Skip to main content

Posts

Featured

د امارتي پوهنتون استادي

انځورګر: ښاغلی حمدالله ارباب له ډېر پخوا مې دا آرمان وو چې د پوهنتون استاد شم. له لسانس وروسته مې لومړی څو پوهتنونو ته خپله سېوي او اسناد ور وړل. هغه وخت تازه د ولسمشر له لوري پرېکړه اعلان شوې وه چې ټول استادان باید لږ تر لږه ماسټري ولري. د یو پوهنتون مشر را ته کړل چې ته یو ځل ماسټري را واخله د اقتصاد پوهنځۍ مشري درکوم. په ماسټرۍ پسې ووتلم، له ډېرو خواریو، لګښتونو، او مساپریو وروسته مې وکولای شول چې په لوړو نومرو په پراختیايي اقتصاد کې ماسټري تر لاسه کړم. همدا چې ډېګري مې واخیسته کابل ته ولاړم ما ویل اوس خو نو استادي پیدا کېږي. د دعوت، سلام، او کاردان په شمول څو نورو خصوصي پوهنتونونو ته مې خپل اسناد ورکړل ورغلم ورسره وغږېدلم. څه نتیجه مې ترې وانخیستله. د کابل پوهنتون د استادۍ لپاره مې ډېر کوښښ وکړ چا یې بیخي لار نه راښودله چې څه باید وکړم. په همدې کې حکومت تغیر وکړ، ډېری استادان له هېواده بهر شول. د اسلامیک پوهنتون یو ځوان د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو مسئول شو. څنګ ته یې ورغلم، کیسه مې ورته وکړه چې زده کړې مې کړې دي، غواړم استاد شم، تاسې نوي استادان کله او په څه طرزالعمل سره ن

Latest Posts

What is economics? - EconoFacts

د کابل کندهار مرګونې لویه لار

سېلاب وړی وردګ: هغه ولایت چې له هر څه کړېږي! څه باید وشي؟

Málaga, Gibraltar, Cádiz and back to Seville (03.11.2019)

The Struggling Life of Afghan Farmers

Interview with Seyri Samet

Malaga (02.11.2019)