«هیله درڅخه کوم چې دا دوه ناولونه حتما ولولئ.

۱- بغدادي پیر:  د افغانستان په سیاست کې به د پیرانو په تاریک رول او د خپل ولس په معصومیت و ژاړئ. پوه به شئ چې بې شعوري څومره لوی ناورینونه زېږوي. زمونږ ترقي پسند غورځنګونو څخه پر نګي ولې وېره درلوده. وطندوستي څه ته وایي او خاینان په کومه جامه کې پټ وي.

۲-ځانمرګی: و به پوهېږئ چې په سپینه جامه کې څومره مکار او تور زړي جاسوسان وجود لري. څنګه دې د دین سوداګر د جهاد په نامه تېر باسي او خپل وطنوال در باندې شهیدانوي. وطن در باندې ورانوي. مور دې بوره کړي. خور دې بې وروره. هم دې دنیا تباه شي، هم دې اخرت خراب.»

- نجيب ننګيال

Comments

Popular Posts