معجزه (نظم) / جنتي ژوند ته مو اور وراچولی:

اسرفیل وخته مرګی راباندې چوف دی
دې وطن کې ژوند خو هسې تصادف دی
داسې خاوره کې پېدا یو چې لمبه ده
اور نه ځان پکې ساتل نو معجزه ده
چې سهار سړی ژوندی له کوره وځي
شک یې دا وي چې ژوندی به بیا *نوځي؟
***
ښار کې درز اورېدل شوی، خلک مړه دي
د لښتي پر غاړه ګڼ کسان پراته دي
په جېبو کې موبایلونه یې شرنګېږي
خو دوی غلي، نه څه اوري، نه غږېږي
د دوی منځ کې یو ژوندی خپل ځان ته ځیر دی
لاس یې نشته د مور زنګ ورته په ویر دی
***
  کورنۍ ټي وي ته ناسته، مازدېګر دی
په یوې کوژدنې بیا دا دی اختر دی
د کوټې شاته کړکۍ نه ورته ګوري
خبریال یار یې بې درېغه په زړه ووري
زړه یې درز وکړ، د سر خبر یې دا و
وژل شویو کې ها یو د دې اشنا و
***
یو ټپي عسکر نه مړ دی نه ژوندی دی
په سجده دی، بس یو خدای دی او یو دی دی
د خپل پلار هغه خبره  ور یادېږي
چې په بدو دې هیڅوک نه در رسېږي
ناقبولو دعاګانو ته حېران دی
خدای به رحم وکړي؟ دا ورته ګمان دی
***
پر سړک په وینو سرې کامرې پرتې دي
په مرمۍ سورۍ سینې نه، سېپارې دي
وینې نه، ترې څڅېدلې کلېمې دي
او لیکلې یې د خدای ټولې نامې دي
خو پر دې نومونو څوک پاسه ختلي
او بوټانو سره نېغ جنت ته تللي
***
چا د کفر او اسلام تر منځ ولاړ یوو
قیامت شاته دی، موږ مخکې ورنه لاړ یوو
هوس اړ یوو چې له حورو مېندې ځار کړو
په غلمانو پسې خوېندې مو سنګسار کړو
جنتي ژوند ته مو اور وراچولی
او دوزخ ته مو خپل ورور وراچولی

#شفق
#Kabul #Attack #30April2018

Comments