د کابل بدرنګه ننداره

د کابل ځينې کوڅې په پسرلي، اوړي او د مني په پيل کې ډېرې ښايسته وي، ښکلي کورونه، ښايسته کانکرېټي سړکونه او شاوخوا کې زرغونې ونې. خو، کله چې د مني آخري مياشت راشي نو هغه ښکلا ته خطر پېښیږي!
اوس دا څو ورځې چې هرې کوڅې ته دننه شم له کورونو د ډبرو د سکرو بد دودونه لوړېږي او ټول بېرته په همدې کوڅو کې را ټولېږي چې کس د ساه اخيستلو ته هم نه پرېږدي. دلته خوشال خان مېنه کې به پخوا همداسې خوښ او خوشاله ګرځېدلو آن پښو به مو پکې اوږده، اوږده مزلونه کول خو اوس حالت بدل شوی لکه د ښار غوندې اوس دلته هم ګرځېدل پرته له ماسک څخه نه کېږي.
دا به ډېر کم پېښ شي چې د مني په آخر او يا د ژمي په پيل کې د کابل کومې کوڅې ته دننه شی او هلته د تاسې د يوې يا څو ونو د وهلو بده ننداره ونه کړی. زه خو دا څو ورځې دلته خوشال خان کې ګرځم تر ۵۰ ډېرې ونې مې په خپلو سترګو وليدې چې خلکو له بېخه را ايستلې او کورونه به پرې ګرم کړي. ځينې خو ښه دي يوازې سر يې ترې غوڅ کړي راتلونکی کال نوره هم په کش کې شي يا يې که له بېخه وباسي هم پسرلي ته يې په ځای بله کښېنوي. تر ټولو بده دا چې داسې خلک هم پکې وو چې په ځای يې ګاراج جوړ کړ، يا يې کانکریټ يا موزايک ورکړل چې د کور مخه يې لږ غټه او مرمرينه ښکاره شي، ځينو يې آن د دوکان سامانونه ورته را وايستل او موقتي المارۍ يې پکې جوړې کړې.
سړی ډېر خپه شي. که د نويو ونو په ایښودلو کې سست وو لږ تر لږه دا شته ونې خو بايد وساتو. دا د راتلونکو نسلونو حق دی پر موږ. بايد لږ کار پرې وکړو!

Comments

  1. محترم دا مشکل هر برخه د کابل کی سته ، دارلمان سرک خو په ژمی کی دو متر هم د دید ساحه نلری او که کوځه کی تیر شی کالی دی د دود بوه اخلی بس الله دی خپل رحم وکړی

    ReplyDelete

Post a Comment