د خوشحال بابا پر مزار

باباسلام ستا احترام ته راغلم
کلونه وروسته دې سلام ته راغلم
بابا موږ ښه امانتکار خلک یو
ستا یو وصیت مو ښه پرځای کړ بابا
له مرګه وروسته مو په لوړه غونډۍ خښ کړې بابا
چې د مغل د آس د پښو ګرز درنه لیرې اوسي(۱)
بس موږ کرار کیناستو
لکه دا ستا دمزار شاوخوا،
د ډبروکاڼي
بس ځای پر ځای پاتې شوو
اوس د مغل دآس دپښو ګرز تا ته نه در رسي
موږ هم خوشحال یو پردې
بابا کلونه تیر شول
کلونه څه څلور پیړۍ تیرې شوې
موږ ستا مزار ته کله کله راځو
او پټ پټ څارو د مغل آسونه
چې د پښو ګرز یې مزار ته دا ستا ونه رسي
موږ به لیدل چې مغل نه راځي نور
چې د آسانو د پښو ګرز یې ستا روح آزار کړي
بس موږ خوشحاله په ارام کیناستو
***
موږ بدل نه یو لا هغه خلک یو
لا مو د دوست دښمن فرق کړی نه دی
موږه لا هماغسې ساده خلک یو
چې تا څلور پیړۍ د مخه ویل
موږ لا هغه خلک یو
او هغه دری خویونه اوس هم لرو(۲)
چې په نفاق مو اتفاق کړی دی(۳)
خپلو منځو کې لا هماغسې بد نیته یو موږ
جهل لا اوس هم دی ملګری زموږ
موږته لا اوس هم جهالته څخه
واړه کارونه ډیر آسانه ښکاري(۴)
اوس هم چړي له یوې خوا پیدا شي
بس په لږ علم پر موږ لوی ملا شي(۵)
بیا مو لیږي دیوه بل جګړې ته
په خپل کاله کې راته ورور بلا شي
***
بابا مغل اوس پر آس سپور نه راځي
پر موږ پراته یې د آسانو دپښو ګرزونه
په هغه ګرز کې موږ له یوبل ورک یو
پښې لرو خو باندې تللی نه شو
لاسونه هم خدای ښه قوي راکړي
خو یوه بل تې ورکولی نه شو
***
اوس بل مغل له ډیره لیرې ځایه
یوه تڼۍ ټینګه کړي
یوه تکمه یې زموږ کلي وران کړي
دیوې ګوتې حرکت یې موږ په وینو ډوب کړي
خو موږ لا هغسې یو
موږ هریوه دي ښخ پټکي تړلي
خو د دستار سړی لانه دی پیدا(۶)
ځکه چې چا سر پورته کړی دلته
اول یې موږ دی سر وهلی دلته(۷)
موږ لا اوس هم تورې تړلې بابا
خو د افغان په نامه نه دي بابا(۸)
توري وهو دبل لپاره بابا(۹)
لومړی ګوزار مو پر خپل ورور وي بابا
دخپل قاتل سترګې لیدلی نه شو
موږه اوس هم ستن جوړولی نه شو
دا راته ښکاري دشیطان پوهنه
په تش خبرو آسمانو کې ګرځو(۱۰)
بابا موږ هغسې ویده پاتې یو
او دا نور وینو سیارو کې ګرځي
مغل هم اوس پر آس سپاره نه راځي
هغوی خو اوس په طیارو کې ګرځي

- ښاغلی علم ګل سحر
د ۲۰۱۲ دفبروري ۲۰ نیټه
پښتونخوا- نوښار
===============
(۱) ما په داسې ځای کې خښ کړﺉ چې دمغلو د آسانو دپښو ګرځونه راته ونه رسي.
(د خوشحال بابا وصیت)
(۲)یوبد جهل بل بد نیت دریم نفاق
پښتانه په توره ښه دي تــــــــر مغلو
كه په پوهه پښتانه واى څه هـــوښيار
(۳)اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شه
ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کا
هره چاره د پښتون تر مغـــــل ښه ده
اتفاق ورڅخه نه شته ډېــــــــر ارمان
(۴)ملايي په ډېر تحصيل شي
شاعري ده له حکمته
ملکي خو پادشاهي ده
خاني هم له سلطنته
مفت اسان گڼي دا واړه
پښتانه له جهالته
هر سړى ورته ملا وي
چې په ياد کا څو آيته
(۵) یو ملا له کومې خوا نه راپیدا شي
په دا ملک کې په لږ علم لوی ملا شي
(۶)چې دستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي
(۷)پښتانه واړه بد خوی
کور په کور کوي غورځی
چې یو سر کړي پکې پورته
بل یې ووهي مغزی
(۸)د افغان په ننگ می وتړله تــــــــــــوره
ننگیالی دزمانی خـــــــــوشحال خټک یم
(۹)پښتانه په عقل پوهه څه ناكس دي
كوټه سپي د قصابانو د جوس دي
بادشاهي يې د مغول په ټنګو باېله
د مغول د منصبونو په هوس دي
اوښ له باره په خپل كور كې وراغلى
په اولجه د اوښ د غاړې د جرس دي
(۱۰)په چارم آسمان به ناست لکه عیسا ووم
که آسمان ته الوتی شوی په خبرو

Comments

Popular Posts