په د ټولنه کې ښځه توب څومره سخت دی؟!


نن يې د شپږم سمستر لمړۍ کلنۍ آزموينه وه مېرمنې مې «عابدې» ويل پوهنتون ته يوازې نشم تللی ځکه حالات خراب دي، يوازې مېرمنې ډېرې ځورېږي، خلک ورته بدې خبرې کوي، په ټکسي والا خو هیڅ باور نشته.
پس له واده يې دا لومړی سمستر وو. پخوا د پلار له کوره له مشرې خور سره يو ځای پوهنتون ته تلله. کله چې واده شوې نو ما به ټکسي موټر کې بېولې بيا څو ورځې خپله يو ځای په ليني موټرو کې لاړې او راغلې خو اوس کلنۍ آزموينې د دواړو په بېلابېلو ورځو دي نو مجبور يوازې لاړې شي.
ورته ومې ويل چې د پلار کره لاړه شه له هغه ځايه به لنډه پوهنتون ته ځې راځې خو خير د يوسي وايي آغا جان له مساپرۍ راغلی غواړم چې يو څه وخت ور سره تېر کړم.
نو له کوره مې راسره روانه کړه، تر ټولو د مخه له خپل اوښي سره مخ شوم کوڅه کې را روان وو، چې په موږ دواړو يې سترګې ولږېدې سر يې ښکته کړ او په غوسه مو د څنګ نه تېر شو. شايد تر ډېره به راته غوسه وو. د ده لپاره دا ډېر د شرم ځای دی چې له کوڅې نه يې هغه هم له خپلوانو يې کومه ښځه بهر ته وځي هغه هم بيا د درس لپاره، ښونځي ته هم نه آن پوهنتون ته ځي. شايد د ده په آند د نړۍ تر ټولو ستر بېغيرته به زه وم چې خپله مېرمن مې له کوره ويستله او پوهنتون ته مې بېوله.
هو زه هغه بېغيرته يم چې تل به له داسې غيرتيانو سره جنګېږم او د خپلو حق به ترې غواړم.

Comments