امیر عبدالرحمن خان خاین کې اتل؟؟

بسم الله الرحمن الرحیم!
امیر عبدالرحمن خان خاین کې اتل؟؟
*
امیر عبدالرحمن په افغانستان کې دومره بدنام نوم دی، چې ښايي کم خلک به وي چې په خپل قام او اولس دې یې واکمني کړې وي، او بیا دې دومره بدنام وي چې څوک یې له تصور او نوم سره هم جوړ نه دي، هغه خاین بلل کیږي وطن پلورنکی بلل کیږي او نور ډیر نومونه پرې ایښودل کیږي ؟ ایا په رښتیا هم امیر خاین دی؟ او کنه د افغان تاریخ تر ټولو ځلند ستوری همدغه امیرنا عبدالرحمن خان دی. په امیر لوی تور د ډیورنډ کرښې لاسلیکول دي . خو راځئ چې له خپلو سترګو وهمي پټۍ لرې کړو او د خپل نزدې تیر تاریخ پاڼې واړو چې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې او تر هغې راوروسته د افغانستان او او بیلو پښتو پر برخلیک څه شوي او ولې شوي؟
توکل په خدای جل جلاله راځئ دا تاریخي تول له هغه ځایه پیل کړو چې زموږ تاریخ لیکونکي یې د معاصر افغانستان بنسټ ایښونه بولي !!!
لیکونکي تاریخ له احمد شاه ابدالي پیلوي، احمد شاه بابا د واکمن نادر افشار تر مرګه وروسته ( ۱۱۳۵- ۱۷۲۳ ) په کندهار کې د یوې ناستې، په ترڅ کې د کتابونو په وینا د یوه داسې کس له خوا د خراسان ( افغانستان ) پاچا وټاکل شو چې وايي ملنګ و ، دده خپل لښکري و او صابرشاه لاهوري یې باله.
احمد شاه ابدالي تر تاج پوشۍ وروسته د خپلې واکمنۍ د پراختیا په موخه جنګي اسونه زین کړل.
احمد شاه ابدالي، د خپلې ( ۲۵ ) کلنې واکمنۍ په ترڅ کې په دې وتوانید چې بدخشان ، بلخ، میمنه، قطغن، مرو، مرغاب، هرات، طوس او نیشاپور، سیستان او بلوچستان، مولتان، کشمیر او چترال ، کابل او غور، پیښور او پنجاب د خپلو لْښکرو تر پښتو وباسي او لاندې یې کړي.
احمد شاه ابدالي ستر جنګیالی او مارشال واکمن و، خو له بده مرغه کله چې د بابا عمر پای ته نزدې کیږي، په تاریخ کې درک نشته چې هغه تر ځان وروسته ددغې عظیمې امپراتورۍ د خوندیتابه او مصونیت لپاره کوم ، حکیمانه او مدبرانه فکرونه کړي ووۍ، ځکه دا امپرتوري بابا جوړه کړې وه، او د سیمې او د هغې د خلکو له روان سره ښه بلد و، خو ما په تاریخ کې کوم داسې پلان ونه موند چې بابا دې هغه ددې امپراتورۍ د ساتنې او نظام چلونې لپاره خپلو خلفو ته پريښي وي.
د احمد شاهي تاریخ لیکونکی، محمود حسینې منشي لیکي احمد شاه ابدالي په ( ۱۱۶۷ ) کې د لویدیځ خراسان د نیولو تکل وکړ. او ولایت عهدي او د سلطنت نیابت یې تیمور میرزا ( وروسته – تیمورشاه ) وسپارله
خو د تیمورشاه د واکمنۍ د مهال د مجمل التواریخ لیکونکی ابو الحسن ګلستانه بیا بل څه بل څه وايي هغه کاږي چې احمد شاه دراني د خپل ژوندانه په وروستیو میاشتو کې هرات او د هغه توابع تیمورمیرزا، کندهار خپل دویم زوی سلیمان میرزا، او کابل پرویز میرزا ته وسپارل. او شهزاده سکندر یې هم ولیعهد وټاکه او هم د پنجاب واکمن.
یو شمیر تاریخ لیکونکي د افغان امپراتورۍ دغه راز ویشنه د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو لویه تیروتنه بولي، او ښايي دلیل ورسره دا وي چې د بابا تر مرګه وروسته د هغه زامن په خپلو کې د مشرۍ په سر لاس او ګریوان شول، او که تاریخي حقیقتونه په پام کې وي، له اوسنیو وینو هم د هم هغو توپیرونو او کرکو بوی راځي.
هغه مهال چې د احمدشاه بابا یوه لمسي محمود د هغه مهال د ایران د قاجار واکمن په مرسته د خپل ورور محمود تخت او بخت چپه کړل، د شهزادګانو جګړه دومره توده شوه، چې استعمار خپل ګوزار وکړ، او پيښور، ډیره اسماعیل خان ، او د هند برخې له احمدشاهي امپراتورۍ بیلې کړای شوي چې تر اوسه بیلې دي!!!
تر( ۱۲۱۶ – ق ) وروسته چې کابل واکمن او د احمد شاه بابا لمسی زمان د ورور جګړې په پایله کې شرقي ولایت ته وتښید او د چپرهار د شینوارو په عاشق کلا کې ونیول شو او په کابل کې یې ترې دواړه سترګې بوټې وویستې نو ورسره جوخت یې خپل سکه ورور شجاع الملک په داسې مهال د انګریزانو تر ولکې لاندې پیښور کې ځان د افغانستان پاچا اعلان کړ او د احمدشاهي امپراتورۍ د تاج دعوه یې وکړه چې د تاریخ لیکونکو په وینا د ملاتړو شمیر یې تر ( ۲۰۰ ) نه اوښت.!!!
احمد شاه بابا چې د نادرشاه افشار تر مرګ وروسته اس د کندهار په لور پونده کړ، او پاچا شو نو لومړی ځواکمن ملاتړی یې د ( محمدزو – بارکزو ) یو نامتو سردار جمال خان چې ورپسې نور خلک هم له احمد شاه ابدالي سره بیعت ته ورمات شول.
په ( په ۱۲۰۷ – ق ) کې د جمال خان لمسی امیردوست محمد د احمد شاه ابدالي لمسي محمود ته د یوې چلوټې په پایله کې ماتې ورکوي ځان ( امیر المومنین ) نوموي او د خپل پر تخت تکیه کوي خو امیر یوازې دې میدان ته نه دی کیوتی بلکې ( ۱۹ ) نور ورونه یې هم ورسره دي چې ( ۲۰ ) یې کړيٍ ، ددوی سپرو په افغانستان کې اړو دوړ نور هم زیات کړ.
خو بله خوا د احمد شاه ابدالي لمسی شاه شجاع د کابل تخت په خوبونو کې لیده، چې پخوا يې د هغې د حصول په برخه کې له خپله وروره محموده ته ماتې خوړلې وه.
دا نو یو داسې وخت دی، چې کابل واکمن دوست محمد خان د رنجیت په مشرۍ د سیکانو په مشرۍ د جهاد اعلان هم کړی دی، او د هند میشتو پرنګیانو ورته پام شوی دی.
د دوست محمد خان دغه درې واړه مخالفان په پنجاب کې جرګه کیږي او په دې شرط د شاه شجاع د پاچاکیدو لوړه کوي ، چې پاچا شي چې له انګریزانو سره به نیک اړیکي ساتي، او له خیبره تر سند دریابه سیمو باندې به د رنجیت سنګ او سیک لښکرو راج مني!!!
د (۱۲۵۷ –ق – جمادی الثاني) کې له انګلیس سفیر مکناټن سره لاس په لاس او اوږه په اوږه کابل ته راننوت – دوست محمد خان مخکې لا د بخارا په لوري پښې سپکې کړې وې.
خو په ( ۱۲۵۷ – ق ) کې کابل ښاریانو پاڅون وکړ، او انګریران له کابله په تیښته کې شول خو پر لاره پرې داسې مرګوني ګوزارونه وشول چې پرته له جنرال برايډنه ټول لښکر تس نس شو – دا ځل نور انګلیسانو امیر دوست محمد خان ته وویل چې د تخت سمبالتیا ته رامخکې شي خو شرط یې داوچې له خیبره سنده پرتې حاصل خیزه ځمکې دوی ته پریږدي!!!
په ( ۱۲۸۳ – ق ) کې د جمال خان محمدزي کړوسي محمد افضل خان د خپل جسور زوی ( امیر عبدالرحمن خان ) په مرسته ، پر تخت کیناست د امیر تر مرګ وروسته د هغه ورور محمد اعظم خان ( ۱۲۳۶ ) پر تخت کیناست، دغه ناسته له یوه پلوه ځلنده او بلنده ارزښت لري، هو دلته افغان سید جمال د یوه وزیر په توګه راښکاره کیږي هغه څوک راښکاره کیږي چې د معاصر افغانستان د جوړولو مفکوره یې پًه سر کې وه، تر دغه مهاله زموږ په تاریخ کې تخت وتاج شته زین کړي اسونه شته، نیول او پرښودل شته ، خو د هیواد اوملي واکمنۍ یو روښانه تصور د هیچا په سر کې نه و، دا د ابدالیانو او محمدزیو تاج پسري او لښکر سالاران نه وو چې د هیواد او ملي واکمنۍ مفکوره یې په مغزو کې وټوکیده بلکې د حضرت محمد صلی الله علیه د قام یو خپلواک او روښان فکره مسلمان افغان سید جمال الدین و چې د افغانستان له یوه لرې ختیځ ګوټ کونړه راپورته شوې ، هغه چې ملي شاعر ګل پاچا الفت یې داسې حقیقت داسې بیانوي.

میندې راوړي ډیر زامن ډیر اولادونه
یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي
جو دانې قدر یو لعل پکې پیدا شي
نور جهان واړه د تورو کاڼو غر شي
د خلقت له کارخانې نه کله کله
په جهان پیدا یو بل شانې بشر شي
د کونړ د دنګو غرونو په لمن کې
نابغه فرزند پیدا د سید صفدر شي

تر امیر محمد اعظم خان وروسته د هغه ورور امیر شیر علي خان باچا کیږي، لا سید جمال الدین افغان له ده سره هم پاتې دی ، سید د نوي افغانستان د جوړیدو په نیت يوه تګلاره چمتو او امیر شیرعلي خان ته وسپارله ، په دې تګلاره او نوښتي پلان کې د معاصر حکومت ګڼې نښې موجودې دي د یو شمیر موضوعاتو یادونه یې کوو.
د سید د غوښتنو په سر سر کې دا راتله چې د یوه سټیټ او هیواد د جوړلو لپاره تر ټولو مخکې اړینه ده، چې د ملت له اوږو د استعمار جغ لري شي او له انګریزانو بشپړه ازادې واخستل شي.
۲: بله غوښتنه یې داوه چې د حکومت نا منظم او شیندلي جوړښت ته د پای ټکی کیدي او د نړۍ د پرمختللو هیوادو په څیر دې د حکومت مشروع هسته ( کابینه جوړه کړې )
۳: تر د غه مهاله افغانستان یوه منظمه اردو او پوځ هم نه درلود، او د معاصر حکومتي جوړښتو یوه ځانګړتیا دا هم وه، چې د هیواد د پولو ددفاع لپاره یې منظم پوځونه لرل، نو ځکه ( سید ) هم د هیواد د عصري کیدو په غرض د منظم ملي پوځ د جوړیدو سپارښتنه وکړه .
۴: پښتو ژبه چې تر دغه وخته یې ددربار له خوا ملاتړ نه و شوی، دې یې د ځواکمنولو غوښتنه کوي، په افغانستان کې د پښتو معاصر ادب او معاصر ژورنالیزم د سید جمال الدین له همدې غوښتنې زیږیدلي دي.
۵: تر دغه مهاله د افغانستان تعلیمي نظام هم، داسې ښکاري لکه هماغه دودیز نظام چې د اسلام تر راتلو وروسته دود شوی و، خو دغه مهال نړیوالو علومو بل رنګ اخستی و ښايي ځکه سید جمال الدین افغان په نوي نړیوال سیستم د ښوونځیو جوړولو غوښتنه هم وکړه.
دغه راز لارې او سړکونه هغه څه وو چې په نوي حکومتي تصور کې ارزښتمن مواصلاتي، تجارتي، اقتصادي او پوځي ارزښت درلود دا سپارښت هم د سید و چې حکومت باید لارې او سړکونه جوړ کړي.
مطبوعات هم په پرمختللې نړۍ کې د یوه دولت اړین جز بلل کیده، چې د ملتونو د یووالي پوهاوي، تبلیغاتو، او حکومتولۍ لپاره کاریدل، د سید په سپارښت د شمس النهار په نامه د افغانستان د تاریخ لومړۍ جریده هم له چاپه راووته.
دغه زمانه کې د نړۍ د هیوادونو راشه، درشه پیدا شوې وه، او ترڅنګه یې تقریبآ د نړۍ د ګڼو هیوادونو تر منځ پوستي اړیکي موجودې وې، سید جمال الدین افغان غوښتنه وکړه چې د پوسټ له لارې هم افغانستان له نورې نړۍ سره وتړل شي.
د امیر شرعلي خان تر مرګ وروسته سلطان یعقوب خان رامخکې کړ او دا ددې لپاره چې دوست محمد خان له روسانو سره اړیکي پیل کړي وو نتیجه دا شوه چې انګریزانو پر افغانستان دویم برید وکړ او د بولان – کندهار پر لاره تر کابله راغلل بلکې نورو ولایتونو ته هم خپاره شول، او۱۸۷۹ م کال کې يې په یعقوب خان د ګندمک بدنام تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې شالکوټ، له فوشنجه ته کوژک غره، له کرمې تر ځاځیو، ان تر خیبره سیمې له افغانستان بیلې او په بریتانوي هند پورې وتړل شوې!!!
افغان ازادي غوښتونکو ځای په ځای په استعمارګرو ځواکونو مرګوني ګوزارونه وکړل داسې ګوزارونه چې وار پار یې ترې خطا کړ، نو انګریزان دداسې واکمن په فکر کې شول چې دوی ته د تیښتې لاره برابره کړي چې دا کس امیرعبدالرحمن خان و.
امیر عبدالرحمن خان :وزارتونه
تر اوسه چې انګریزانو په افغانستان کې د کومو واکمنو ملاتړ کړی و، هغه ددې موخې لپاره و چې افغانستان یې په مرسته ونیسي، یا پرې د پښتونخوا زړه قبضه له سره نوې کړي ، او یا هم افغانان په خپلو کې سره وجنګوي، امیر عبدالرحمن خان یوارینې واکمن دی چې پر انګریزانو قام او وطن نه پلوري بلکې له انګریزانو سره ددې هوکړې په پایله کې رامخې ته کیږي چې د ګندمک تړون په رڼا کې به استعماري لښکرو ته د خوندي تیښتې لاره برابروي او بس.
که د معاصر افغانستان د مفکورې ماسټر ماینډ او مخکښ اتل سید جمال الدین افغان دی نو پلی کونکی اتل یې یوازې او یوازې امیر عبدالرحمن خان دی، د شیرعلي خان او امیر اعظم خان په وخت کې هم هڅه وشوه چې د معاصر افغانستان د جوړیدو دغه ماسټر پلان عملي کړی، خو اصل کس چې د سید مفکورو ته یې د عمل جامې واغوستې امیر عبدارحمن خان و. د تاج التواریخ او نورو سندونو له مخه د سید پلان په عملي ډګر کې داسې پلی شو.
۱: امیر دوست محمد خان پخوانی حکومتي جوړښت ړنګ کړ،خپلواک بنسټونه یې جوړ کړل او نیغ په نیغه یې ټول د ځان یانې پاچا تابع کړل.
۲: امیر عبدالرحمن خان اداري تشکیلاتو ته وسعت وبښه او ګڼ ماموران یې په بیلو پوسټونو وګمارل ، د فساد ضد مبارزه یې پیل کړه ، او د مجازاتو او مکافاتو تله یې ولګوله.
۳: د چارواکو د نظم او روڼاوي په موخه یې د لومړي ځل لپاره ( دستورالعمل حکام وظباط ) نومې قانون جوړ او عملآ یې پلی کړ.
۴: همدا راز یې د افغانستان د قضايي بنسټ د رغیدا په ترڅ کې ی ( اساس القضات ) قانون هم جوړ او عملي کړ.
۵: د محاسبې او بانکدارۍ بنسټ هم د ( شهاب الحساب ) په نامه تګلاره او قانون دود کړ.
۶: همدا راز د مامورانو د نظام د سمې چلند په موخه یې ددفترونو لپاره د حاضرۍ کتابونه واچول.
۷: خزانه: خزانه د مالي لګښتونو د خوندیتابه، لګښت او حساب مسووله وه.
۸: عدلیه : دا اداره د قضايي چارو د ترسراوي په نیت جوړه شوې او د ( او د اساس القضات قانون په سیوري کې چې د همدې غرض لپاره جوړ شوی) چلیده.
۹: ددولتي ودانیو اداره : دې نوې جوړې شوې ادارې د دولتي ادارو د ودانیو، سړکونو پولونو، سړکونو، کاروان سرایونو، د سړک پر غاړو نیالګیو ایښودنې، او پوځ کلاوو جوړولو سره سروکار درلود.
۱۰: طبي اداره : د روغتونونو سنبالښت ، د ناروغانو درملنه، د ناروغیو پر وړاندې د خلکو وقایه او نورې اړوندې طبي چارې ددې جوړې شوې ادارې موخې وې، چې پوره کولې یې.
۱۱: کانونو اداره : دې ادارې په بیلو سیمو کې د بیلو کانونو له موندنې، را ایستنې، او نور چارو سره سروکار درلوده.
۱۲: اذوقې اداره : تدارکاتو، سرپرستۍ او لیږدونکو ترانسپورتي وسایلو او څاریو سره تړاو درلود.
۱۳: تدریس اداره : د پوهنیزو چارو، ښوونځیو او مدرسو اداره او همدا راز یې له ملایانو امتحانونه اخستل او بري لیکونه یې ورکول.
۱۴: سوداګرۍ اداره : کورنۍ او بهرنۍ سوداګري یې سنبالوله.
۱۵: د پوسټ اداره : لیکونه استول را استول ، کڅوړې لیږل، او خبرتیاوې خپرول یې کار و.
۱۶: پوځ امیر عبد الرحمن هغه څوک دی چې د لومړي ځل لپاره یو ځواکمن افغان پوځ جوړ کړ، او نظامي برخې ته یې دومره پام وکړ چې ددولت دریمه برخه بودیجه يې پر پوځ لګوله د هغه د واکمنۍ پر مهال د افغان پوځ د سرتیرو شمیر ( ۹۶۴۰۰ ) تنه و، پوځ د پلیو، سپرو، او توپچي ځواکونو رغیدلی و.
۱۷: نیمه پوځي ( ملیشه ) ځواکونه: ددې ځواکونو د سرتیرو شمیر ( ۶۰) زره کسانو ته رسیده، دوه څانګې یې لرلې چې یوه ( خاصه دار ) او بله ( خوانین سوران ) نومیده، دې ځواکونو د افغانستان سرحدونه ساتل، له خانانو ، ملکانو، او قامي مشرانو سره پاتې کیدل چې د اړتیا پر مهال راپورته شي. امیر هڅه کوله چې په هاغه زمانه کې د افغان سرتیرو لپاره تجهیزات او مهمات بیامومي.
۱۸: صنعت او کارخانې : امیر په ۱۸۸۶ م کال کې له اروپا نه یوه حربي کارخانه راولیږدوله او په کابل کې یې ( کارخانه خانه ) په نامه فعالیت پیل کړ. سربیره پر دې یو شمیر نورې کارخانې هم جوړې شوې چې د بیلګې په ډول د وسلې جوړونې، کارتوس جوړونې، الکول جوړونې ، ضرب وهنې، څرمن جوړونې، بوټ جوړونې ، صابون جوړونې ، شمع جوړونې، خیاطۍ، باروت جوړونې، حلبي سازۍ، غالۍ اوبدلو، چاپ او نورې کارخانې جوړې شوې.
۱۹: امیر د مالیاتو نظام هم جوړ کړ، چې له دې کار سره مرکزي حکومت او ولایتونه دواړه پیاوړي کیدل د هر ولایت مالیه په منځ دوه برخې کیده یوه برخه یې دولت اخسته او او یوه برخه یې ولایت ته پاتې کیده. د مالیاتو نظام خپله د امیر له خوا څارل کیده.
۲۰: بهرنۍ سوداګري: د امیر د وخت ښه امنیت ددې باعث شوی و چې د افغانستان کورني مارکیټونه او سوداګري پرمختګ وکړي.
د امیر حکومت سوداګرو ته پورونه هم ورکول چې سوداګري یې له ماتې سره مخامخ نه شي.
امیر بهرنۍ سوداګري هم پیل کړه، ارزښتناک او نیمه ارزښتناک کاڼي، وچې میوې، لرګي، قره قل او نور بهرنیو هیوادونو ته استول کیدل.
۲۱ : استخبارات : امیر د استخباراتو اداره هم جوړه کړه، چې دوه ډوله کارکونکي یې لرل، یو یې ښکاره او بل یې مخفي اسخباراتي پولیس و، په دې اداره کې زرګونو ښځو او نارینه وو کار کاوه، او مشري یې په خپله د امیر په غاړه وه.
۲۲: کابل واکي : امیر په خپل ټول زور سره هڅه وکړه چې د اوسني افغانستان دننه ، وړې کورواکۍ، ملوک الطوایفۍ او بغاوته وځپي او مرکزي واک وروغځوي، نوموړي په دې کې بریالي شو او یو ټینګ او پر ټول اوسني افغانستان واکمن نظام یې ټينګ کړ، خو په دې برخه کې د یو شمیر خلکو په بې ځایه وژنو او ځورونو هم تورن دی.
۲۳: فساد ضد مبارزه : امیرعبدالرحمن خان په ښار بازار کې د شکایتونو صندوقونه لګولي وو هر چا به چې هر شکایت درلود په لیکلې بڼه به یې ورغورځوه، موظفو کسانو به تر ټاکلي وخت وروسته صندوقونه پرانستل او شکایت پاڼې به یې د امیر مخې ته ایښْودې.
۲۴: د افغانستان د تجزیې د مخنیوې لپاره لاس په کاریدل:
ښايي یو شمیر یې پر نیت شک وکړي خو زه د امیر له خوا د افغان سیمو ګڼ قامیزه کول چې یو شمیرا قوام او قبابل یې له خپلو مینو پاڅول او هلته یې واستول چې تر ډیره یو قام وسیده، په تیرو جګړو کې دغو ناقلینو درانه تاوانونه هم ولیدل خو بیا هم چې ګورو زیان یې نشته او ګټه یې ډیره ده په تیرو کورنیو جګړو کې هم د یو شمیر غرض لرونکو رسنیو تبلیغات دا و چې ښايي افغانستان تجزیه شي، بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دا ویره رامخې ته شوه، خو ښايي یو علت به دا هم و چې الله تعالی افغانستان له ټوټه کیدو وژغوره.
بیل کلتورونه د ژوندانه بیل رنګونه تازه کوي او ښايي کله کله دوه دودونه یو ځای شي او دریم دود جوړ کړي، دغسې په سیمه کې ژبې ډیریږي او ماشومان له ماشومتوبه څو ژبې زده کوي. همدا راز بیل قامونه بیلې تجربې شریکوي او ژوند ته ښکلې او اسانه بڼه ورکوي.
۲۵: اسلامي زده کړو ته پا:
امیر عبدالرحمن خان د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړی پاچا دی چې اسلامي تعلیماتو ته یې خاص پام وکړ، روزنه یې د هغوی وکړه، بري لیکونه ورکړل او سنبال یې کړل، مدرسې او قضاوت ځایونه یې ځایونه یې جوړ کړل، او کافرستانیان يې له نورو افغانانو څه باندې زر کاله وروسته مسلمانان کړل او د هغوی پر جنتي سیمه یې نورستان نوم کیښود.
هغه وصیت نامه چې خپل زوی ته یې پريښې ړومبۍ خبره یې ورته ددین او اسلام کړې چې تر رعیت مخکې یې هغه باید احکامات ومني او پر ځان یې عملي کړي. همدا راز یې ورته سپارښت کړی و چې د لویدیځ بلاد په څیر په ټول افغانستان کې د اسلامي عرفان خانقاوې جوړې کړي او دا نور خپور کړي.
تاج التواریخ ښيي چې خپله امیر عبدالرحمن خان متدین او عارف مشربه پاچا تیر شوی دی، دا چې څنګه پاچا شو ، دا هر څه د یوه خوب نتیجه بولي.
وايي چې یو نوراني شاهانه انسان او څو ښکلي ملګري یې ناست دي، امیر او یو بل تن د تخت لپاره بخت ازمايي لومړی له هغه بل کس نه پوښتنه کیږي که پاچا شوې څه به کوې؟ هغه ځواب ورکوي که پاچا شوم ټولې بتخانې به ورانې کړم او جوماتونه به جوړ کړم خو کله چې له عبدالرحمان خانه پوښتنه کیږي دې ورته وايي چې عدالت به کوم بتان به ماتوم او کلیمه به دودوم. وايي نوراني انسان پریکړه کوي چې عبدالرحمن خان پاچا شو،وايي نوراني انسان حضرت محمد صلی الله صلی الله علیه وسلم او ورسره نور مبارکان یې یاران وو – امیرعبدالرحمان خان وايي چې د خوب تعبیر یې د پاچا کیدو په بڼه وشو.
امیر عبد الرحمن خان او ډیورنډ کرښه :
د لیکنې د پیل په برخو کې یادونې وکړې، د احمد شا بابا تر وفات وروسته ګڼو واکمنو په نوبت نوبت له خیبره تر سنده ځمکه بار، بار پلورلی او هڅه یې کړې چې ددې تجارت له لارې د کابل تخت وګټي، امیر عبد الرحمن خان ته هم هغه میراث راپاتې و، بیا خو دا خاوره د ښامار له ژامې لال را ایستل و.
خو راځئ وګورو چې امیر عبدالرحمن خان پښتونخوا د کابل د تخت لپاره پريښې وه که تر شاه یې څه نور تاریخي علتونه شته؟
کله چې انګریزان له برني افغانستان نه وتل نو د افغانستان لپاره یې دوه انتخابه لرل، یا باید سیمه، سیمه وویشل شي او د هرې سیمې واک یو ځواکمن سیمیز مشر ته ورکړل شي، یا هم یو ځواکمن پاچا ته وسپارل شي چې ددوی خبره ومني ، څرګنده به شي چې امیر له هند میشتي انګریز سره څه راز چلند کوه خو لږ تر لږه د امیر په راتګ د افغانستان د فاحشې تجزیې مخه خو ونیول شوه، ګنې ښايي اوس به مو مشکلات چو چنده ډیر وو.
له هند سره د تزاري روسیې لیوالتیا او هلته د انګریزانو څک کیدل هغه څه وو چې تر امیرعبدالرحمن مخکې یې دواړه لوبغاړي په یوه ډول د افغانستان د سیاست سټيج ته بللي وو، او دغه مهال ددواړو رقابت لوړ پوړ ته رسیدلی و، روسانو عملآ د افغانستان پر شمالي سیمو بریدونه وکړل او یو شمیر سیمې یې لاندې کړې، د افغان پوځ سرتیري ورسره وجنګیدل او د ( ۳۰۰ ) شهیدانو په ورکولو سره یې لوی پور پرې کړ، امیر داسې ځای ولاړ و چې یوې خواته یې ډانګ و او بلې خواته پړانګ که له یوې خوا روسانو عملا د افغانستان امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ننګوله بل پلو هند میشتو پرنګیانو غوښتل چې د روسانو تر راسیدو مخکې افغانستان ته لاس وغځوي او د روس له منګولو یې وباسي.
که امیر روس ته لاس ورکولی انګریز افغانستان خوړه، او که انګریز ته یې لاس ورکوه روس خوړه، دوه هندواڼې په یوه لاس نیول کیدی نه شوي ، او که دواړه یې خفه کولی، ښايي دواړه مخکې راغلي وای، او که یوه یې انتخابولی څوک به یې انتخابوه؟ افغانستان دا مهال د تجزیې له لوی خطر سره مخامخ و، هیڅ لاره نه وه دا امیر عبدالرحمن تدبیري مشري وه چې دغه مهال یې دغه راپاتې افغانستان راوژغوره تللی افغانستان عملآ له پخوا د بریتانوي هند برخه وه.
د دوو لوریو ددوو لویو اروپايي امپراتوریو تنبه کیدل و چې له امیر سره یې د پاتې افغانستان د ژغورلو فکر پیدا کړ پښتانه وايي که ګور ګران دی د مړي ناکام دی، هو امیر په زړه چاړه راښْکله او له انګریزانو سره یې په ( ۱۸۹۳ ) کې هغه تړون ومنه چې لا یې چا ریښتینې بڼه نه ده لیدلی داسې بڼه چې په هغه دې د افغان واکمن امیر عبدالرحمن خان لاسلیک ولري، د سند هغه نقلونه چې په انګلستان او هند کې ورته لاس رسی شونې تش تړونونه دي او د امیر لاسلیک پرې نشته.
افغان مورخ مرحوم حسن کاکړ د شته متن پر اصلیت هم شک کړی دی او داسې یې جوته کړې چې خپور شوی متن هغه نه دی کوم چې امیر لیدلی و نوموړی لیکي (امیر عبدالرحمن د دغه توافق لیک عملی کیدل د مومندو. باشګل او خیبر په برخه کی نه منل ، د هند حکومت د امیر لومړني دوه اعتراضونه ومنل خو د خیبر په نښه کول پاتې شول . په توافق لیک کې له اسمار نه تر بدخشان پورې د باشګل دره د برتانوی هند د نفوذ ساحه وه خو د کرښې د نښه کولو په وخت کې امیر هغه ونه مانه او د هند حکومت ته یی په ټینګه وویل چې« د کافرستان اخری کور هم په افغانستان پورې اړه لري. » د هند وایسرای د امیر اعتراض ومانه او د توافق لیک په متن کې یې د باشګل شمول د هند په نفوذی ساحه کې یوه تیر وتنه وبلله . داسی هم امیر د مومندو په برخه کې د کرښې د غزولو په وخت کې د هند حګومت ته وویل چې «ټول مومند د افغانستان برخه ده .» د هند برتانوی حکومت د امیر دغه ادعا رد نه کړه خو په اړه یې څه ونه کړل او امیر ته یې ځواب هم ور نه کړ، د امیر په فکر د هند د حکومت دغه چوپ پاتې کیدل د هغو له خوا د ده ادعا منل وو )
په رښتیا هم چې یوازې د امیر همدغه دوه اعتراضونه راواخستل شي، ثابتوي چې په دې متن کې ګوتې وهل شوي ، او چې دوه ځایه ګوتې وهل شوي چاته معلومه ده چې نور جعل دی نه وي شوی، زما په فکر ښايي دا تړون هغه نه وي چې امیر منلی و، داسې ښکاري چې د امیر عبدالرحمن خان تر مرګه وروسته انګریزانو دا تړون لیکلی، او ددې لپاره چې د اصل او واقیعت ګمان پرې وشي په لوی لاس یې په کې یو شمیر تیروتنې کړې دي. او تر هغې چې پر تړون د امیر لاسلیک ونه وینم او بیا د هغه لاسلیک اصلیت معلوم نه شي پر خپله دې عقیده ولاړ یم خیر دی که یوازې هم ووسم. ښاغلی کاکړ وايي چې انګریز مرکچي ډیورنډ امیرعبدالرحمن خان ته د تړون فارسي متن هم ورکړی و وايي په فارسي متن کې هم د امیر لاسلیک نشته، نو وايي تر هغې چې ددواړو لوریو له خوا لاسلیک شوی متن مخې ته نه وي دا متن په حقوقي ډول د منلو نه دی.
بله دا چې ښاغلی کاکړ وايي په تړون لیک کې د اعتبار موده هم نشته او علت یې دادی چې دا د هیڅ وخت لپاره نه و یوازې تر هغې و چې افغانستان د روسیې له خطر سره مخامخ دی.
ښاغلی کاکړ د یو شمیر داسې ټکو یادونه کوي چې دا شک په یقین بدلیږي.
(لارد ایلګین هم په دغه حقیقت اعتراف کړی او ویلې دی چې :«د ډیورند توافق لیک دغسې یو توافق لیک و چې د برتانوی حکومت او دامیر د نفوذ ساحې ما لومې کړي مقصد یې دا و چې د موجودې وضع(status quo) په اړه د امیر رضایت حاصل او وساتل شی .» دیورند لا تر هغه هم په دې اړه په مشخص ډول ګړیدلی چې « د هند په خوا کې شامل قومونه باید دغسی ونه ګڼل شي چې هغوۍ دننه د برتانیې په منطقه کې دي .دوۍ یوازې به تخنیکي لحاظ زمونږ تر نفوذ لاندې دي، یانې داچې وویل شی تر هغه ځایه چې په امپراتورۍ پورې اړه لري ،او تر هغه ځایه چې دوی زمونږ نفوذ مني یا مونږ یې پرې منو )
د کاکړ صیب په لیکنه کې د ایلیګن د خبرو اصلي او محمورې ټکي ( په تخنیکي لحاظ زموږ تر نفوذ لاندې دي ) د تړون له ماهیته بیخي پرده پورته کوي او د تخنیکي مانا دا ښيي چې دا په اصل کې کوم تړون نه و، بلکې د روسیې پر وړاندې د بریتانیايانو یو له حقیقته عاري نمایش و.
کنه نو د قبضې او ولکې ډول باید سیاسي، پوځي، سرحدي، اقتصادي یا د جفرافیوي او سیمیز ویش یوه داسې اصطلاح وای چې د هغه مهال په نړیوال سیاسي او حقوقي قوانینو کې یې شتوالی لرلی، تخنیکي نفوذ کلیمه په دغه راز مواردو کې نه ده کارول شوې، نه کاریږي او نه شاید وکارول شوي، ددې کلیمې د مانا بریدونه نه دي معلوم، لکه شعري استعاره شل ماناوې لرلې شي، او دا استعاره او سیاسي سمبول د همدې لپاره کارول شوی چې د روسانو په ضد بیا کوم راز مانا ته اړتیا وه چې بیا هم هغه ترې واخلي.
ښاغلی کاکړ د ډیورنډ دا خبره هم را اخستې« د هند په خوا کې شامل قومونه باید دغسی ونه ګڼل شي چې هغوۍ دننه د برتانیې په منطقه کې دي .دوۍ یوازې به تخنیکي لحاظ زمونږ تر نفوذ لاندې دي، یانې داچې وویل شی تر هغه ځایه چې په امپراتورۍ پورې اړه لري ،او تر هغه ځایه چې دوی زمونږ نفوذ مني یا مونږ یې پرې منو»
ډیورنډ هم تخنیکي اصلاح کارولی او په دې خبره کې هڅه شوی چې ددې اصطلاح یو تعریف هم وړاندې کړي او هغه تر اصلاح دمخه راغلی دی چې وايي (د هند په خوا کې شامل قومونه باید دغسی ونه ګڼل شي چې هغوۍ دننه د برتانیې په منطقه کې دي ) تر دې وروسته نو د ویلو څه نه پاتې کیږي؟؟ هر څوک پوهیږي چې په حقیقت کې د افغان اتل او د معاصر افغانستان د بنسټګر امیر عبدالرحمن خان او انګریزانو تر منځ هیڅ راز تړون نه دی شوی او نه ښايي څوک په دې جعل شویو اسنادو نور تیروځي.
تاریخ لیکونکي کاږي چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال افغان واکمن خپله د انګریز استازو په لاس د پښتونخوا مشرانو ته د
( د مواجباتو ) په نامه معاشونه لیږل چې ښيي لا هم په یوه ډول له ډیورنډه پورې پرتې سیمې د اداري جوړْښت له مخه په افغانستان پورې تړلی وي.
یو شمیر تاریخ لیکونکو پر دې تړون د ابطال وروستی مهر هم وهلی او ویلي یې دي چې د هغه وخت هند د بهرنیو چارو وزیر هم په ۱۹۱۹ کال کې د راولپنډۍ د تړون د ضمیمې په ترڅ کې دا تړون لغوه اعلان کړی سندونه ښيي چې ایچ یې ګرانټ د تړون د متن په ضمیمه کې لیکلي دي ( پر هغه سربیره دغه جنګ پخواني ټول تړونونه باطل کړي دي ) اوس نو ددې ځای نه پاتیږي چې افغان خپل دغه خپل اتل او ملي واکمن غدار وبولي که په پرانستو سترګو د معاصر افغانستان د تاریخ هندارې ته وګورو امیر عبدالرحمن تر ټولو روښانه او مدبره څیره ده.
د عبدالرحمن خان تر مرګه یې زوی امیر حبیب الله خان ( ۱۳۲۰ – ق ) پاچا شو چې نوموړی په کال ( ۱۳۳۷ - ق ) کې د لغمان په کله کوش کې په ظاهره د یوې چلوټې په پایله کې ووژل شو او امان الله خان د واک په ګدۍ کیناست.
امیر امان الله او له انګریزانو سره دریمه جګړه !!؟؟
پیښې داسې وشوې چې د امیر حبیب الله خان تر مرګه وروسته ، لومړۍ نړیواله جګړه ( ۱۹۱۴-۱۸ ) د متفیقینو په ګټه پای ته ورسیده، او نړۍ کې نوي بدللونه مخ په راتلو و، عثماني خلافت ړنګ شوی و، او د تزاريانو تخت او بخت په ( ۱۹۱۷ ) کال له کمونست انقلاب سره په بله مخه واوښت.
بله خوا د تاریخ لیکونکو په وینا انګریزانو غوښتل چې لا هم د افغانستان د بهرني سیاست واګې په لاسونو کې وساتي ، خو یو شمیر تاریخونه لیکي چې افغان ولس د بشپړې خپلواکۍ اخستو پریکړه کړې وه، نو ګواکې امان الله خان د همدغه سیاست د واګو د بشپړ کنټرول لپاره د خپل خسر محمود طرزي په سپارښت د انګریزانو خلاف په ( ۱۹۱۹ )- م - جنګ پیل کړ.
د امان الله خان د جګړې میتود او د بریالیتوب کچه :
امان الله خان ددریو جبهو په استقامت درې پوځي جوپې واستولي.
د صالح محمد خان په مشرۍ يو ټولې عسکر د جلال په لورې وخوځیدل چې مخکې لاړ شي او د خیبر له لوړو په پیښور او اړندو سیمو ورښکته شي شا ولي خان ، محمد نادرخان، او محمود شاه خان یې له څه لښکر سره یې د وزیرستان په لوري واستول. او خپل صدر اعضم عبدالقدوس خان ته یې وویل چې له سرتیرو سره کندهار ته لاړ شه او پر بلوچستان حمله وکړه.
له وړاندوینو خلاف صالح محمد خان د خیبر درې په لومړۍ دروازه کې له سختې ماتې سره مخامخ شو. صالح محمد خان د جلال په لور پښې سپکې کړې او بریتانوي پوځونه داسې مهال ننګرهار ته راننوتل چې هوايي ځواک یې ملاتړ کوه. چې د بمبار په پایله کې یې ( ۲۳ ) کسان ووژل شول.
د نادر خان پوځي ټولګی په دې وتوانید چې د خوست له لارې تر پاړه چناره مخکې لاړ شي.
دریمه ډله لښکر چې په کندهار ( سپین بولدک ) کې جګړه ونښته، ( ۱۵۰ ) افغان سرتیري انګریزانو ووژل او ( ۱۵۰ ) یې ژوندي ونیول ، قلعه جدید هم د پرنګیانو لاسونو ته ولویدله، انګریزانو د شر له سیاسته کار واخست په کندهار کې د شیعه او سني تر منځ د اختلاف اور بل کړ. خو عبدالقدوس خان دا اور مړ کړ او ولس یې له انګریزانو سره جګړې ته مخکې کړ. هغه لا په تاوده سنګر کې و چې امان الله خان فرمان ورکړ چې د انګلیسانو خلاف پیل کړې جګړه ودروه. او لامل یې دا په ګوته کړ چې په ننګرهار کې د انګلیسانو هوايي بمبار ( ۲۳ ) کسان وژلي دي.زه چې د تاریخ دې ډګر ته راورسیدم نو بې واره د حضرت الفت رحمه الله دا بیتونه راپه یاد شول:

ازادې چې خیراتي وي یا د چا مهرباني وي
افتخار به پرې ونه کا چې همت یې افغاني وي
قرباني چې پکې نه وي هغه کله لوی اختر دی
ازادۍ سره تړلې ډیره لویه قرباني وي

همهاله مې ورسره ددې پښتو متل د ارزښت په اړه هم فکر کول شروع کړل چې ( په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي ) د افغانستان په معاصر تاریخ کې بس تر ټولو طلايي چانس امان الله خان ته په لاس ورغلی و، چې د افغانستان نیمګړی وجود بشپړ کړي خو د هغه لښکرو یا سخته ماتې وخوړه یا يې خپله ورغږ کړ چې نور جنګ مه کوئ. جنګ یې د محمود طرزي په وینا پیل کړي خو دغه مهال یې هغه هم د بې مانا جګړې په پیلولو تورن کړ. خلک یې راوغوښتل او ورته یې وویل ( ما څو ځل د سولې او ډزبندۍ غوښتنه وکړه خو انګلیسان یې نه مني که د افغانستان خلک ما ددې جنګ مسوول ګڼي نو زه به له خپلې کورنۍ سره بخارا ته لاړ شم ) له دې اعلان سره جوخت انګریزانو هم پرته له څه دلیله د سولې کولو غږ وکړ او دواړه خواوې سره په (۱۹۱۹ – م) په راولپنډۍ کې په ښه چاپیریال کې کیناستې . نیم افغانستان د استعمار پر ژامو کې پاتې شو او د نیمګړي افغانستان خپلواکي اعلان شوه. چې دا په حقیقت کې د تل لپاره انګریزانو ته د پښتونستان د پريښودلو او د ډیورنډ د جعل شوي سند اصلي منل او پلي کول دي.
اوس هغه د پښتنو خبره خدای ته مخ او ماته شا کړئ او بیا ووایاست چې د معاصر افغانستان بنسګر څوک دی؟؟ دا هم ووایاست چې څوک خاین او څوک اتل دی؟؟ چا په انګریزانو کې زړه چولې او چا یې خوب تعبیر کړ؟ چا هیرو زیرو – او زیرو هیرو کړ؟؟
******
څیړنه:
مصطفی سالک
******
اهدا : شیخ القران مولانا عبدالصبور صاحب ته.
مرمرین توري ( کتاب)
پته: دانش کتاب پلونځی

Comments

Popular Posts