لوږه

    واټ ګنه ګوڼې په سر اخیستی، شور ماشور دی، خلک د سېلاب په څېر روان دي، د واټ څنډې ته یوه د پاخه عمر لرونکي کوچي د خپل کوچني ببرسري زوی په مرسته لس پنځلس سرلکي او وري را ایسار کړي دی.
    بغارې وهي، ته به وايې له شنو ورشوګانو يرغمل شوي، لارویانو او مشتریانو ته يې داسې سترګې نیولې چې ته به وايې له هر یوه د رحم او مهربانۍ تمه لري، ته به وايي چې په سمسورو دښتو، اوچتو غرونو او شنو لمنو کې د خپلو مورګانو په خوږو شیدو او تر څنګ يې په مستیو او څرېدو پسې خپه دي.
    د قصابانو او نورو پېرودونکو شمېرهم شېبه په شېبه زیاتېږي، ډنګر کوچي خپله زنه او ببره ږېره د سپین ډانګ په سر تکیه کړې، پو سوچونو کې ډوب دی، په خپلو څارویو کې يې سترګې ګنډلې، پرته له دې چې پېرودونکي ته وګوري، په ټيټ غږ ځواب ورکوي. "نه کېږي، له درې زرو يې یوه اوغانۍ هم نه ټيټوم، مجبوریت دی، وچکالي او ناچاري ده، کنه له شپږو زور ټیټ مې والله که خبره درسره کړې وی، د وچکالۍ دې کور وران سي، شین ډکی نسته، له لوږې به راته مردارسي که نه ستاسې په دې مردارو چاړو مې په خدای که پیرزو سي، اولادونه مې ولګې اخیستي."
   قصابان په ګټ کټ خاندي، یو د پاخه عمر لرونکی قصاب نورو ته ګوري او په مسخند ور زیاتوي: "ته يې قوارې ته ګوره، ته به وايې چې خپل اولادونه خرڅوي."
   کوچي په ناهیلي او بې وسه انداز ور وکتل، خو هېڅ يې ونه ویل، د یوه تنکي وري په سر يې د مهربانۍ لاس را تېر کړ، بې لاسه را روان ګړندي موټر هارنډ وکړ او څاروي يې وترهول.
شناخته قصاب یوه کیلو تللې غوښه راکړه او په اوږه يې  کېکاږلم، څه چرتونه وهې، قسمت دې نه و اشنا ، پرون ما هم درې دانې را چپه کړي وو.
۲۰۱۸، د اپرېل ۳۰مه
_ ګل رحمن رحماني

#لوږه کومه لنډه کیسه نه ده، په ښار کې زموږ له اوسني ژونده زما د یوې شېبې مشاهده ده، ويې دردولم او تصویر مې کړه.

Comments

Popular Posts