له تا وروسته

- یو سړی راغی. وېل د پاچا د اکا زوی يم. پاچا نور نا توانه دی. دا وطن زه جوړوم او ژر يې جوړوم. خلکو يې هر کلی وکړ. هغه رښتيا هم "ستا" د اکا زوی و، له دې وطن سره يې لېونۍ مينه لرله. خلکو "سردارِ دېوانه" باله.  پاچاهي د "لېونيو" کار نه و، خو دې "لېوني" ډېر "لېوني" سم کړل، اخر "لېونو سپو" وخوړ. :'(

- بل راغی. د کور، کالي، ډوډۍ نارې يې وهلې. لوړ لوړ به غږېده. د خدای په کارونو کې يې ګوتې وهلې. د دې وطن ټول اسوده سړي يې وواژل، وطن وږو ته پاتې شو. کالي يې ځنې ووېستل او کورونو ته یې اور واچاوه.

- بل راغی. ځان يې "امين" باله. وای د دې وطن "محافظ"  يم. خلک ترهېدلي و، لکه ترهېدلې غرڅې چې اخوا دېخوا منډې وهي. هغه عجبه وکړه. وای زه تاسې ټول وژنم. نور مې نه ياست پکار، يواځې 10 مليونه پاتې شئ. يواځې هغوی چې زمونږ پلويان وي. دې ناځوانه په خپلو خلکو کبر وکړ. د دې وطن خړ پړ خو مېړني ملت څادر ته يې په سپکه وکتل. بالاخره يوې شوروۍ زهر ورکړل. مړی يې په دهلېز کې کش کړ. لرې يې په تېګو کې واچاوه او يوه ازبک شوروي قومندان اور ورته کړ. ای کاش داسې نه وای شوي. :(

- بل راغی. له سرو بلاوو سره مل و، نوم یې "کارمل" و. خبرې نه، رمباړې به يې وهلې. هېڅ څه يې دې وطن ته نه پاته کېدل. ټول وطن يې تک سور کړ. له کورونو لوګي پورته شو. خلکو منډې کړې، د ګېدړې کور ته يې پناه وېوړه. توررر پنجاب ته...

- بل راغی. خلکو "غويی" باله. خو ده وېل زه "سړی" يم. سړی شوی يم، ستړی شوی یم. نور جنګ نه کوم. نور مو پليګون کې نه ښخوم. په توره شپه مو له کوره نه باسم....... خو هغه ډېر ناوخته سړی شوی و، ډېر ناوخته. هيچا باور پرې ونکړ، هيچا يې خبرو ته غوږ کېنښود، هيچچچا.... :(

- وطن اور اخيستی و. تک تور شوی و. هيڅ رڼا نه ښکارېده. سرې بلاوې وتلې وې. د ګېدړې له کوره زمريانو(!) رامنډه کړه، خو دوی زمريان نه و پاتې، لېوان ځنې جوړ شوي و. مونږ يې هم وخوړو، خپلو کې يې هم خوړل کول. کابل د وحشي ځناورو لاس ته ورغی. عجيب ځناور و، بيخي عجيب....

- اسمان ته مو سترګې نيولې وې. يواځې د اسمان د رحم په تمه و. نور هيڅوک د باور وړ نه و. خلکو نارې کړې، "طالبان راغلل، طالبان...".
د ټولو په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. مور مې وېل "طالبان" ښه خلک دي. عاجزه، خاکساره او نرم زړي. په چا ظلم نه کوي، په نيمه ډوډۍ هم وخت تېروي. که وږي وي هم، ټپې وايي. تر نيمې شپې يې شمعې بلې وي. دوی د رڼا لارويان دي. دوی مسافر دي.....
خو اخخخخ مورې! ته څومره ساده وې. هغوی "طالبان" نه و. يواځې کالي يې سپين و. مخونه يې تور و، زړونه يې تور و، تر ملاوو يې چړې را ځړېدلې او....
د وطن طالب مړ و، ټپه يې مړه وه، ډېوه يې مړه وه. دا بل څوک و، بيخي بل څوک....

- اکا به مې ويل. بچيه مه خپه کېږه. ته دې سبق وايه. پاچا راځي. پاچا ژوندی دی. پاچا د خدای سيوری وي. خلکو احوال ور لېږلی، هغه حتما راځي. مونږ ټول يې مخې ته ورځو...

هو، یوه ورځ پاچا راغی. هغه دنګ قامته سړی. په ملا مات شوی، لکه زما مات ملت. مخ یې لکه نړېدلی کابل؛ چاود چاود شوی و. خو په سترګو کې یې لا هم جلال و، پرتم و، دبدبه وه، د یوه لوی ملت د غرور نښې...

پاچا سجده وکړه، د شکر سجده. د ملت بابا شو. هفه مسافر پاچا وروستی بخت و ازمویه. په وطن شو، په ارامه یې ساه ورکړه. نه یې زجر ولید او نه یې په مرګ چا اتڼونه کول. درې ورځې ماتم اعلان شو او جنازې ته یې ټول ښار سلامي ولاړ و. خلکو د وطن د ارامۍ او شفقت وروستی سمبول په سلګیو خاورو ته وسپاره.

اروا دې ښاده پاچا!

خدای دې وبښه، خو....،

پوهېږې پاچا؟
اوس ستا تخت د ډېرو کوچنیو خلکو په برخه رسېدلی. هغه د جاه و جلال قصر اوس برخې برخې شوی. یو کونج د بل د دښمن دی. اوس د داسې چا په برخه دی چې د سهار ژمنه ماښام ماتوي، او د ماښام په خبره سهار نه وي ولاړ. ان ستا د تخت په واکمن هم ولږه حاکمه ده. خپله درې وخته ډوډۍ په خیرات غواړي. خلک هم وږي دي. ملت یوې نامالومې خوا ته روان دی. هیچا ته منزل نه دی مالوم، هیڅوک نه پوهېږي څه به کېږي؟ بچي دې لېوني شوي ځانونه چوي. یو بل خوري، یو بل وژني.

پاچا! باور دې وشه،
مونږ لا هم د سولې په ارمان ژوند تېروو. لا هم د دې وطن ارامي خلکو ته یو رنګین خوب ښکاري. لا هم ستا د پاچاهۍ کیسې خلکو ته افسانې ښکاري. سپین ږیري په اوښلنو سترګو ستا د طلایي زمانې کیسې کوي. د ځوانانو یقین نه راځي، څوک یې تصور کولی هم نشي. سوله لکه یوه ورکه مینه لالهانده پسې ګرځو. نه راځي، هیڅ نه راځي. :(

___ نجيب ننګيال

Comments