد دود پایله دا شوه چې وردګ زده کوونکي د ۲۵۰ په شاوخوا کې یا لوړو نمرو اخیستلو سره، په لویو ښارونو کې د طب، انجینرۍ، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، او نورو پر ځای، په لرې پرتو سیمو کې په ډېر کم شي راضي کېږي.
د دې ستونزې د حل لپاره اړینه ده چې د وردګو په کلیوالو ښوونځیو کې پر وخت زده کوونکو ته اړینې لارښوونې او مرستې ترسره شي. دوی تشویق ته اړتیا لري چې لوړې موخې وټاکي او زړه ور شي تر څو مرکزي پوهنتونونه وټاکي. تشویقي ویناوې، ورکشاپونه، او روزنیز پروګرامونو د دوی د تفکر په بدلولو کې اړین رول لوبولی شي. د لوړو موخو ټاکلو او پر ځان باور دودولو سره موږ کولای شو د وردګ ځوانانو استعداد را بارزه او په لویو ښارونو کې د خوښو پوهنځیو ته د دوی بریاليتوب شونی کړو. د ډېرو بدمرغیو سره سره بیا هم وردګ ځوانان د زده کړو لوړ استعداد لري او په کلیوالي ښوونځیو کې له نشت امکاناتو او ورځنیو کارونو سربېره لوړې نمرې اخلې. دا ناهیلې کوونکې ده چې د دې هر څه سربېره د لوړو موخو پرځای ټیټو هغو ته راضي کېږي. د ښوونځیو ادارو، ښوونکو، میندو او پلورونو، مشرانو، او پخوانیو بریالیو محصلینو ته دا مسئولیت ور ګرځي چې راتلونکو ته د لارښوونې او مرستې یو موثر سیستم جوړ کړي. هغه پخواني زده کوونکي چې لوړې موخې یې ټاکلیې او برېمن شوي دي، ښه مثالونه دي چې نورو ته ور وپېژندل شي.
لږ تر لږه د وردګو په ولسوالیو کې د کانکور او لوړو زده کړو ته په کور دننه او بهر د لار پیدا کولو لپاره د لارښوونې او تیارۍ د څو مرکزونو جوړول اړین دي. په دې مرکزونو کې به زده کوونکو ته د کانکور تیاري، د ټاکنو لارښوونه، بهرنیو پوهنتونونو ته د نوملیکنې لارښوونه، د بورسونو ترلاسه کولو لارښوونه، او د ژبو زده کړه ترسره کېږي. وخت نا وخت د بېلابېلو مسلکونو له مخکښانو سره د زده کوونکو لیدنې او د سیمینارونو وړاندې کول زده کوونکو ته د لوړو موخو ټاکلو الهام ورکوي. په ټوله کې، د وردګو ولایت دا توانایي لري چې د پخوا په څېر د افغانستان د پراختیا لپاره تر ټولو ډېر تکړه او مسلکي ځوانان د ټولنې خدمت ته وړاندې کړي. د سمې لارښوونې او کافي مرستې په ورکولو سره موږ کولای شو وردګ زده کوونکو ته نه یوازې د لوړو خوبونو لیدل ور زده کړو، بلکې د لوړو موخو تر لاسه کولو امکانات هم ورته برابر کړو. راځئ چې د وردګو ښوونیزې سطحې لوړولو لپاره په ګډه کار وکړو او دې هېواد د پراختیا لپاره روزلی مسلکي نسل افغانستان ته وړاندې کړو.

Comments

Popular Posts